د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث مو د ځینو ولایتونو د رأیو د لومړنیو نتایجو اعلان څرنګوالي ته ته ځانګړی کړی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شاوخوا شلو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړۍ پایلې اعلان کړې او وايي چې په نېږدې راتلونکې کې به د یو شمېر نور ولایتونو رایې هم اعلان شي.
بل خوا د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو رأیې باطلې اعلان کړې.
د دې اوونۍ بحث مو همدې موضوعاتو ته ځانګړی کړی، د پروګرام جوړونکی رحمت الله افغان دی.
بحث لاندې اورېدلی شئ: