- واشنګتن پُسټ
د واشنګتن پُسټ ورځپاڼې په هرات ولایت کې د څوارلسو افغان پوځیانو په وژل کېدو یوه مقاله لیکلې ده.
په مقاله کې راغلي چې ترهګرو همداراز ۲۴ نور سرتیري یرغمل هم نیولي دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی.
د مقالې د لیکوال تحلیل دا دی چې تاوتریخوالی په افغانستان کې د امریکا د اولس کلنې جګړې د پای ته رسولو د هڅو پر مهال زیات شوی دی.
د ورځپاڼې په لیکنه طالبان په پراخو سیمو یا برلاسي دي یا پرې نفوذ لري.
واشنګتن پُسټ: تاوتریخوالی په افغانستان کې د امریکا د اولس کلنې جګړې د پای ته رسولو د هڅو پر مهال زیات شوی دی
له دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو یوه لوړپوړي پوځي جنرال کنت مکنزي د دغه هېواد سنا جرګې ته ویلي و چې که د افغان پوځ د روزنې او استخدام د ستونزې هواري ته ژر رسیدګي ونه شي ښايي د افغان پوځیانو د تلفاتو شمېر له کنټرول بهر شي.
ناټو هم په افغانستان کې له مرګژوبلو اندېښنه ښودلې خو ویلي یې دي چې د افغان پوځیانو روزنې، مشورې او مرستې ته به دوام ورکړي.
- نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو د څه باندې یو میلیون رایو د باطلیدو پر مسلې تمرکز کړی دی.
په مقاله کې راغلي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دغه پریکړه چې درغلیو د موجودیت په خاطر یې کړې افغانستان یوه بل کړکیچ ته ټېل وهي.
د مقالې لیکوال ویلي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د درغلیو په اړه جزییات نه دي ورکړي خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د څو غړیو د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.
وړاندې لولو چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دا کار غندلی دی.
نیویارک ټایمز: د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پریکړه افغانستان یوه بل کړکیچ ته ټېل وهي.
اخوا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون بیا د جمعې په ورځ ویلي چې چمتو دی په مشروط ډول په خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.
دغه کمیسیون شرط دا ايښی چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بایومتریک شوې رایې او د انتخاباتو د شفافیت تامینونکي اسناد دوی ته وسپاري.