د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د لښکرګاه د باباجي سیمه بېرته افغان ځواکونو ته په لاس ورغله

په هلمند کې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د لښکرګاه څلورمه حوزه د باباجي سیمه بېرته افغان ځواکونو ونیوله.

په سیمه کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د درېیمې لوا قوماندان درستیزوال ډګروال حنیف الله شینواري د ازادي راډیو سیمه‌ییز خبریال ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو زیات مقاومت نه‌دی کړی، خو د نړیوالو ځواکونو په هوایي بمباري کې ورته ډېره مرګ ژوبله رسیدلې.

نوموړي وویل:

"باباجي سیمه انشاءلله په ټولیزه توګه تصفیه شوه. د دښمن ګواښ له منځه لاړ."

د ازادي راډیو خبریال وایي، ښایي ډېر وخت ونیسي چې په سیمه کې ژوند بېرته عادي بڼه خپله کړي، ځکه د افغان پوځیانو په وینا په لارو او کوڅو کې طالبانو ډېر ماینونه ښخ کړي چې باید لېرې شي.

د لښکرګاه د باباجي او نادعلي ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیاتو اته میاشتې وخت ونیو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG