نړۍ
سپینې ماڼۍ د ازبکستان، اوکراین او روسیې پر یو شمېر وګړو بندیز وغځاوه
سپینې ماڼۍ د ازبکستان، اوکراین او روسیې پر یو شمېر وګړو چې د دې هېوادونو له حکومتونو سره تړاو لري د سفر او مالي معاملو بندیز تمدید کړی دی.
دا بندیزونه تېر کال په امریکا کې د «Global Magnitsky Act» قانون پر اساس لګول شوي چې پر بشري حقونو د تېري کوونکو او په نړۍ کې د فاسدو چارواکو پر ضد د داسې پرېکړو اجازه ورکوي.
د سپینې ماڼۍ د پرېکړې پر اساس، د ازبکستان د پخواني ولسمشر پر لور ګلناره کریموا، د روسیې د لوی څارنوال پر زوی، په اوکراین کې د مظاهرو ضد پولیسو پر قوماندان او یو شمېر نورو چارواکو بندیزونه تمدید شوي دي.
روسیې دا اقدام غندلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په اسپانیا کې د ریلګاډو د ټکر تلفات ۴۲ ته ورسېد
د اسپانیا په جنوب کې د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له امله د مړیو شمېر ۴۲ ته ورسید.
د اندالوسین سیمې چارواکو په یوه بیان کې وویل چې د سې شنبې په ورځ ماسپښین مهال د الوییا اورګاډي په یوه واګون کې د یوه بل تن جسد وموندل شو، چې له دې سره د مړو شمېر ۴۲ ته لوړ شو. د اورګاډي له دغې خونړۍ پیښې وروسته په اسپانیا کې د مادرید او بارسیلونا ترمنځ د اورګاډي سرعت محدود شوی.
د دوو ګړندویو مسافروړونکو اورګاډو د ټکر دا پیښه د تیرې یکشنبې په ورځ له مادرید څخه د جنوب په ۳۶۰ کیلومترۍ کې د کوردوبا ولایت ادموز ښارته نژدې رامینځته شوه. کارپوهان وایي، پرپټلۍ د یوې نښلیدونکې وسیلې د خرابوالي له امله ښایي یو اورګاډی له پټلۍ وتلی او له بل سره یې ټکر کړی وي.
ټرمپ؛ د داووس اقتصادي فورم په څنډه کې د ګرینلنډ په اړه له ښکیلو خواوو سره خبرې اترې کوم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د ګرینلنډ په اړه له یوې ناستې او خبرو اترو سره مواقفه کړې ده.
ټرمپ پرون دوشنبې د (جنوري۱۹مه) پر خپل ټروټ اکونټ ولیکل،"له ټولو خواوو سره مو په داووس کې د ګرینلنډ په اړه د خبرو اترو پر سر مواقفه وکړه".
هغه په دې اړه نور جزیات ورکړې نه دي.
د ګرینلڼد پر سره جنجال د امریکا او اروپا ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي دي.
دغه خودمختاره سیمه چې د ډنمارک خاروه دی، امریکا يې په ځلونو د نیولو ګواښ کړی دی.
ټرمپ وايي، ګرینلنډ د امریکا او د نړۍ د ملي امنیت لپاره مهمه سیمه ده او ډنمارک يې د ساتنې وړتیا نه لري.
د داووس اقتصادي فورم د جنوري په ۱۹مه پیل شوی او د همدې میاشتې په ۲۳مه پای ته رسیږي.
ټرمپ په همدې روانه اونۍ کې په دې اقتصادي فورم کې ګډون کوي.
په هسپانیه کې د ریلګاډو په ټکر کې ۳۹ کسان مړه شوي
په هسپانیه کې د دوو چټکو ټرینونو/ریل ګاډو په ټکر کې ۳۹ کسان مړه او ۱۵۲ نور ټپیان دي.
لومړنی ټرین له خپلې لیکې وتلی او بل یو له مخ پرې لګېدلی.
پېښه یکشنبه ناوخته د هسپانیې د جنوبي ولایت کوردوبا اداموز سیمې ته نږدې شوې.
په دواړو ټرینونو کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ناست وو.
چارواکو ویلي د پېښې له امله د لږ تر لږه ۲۰۰ نورو ټرینونو د حرکت مخه ډب او سفرونه ځنډېدلي.
ایران کې ډیر محدود انټرنټی خدمات دلاسرسي وړ دي
د راپورونو له مخې په ایران کې محدود انټرنېټي خدمات د لاسرسي وړدي او د هیواد دننه کارونکوته د VPN له لارې د وصل کېدو امکان برابرشوی.
د «نېټ بلاکس» په نوم د انټرنېټ د څار ادارې د یکشنبې د ورځې ناوخته وویل، سره له دې چې په ایران کې د عادي انټرنېټ په وصلیدو کې ګډوډي له ۲۲۸ ساعتونو وروسته هم دوام لري، د انټرنېټ د ټرافیک اړوند موندنې ښيي چې په ځینو شبکو، لکه ګوګل کې محدودو آنلاین خدمتونو ته لاسرسی بېرته فعال شوی.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د فرداڅانګې د راپورله مخې د شنبې د ورځې له لومړیو ساعتونو د ایران په ځینو ښارونو کې د انټرنېټ محدود لاسرسی وو، خو څو ساعته وروسته یو ځل بیا پرې شو.
د پراخو اعتراضونو په تعقیب، د ایران حکومت د تېرې پنجشنبې له ماښام وروسته په ټول هیواد کې انټرنېټ په بشپړه توګه قطع کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اتو اروپايي هېوادونو باندې ۱۰ فیصده تعرفه اعلان کړه
ښاغلي ټرمپ ویلي په متحده ایالتونو باندې د ګرینلنډ د پلور تر هوکړې پورې به له دغو اتو اروپايي هېوادونو د توکو په وارداتو لس فیصده تعرفه د فبروري له لومړۍ اجرا شي.
په تروث سوشیال کې د ښاغلي ټرمپ د بیان په اساس دا اته اروپايي هېوادونه ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسه، جرمني، هالنډ، فنلنډ او بریټانیا دي.
هغه ګواښ وکړ چې د جون له لومړۍ به دا تعرفه ۲۵ فیصدو ته لوړه کړي.
ګرینلنډ د ډنمارک یوه نیمه کورواکه سیمه ده.
د ګرینلنډ چارواکي او خلک له امریکا سره ضمیمه کېدل نه غواړي او د ولسمشر ټرمپ د مکررو غوښتنو په غبرګون هلته پرون ځینې لاریونونه هم شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو واره ویلي چې غواړي ګرینلنډ وپېري او هغه ان د دې چارې لپاره د زور کارول هم نه دي رد کړي.
ولسمشر ټرمپ دلیل راوړي چې ګرینلنډ د ستراتیژیک موقعیت او پراخو طبیعي زیرمو او هم د امریکا د ملي امنیت په خاطر حیاتي ارزښت لري.
د ګرینلنډ په اړه د ښاغلي ټرمپ څرګندونو ته اروپايي مشرانو کلک غبرګونونه ښوولي دي.
ّّپه کراچۍ ښار کې یوې لویې اورلګېدنې شپږ کسان وژلي دي
د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې د ودانۍ ځینې برخې ویجاړې کړې او شپږ کسان یې وژلي دي.
ویډیوګانو کې ښکاري چې له ودانۍ څخه اور پورته کیږي پداسې حال کې چې اور وژونکي د اور د کنټرول په لټه کې دي.
اور د شنبې په شپه (د جدي ۲۷) ولګېد او لامل یې لا نه دی معلوم.
د پولیسو یوه چارواکي وویل چې شپږ جسدونه د کراچۍ ملکي روغتون ته وړل شوي او ۱۱ ټپیان هم تر درملنې لاندې دي.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړ چې د ودانۍ ځینې برخې نړیدلي او د ژغورنې کارکونکي ویره لري چې ټوله ودانۍ به ونړیږي.
له ۱۹ کلنو په کم عمره کرکټ نړیوال جام کې نن دوې لوبې ترسره کیږي
له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې نن هند له بنګله دیش سره او جاپان له سریلانکا سره مسابقه کوي.
د دې جام په ترڅ کې پرون افغان لوبډلې د جنوبي افریقا ټیم ته د اته ویشت منډو په توپير ماتې ورکړه.
د افغانستان دوهمه لوبه سبا له ویسټ اینډیز سره ده.
د پنځوس اوورونو دا نړیوال جام د جنوري په پنځلسمه د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پیل شوی چې پایلوبه به یې د فبروري په شپږمه ترسره شي.
په سوریه کې د نوروز ورځ رسمي رخصتي شوه
د سوریې ولسمشر احمد الشرع نوروز د رسمي ورځې په توګه اعلان کړ او کردي ژبه یې د عربي ژبې ترڅنګ د سوریې د رسمي ژبې په توګه وپیژندله.
د هغه فرمان له مخې چې د جمعې په شپه خپور شو په هغه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې هغو کردانو ته به هم د سوریې تابعت ورکړل شي چې د نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال د سرشمیرنې پرمهال محروم شوي وو.
له نولس سوه شپږ څلویښتم کال راپه دې خوا چې سوریې خپلواکي اخیستې ده، دا لومړی ځل دی چې مرکزي حکومت د کردانو ملي حقوق ورکوي.
د سوریې له شل میلیونه نفوس څخه شاوخوا دوه میلیونه کردان دي چې د دغه هیواد په شمال او شمال ختیځ کې ژوند کوي.
کردي ځواکونه د حلب ښار له څنډې څخه نن ووتل
د سوریې پوځ نن خبر ورکړ چې د حلب ښار ختیځ ته داخل شوې دي.
د پوځ په وینا یوه ورځ مخکې تر دې کردي ځواکونو موافقه وکړه چې دا سیمه به پریږدي. تیره اونۍ په دې سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.
په هغه بیان کې چې د دولتي تلویزیون له لارې خپور شو، د سوریې پوځ وویل چې د دوی ځواکونه د لویدیځ فرات سیمې ته چې د (دیر حافر) له ښارګوټي څخه پيلیږي، داخل شوې دي.
د شوې موافقې له مخې کردي ځواکونو منلې چې له نن سهار څخه به سیمه پریږدي.
ملګري ملتونه وايي، روسیې او اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په ساحه کې پر اوربند موافقه کړې
د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ اداره IAEA وايي، روسیې او اوکراین د زاپوريژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا سیمه کې پر محلي اوربند موافقه کړې ده څو د دې بټۍ د بریښنا د وروستي مرستندوی مزي د ترمیم امکان برابر شي.
په یوه بیان کې چې IAEA پرون ناوخته خپور کړ راغلي دي، د بریښنا دا مزی چې د جنوري په دوهمه د پوځي فعالیتونو په نتیجه کې زیانمن شوی باید په راروانو ورځو کې بېرته فعال شي.
په بیان کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر رافایل ګروسي له قوله راغلي دي چې وايي، دا د دې ادارې په نوښت څلورم موقت اوربند دی او څرګندوي چې IAEA خپل مهم رول ته دوام ورکوي.
زاپوريژیا د اروپا د بریښنا د تولید تر ټولو لوی تاسیسات دي چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ میاشتې راهیسې روسي ځواکونو ولکه پرې ټینګه کړې ده.