د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

امریکا او طالبان په پاکستان کې را روانه دوشنبه د افغان سولې په اړه مخامخ خبرې کوي


د پاکستان صدراعظم وايي، هېواد يې د روانې ډيسمبر میاشتې په ۱۷ مه د امریکا او طالب مشرانو ترمنځ مخامخ خبرې تنظیم کړي دي.

امریکا او طالب مشران را روانه دوشنبه د افغانستان د سولې په اړه په خپلو کې مخامخ خبرې کوي.

دا خبره د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون په پېښور کې یوې غونډې ته په وینا کې وکړه.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د عمران خان په حواله ویلي دي چې پاکستان د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاري کوي.

عمران خان ویلي دي چې امریکا اوس پاکستان ته دا نه وايي چې د طالبانو پر ضد لا نور ګامونه واخلي، بلکې په افغانستان کې پر سوله ییز حل ټینګار کوي او په دې برخه کې د پاکستان د همکارۍ غوښتونکی دی.

عمران خان
عمران خان

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن شنبه په کابل کې د افغانستان ،پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران درې اړخیزه غونډه کوي او د سولې پروسه د دې غونډې د خبرو د اجنډا برخه ده.

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ پاکستان ته سفر درلود او د دې هېواد له مشرانو يې وغوښتل چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

ښاغلي خلیلزاد سیمې ته په خپل اوسني سفر کې تر اوسه پورې له افغان مشرانو، پاکستانیانو، روسي چارواکو او د ناټو له مقاماتو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي او تمه ده چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به په متحده عربي اماراتو او قطر کې هم خبرې او بحثونه وکړي.

سیمې ته د زلمي خلیلزاد سفر د روانې ډيسمبر میاشتې په اتلسمه نېټه پای ته رسېږي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه نصر الله ستانکزی وايي، زلمی خلیلزاد غواړي د خپلو هڅو لپاره د سیمې د هېوادونو او ناټو ملاتړ ولري.

نصر الله ستانکزی
نصر الله ستانکزی

ده وویل:

"خلیلزاد غواړي چې د روسيې او ناټو په ګډون د سیمې هېوادونه د خپل فعالیت د همغږي کېدو لپاره وهڅوي، په ناټو کې باید د امریکا متحدان قانع کړي چې د افغانستان د سولې پروسه کامیابه ده، که چېرته خلیلزاد وکولای شي چې د سیمې هېوادونو او هغو نړیوالو قوتونو ته چې د افغانستان په مسئله کې ښکېل دي، قناعت ورکړي، نو دا به د سولې د پروسې په لړ کې یو پرمختګ وي."

زلمي خلیلزاد او د افغانستان د سولې عالي شورا هیله مندي څرګنده کړې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر راروانو انتخاباتو دمخه به افغان حکومت او طالبان د سولې موافقې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG