د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

په پغمان کې د موټر بم برید د وژل شویو شمېر ۱۲ ته پورته شو

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه څلور سرتیري وژل شوي.

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې چاودنه شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پېښه تأییدوي او د نوعیت په اړه یی څه نه دي ویلي.
جزئیات وروسته....

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې نن سهار ۹ بجې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د د امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان موټر بم برید وشو چې په پایله کې یې د ۴ ځواکونو او ۸ ملکي وګړو په ګډون ۱۲ تنه پکې ووژل شول.

د نوموړي په خبره چې په ملکي وژل شویو کې دوه ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي.

ده وویل چې په دغه برید کې ۹ تنه ټپیان دي چې په دوی کې ۶ سرتېري او ۳ ملکي کسان دي.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسؤلیت منلی دی.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته د ټيلیفون پر کرښه ادعا وکړه چې دغه برید د ملي امنیت د صفر یو قطعې د موټرو په کار وان ترسره شوی چې په خبره یې، په دغه برید کې ۴۳ تنه ومړه او ټپیان شوي دي.

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه څلور سرتیري وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه نن سهار په قلعه حیدرخان سیمه کې وشوه.

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"چاودنه د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدر خان سیمه کې شوې او ښايي انتحاري حمله وي خو څرنګوالی یې لا نه‌دی معلوم. دا حمله پر افغان امنیتي ځواکونو شوې او تراوسه څلور شهیدان لرو."

په دې چاودنه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه تردې دمه راپور نه دی ورکړل شوی.

د دغه برید مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو موټر بم چاودنه شوې چې په‎کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۶ ټپیان دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله سهار په ۹ او ۲۰ دقیقو شوې او ښايي تلفات یې زیات شي.

تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې دې پېښې مسولیت نه‎دی منلی.

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې چاودنه شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پېښه تأییدوي.

د دې وزارت ویاند ازادي راډیو ته وویل چې د پغمان ولسوالۍ د حیدرخان په کلا کې شوې پېښه ښايي انتحاري حمله وي چې پکې ۴ تنه وژل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې دې پېښې مسولیت نه دی منلی.


جزئیات وروسته....

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG