خبرونه
روسیې د امریکا او اروپايي اتحادیې د چارواکو څرګندونې غندلي
د روسیې حکومت اروپا ته د روسیې د ګاز د انتقال د پروژې، نورد سټورم ۲ په اړه د امریکا او اروپايي اتحادیې د چارواکو وروستۍ څرګندونې غندلې دي.
د روسیې د ګاز دا نللیکه په بالتیک سمندرګي کې جرمني ته تېرېږي.
د نوردسټورم ۲ پروژې یوه ځانګړتیا دا ده چې په اوکراین کې نه تېرېږي.
د اروپا پارلمان د ډسمبر په ۱۲مه نېټه په یوه نوي پرېکړه لیک کې غوښتنه وکړه چې دا پروژه لغو شي.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې دا پروژه په اروپا کې د انرژۍ امنیت ته ګواښ پېښولای شي.
تردې یوه ورځ مخکې، د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د دې پروژې پلان محکوم کړ او د امریکا پر ولسمشر یې غږ وکړ چې په اروپا کې د انرژۍ د امنیت د دفاع لپاره له ټولو ممکنو لارو کار واخلي.
پردې پروژه ۱۱ میلیارد ډالر پانګونه شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زخاروا نن، پنجشنبه د ډسمبر۱۳مه، وویل چې دا یوه پرمختللې او ګټوره پروژه ده.
زخاروا وویل چې د امریکا دریځ غیر منصافانه رقابت څرګندوي او دا پروژه چې د هغې په وینا یوازې تجارتي اړخ لري، تخریبوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نن د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د وریا اټکل شوی دی.
نن د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د باران او واورې اټکل شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت وزارت د هوا پیژندنې ادارې په هرات ، فراه ، نیمروز ، بادغیس ، هلمند ، کندهار، زابل، روزګان ، دایکندي ، فاریاب ، جوزجان ،بلخ، سمنګان ، سرپل، بامیان ، میدان وردګ ، غزني ، پکتیکا ، خوست ، پکتیا ، لوګر، پروان ، بغلان ، ننګرهار ، نورستان ، تخار، او بدخشان ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی .
دغه راز د تیزو بادونو او د سیلابونو د راوتلو هم اټکل کړی دی.
د ملګرو ملتونو دبشری چارو د همغږۍ ادارې په خپل وروستي رپوټ کې وویل چې تیر ژمی د افغانستان په ځینو برخو کې د واورې پوښښ د مخکني کال د ورته مودې پرتله خورا ښه حالت کې وو.
د دې ادارې په ټکو، د واورې او بارانونو زیاتوالی ممکن د پسرلي موسم د غنمو په کښت او تر ټولو مهم، د نويو کرل شوي تخمونو په ځانګړې توګه په وچو یا للمو سیمو کې یې پر ودې مثبته اغیزه ولري.
ټرمپ ایران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې هرمز تنګی پرانیزي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تهران ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې د هرمز تنګی "په بشپړه توګه پرانیزي" کنه امریکا به د ایران د بریښنا تاسیسات "له منځه یوسي".
دا دامریکا،اسرائیلو او ایران ترمینځ په روانه جګړه کې د تشدید یوه څرګنده نښه ده، هغه وسله واله شخړه چې وار دمخه یې له کنټروله د وتلو ویره شته.
ټرمپ دغه ضرب الاجل پرون دامریکا په وخت د ماښام په ۷:۴۴ بجو په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیال کې صادر کړ.
هغه ولیکل : "که ایران د دې دقیق وخت څخه په ۴۸ ساعتونو کې پرته له ګواښه د هرمز تنګی په بشپړه توګه خلاص نه کړي، متحده ایالات به د دوی مختلف بریښنا کوټونه وولي او له منځه به یې یوسي،"
ټرمپ په مشخصه توګه ونه ویل چې کوم بریښنا کوټونه به په نښه شي خو یوه ورځ مخکې یې ویلي وو چې د پوځي عملیاتو د کمولو په اړه غور کوي.
د ولسمشر ټرمپ ددغه ګواښ په ځواب کې ایران هم یوځل بیا ګواښ وکړ چې په سیمه کې زیربناوې به په نښه کړي.
د سپاه پاسدارانو ویاند وویل که چیرې دایران د انرژي په تاسیساتو برید وشي نو په سیمه کې امریکا پورې مرتبط د انرژۍ ، تکنالوژۍ ، استخباراتو او د څښاک اوبو ټول تاسیسات به په نښه کړی.
د هرمز تنګی په نړۍ کې د تیلو او ګازو د لیږد د مهمولارو څخه دی چې د نړۍ دانرژۍ پنځمه برخه پرې تیریږي. دغه تنګی د کب په نهمه د جګړې د پیل راهیسې عملا تړل شوی او دکنټرول لپاره یې کړکیچ مخ په زیاتیدو دی.
اوسمهال فارس خلیج کې سلګونه تیل وړونکې بیړۍ بندې پاته دي او لدې امله د تیلو بیه په نړۍ کې ۵۰ سلنه او دګازو ۹۳ سلنه لوړه شوې ده.
د پاکستان یو دیني عالم وايي، د دغه هیواد د پوځ مشر د دوی سپکاوی کړی
د پاکستان یو شیعه دیني عالم چې د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر د روژه ماتي په مېلمستیا کې یې ګډون کړی و، وایي چې دوی ته سپکاوی شوی دی.
دغه دیني عالم زیاتوي چې په دې مېلمستیا کې یې د اسراییل او امریکا پر وړاندې د ایران په ملاتړ دریځ څرګنداوه خو عاصم منیر په تونده لهجه ورسره خبرې کړي او دوی ته یې د خبرو او پوښتنو اجازه نه ده ورکړې.
د هغه په خبره، له مېلمستیا وروسته په خبري کنفرانس کې هم د اهل تشیع علماو خبرې تحریف شوې او یوازې هغه برخه یې خپره شوه چې د پاکستان د پوځ په ګټه وه. دغه دیني عالم زیاته کړې، "موږ په پاکستان کې د امریکا د کونسلګریو پر ضد په لاریونونو کې د ښکېلو ځوانانو د بخښلو غوښتنه وکړه خو عاصم منیر رد کړه."
۲۲ هیوادونو د هرمز تنګي د تګ راتګ لارې په پرانستلو کې همکاري ته تیاري وښوده
تر شلو زیاتو هېوادونو اعلان کړی چې د بېړیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره به په هرمز تنګي کې ګډه همکاري وکړي.
دوی د دې مهمې سمندري لارې د بندولو لپاره د ایران اقدام غندلی دی.
په ګډه اعلامیه کې، چې د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) د ۲۲ هېوادونو له لوري خپره شوې، ویل شوي چې دوی چمتو دي د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره په مناسبو هڅو کې برخه واخلي.
په اعلامیه کې د خلیج په سیمه کې پر ملکي سوداګریزو کښتیو د ایران وروستي بریدونه او همداراز پر غیرنظامي بنسټونو لکه د تېلو او ګاز پر تاسیساتو بریدونه په کلکه غندل شوي دي. دغو هېوادونو د ایران له خوا د هرمز تنګي د «عملي بندېدو» په اړه هم اندېښنه ښوولې ده.
د راپورونو له مخې، په دې اعلامیه کې متحده عربي امارات، بحرین، بریتانیا، فرانسه، جاپان، حرمني، ایټالیا، هالند، کاناډا، جنوبي کوریا، نیوزیلنډ، ډنمارک، لاتویا، لیتوانیا، سلوانیا، استونیا، ناروې، سویډن، فنلنډ، چک جمهوریت، رومانیا او استرالیا شامل دي.
دغو هېوادونو له ایران څخه غوښتنه کړې چې ژر تر ژره پر کښتیو بریدونه، د ماینونو ایښودل او د دې مهمې سمندري لارې د بندولو هڅې ودروي.
کرکت؛ افغانستان او ایرلنډ ۵ یو ورځینۍ سیالۍ کوي
د ایرلنډ د کرکټ اداره، کرکټ آیرلنډ (CI) وايي چې سږ کال به د څو سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو کوربه شي.
د ایرلنډ د نارینهوو لوبډله به د اګست له ۵مې تر ۱۴مې پورې له افغانستان سره پنځه یو ورځنۍ (ODI) سیالۍ وکړي.
همداراز په پام کې ده چې آیرلنډ د افغان ښځو د کرکټ ملي لوبډله هم په بلفاست کې سیالیو ته وروبولي.
د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته جلاوطنه شوې او تراوسه پورې یې په جلاوطنۍ کې څو سیالۍ کړي دي.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار وايي، اسلام اباد پر افغانستان د جګړې د تپلو هڅه نه کوي
د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار رانا ثناالله ویلي چې اسلاماباد پر افغانستان نه د جګړې د تپلو په لټه کې دی او نه د دې هیواد د کومې برخې د نیولو.
هغه د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان اساسي تمه دا ده چې افغانستان دې اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې وسله والې ډلې پر پاکستان بریدونه وکړي.
رانا ثناالله خبرداری ورکړ چې که دا ستونزه حل نه شي، نو پاکستان به اړ شي چې د دغو ډلو پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.
په داسي حال کې چې اسلام اباد د طالبانو حکومت د پاکستان د وسله والو مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي، د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې پاکستان د افغانستان پر ضد داعش ته پناهځایونه ورکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې، چې څلور اوونۍ پخوا پیل شوې وې، د کمکي اختر په مناسبت د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په منځګړتوب وقفه راغلې ده.
دا وقفه لږ وروسته له هغه اعلان شوه چې په کابل کې د معتادانو پر روغتون د پاکستان په برید کې سلګونه ملکي وګړي ووژل شول. خو پاکستان دا خبره نه تاییدوي چې د دوی په بمباري کې ملکیان وژل شوي.
اسراییل وايي، له نن څخه به پر ایران بریدونه زیات کړي
د اسرائیل دفاع وزیر ییسرائیل کاڅ خبرداری ورکړ چې امریکا او اسرائیل به له نن (یکشنبې) څخه پر ایران بریدونه لا پسې زیات کړي.
هغه د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) په یوه بیان کې ویلي چې د اسرائیل او امریکا پوځونه به دا اوونۍ پر ایران او د هغه پر اړوندو بنسټونو بریدونه په څرګند ډول زیات کړي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې ښايي پر ایران بریدونه «په تدریجي ډول» کم کړي.
له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړه د کب/ حوت له ۹مې پیل شوې او نن یکشنبې یې ۲۳مه ورځ ده.
دواړه هېوادونه وايي چې تر دې دمه یې په ایران کې تر ۱۶ زره زیات هدفونه ویشتي دي.
له بلې خوا، ایران هم پر اسرائیل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. همداراز د خلیج سیمې پر اقتصادي زیربناوو اغېز او د هرمز تنګي بندېدو د انرژۍ بیې لوړې کړي او نړیوال مالي بازارونه یې اغېزمن کړي دي.
ټرمپ: منځني ختیځ کې پوځي هڅې کموو، اهدافو ته ډېر نژدې شوي یو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، په منځني ختیځ کې د پوځي هڅو " د کمولو " په فکر کې دی.
نوموړي پرون جمعه پر خپله ټولنیزه پاڼه تروت سوشېل ولیکل، داسې مهال د ایران د رژیم په وړاندې د عملیاتو د کمولو غور کوي چې په خبره یې " خپلو اهدافو ته ډېر نژدې کیږي".
هغه خپل اصلي اهداف د ایران د پوځ کمزوري کول او د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوی بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسراییل او امریکا بریدونه څلورمې اونۍ ته ورسېدل او داسې راپورونه شته چې وایي د امریکا زرګونه ځمکني سرتیري سیمې خوځیدلي دي.
اتحاد هوایي شرکت د کابل- ابوظبۍ ترمنځ الوتنې پيل کړې
د متحده عربي اماراتو اتحاد هوایي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویلي چې د دغه شرکت لومړنۍ الوتکه پرون جمعه د کابل هوایي ډګر کې کیناسته.
دغه شرکت به په اونۍ کې څلور ځله د ابوظبۍ او کابل ترمنځ الوتنې کوي.
له العربیه او فلای دوبۍ وروسته اتحاد د متحده عربي اماراتو دریم هوایي شرکت دی چې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته یې کابل ته الوتنې پيل کړي.
پر کابل د پاکستان د وروستي برید لسګونه مړي لا هم عدلي طب کې دي او پیژندنه یې نه کیږي
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، پر کابل د پاکستان د وروستي خونړي برید لسګونه مړي لا هم په عدلي طب کې پراته دي او هویت یې څرګند نه دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان نن شنبه ( د وري یا حمل ۱) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، هغه کورنۍ چې ناروغ یې لادرکه دی، دارلامان سیمه کې دغه روغتون ته ورتللی شي.
پاکستان د تیرې اونۍ د دوشنبې په ماخوستن کابل کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز برید وکړ چې د طالب چارواکو په وینا له ۴ سوو ډېر ناروغان په کې ووژل شول.
پاکستان بیا ادعا وکړه چې د دوی هدف دغه مرکز ته نژدې پوځي تاسیسات و.
د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ادعا رد کړې او ویلې یې دي چې برید پر ملکي تاسیساتو شوی او مرګ ژوبله یې هم ټوله ملکیانو ته اړولې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو تېره اونۍ یې رویټرز ته یاده پیښه کې د ۱۴۶ ملکیانو مړینه تایید کړې وه.