- واشنګټن پُسټ
امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پُسټ د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د پاکستان د صدراعظم عمران خان د غونډې په اړه لیکلي دي.
ورځپاڼې د عمران خان له قوله ليکلي چې وايي: د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده.
خو واشنګټن پُسټ ليکلي چې د پاکستان صدراعظم ژمنه نهده کړې چې طالبان به د سولې خبرو ته چمتو کړي.
عمران خان او زلمي خليلزاد د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې د ښاغلي خليلزاد د دوه ورځني سفر پر مهال سره وکتل.
تر دې څو ورځې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان صدراعظم عمران خان ته یو ليک لېږلی او د افغانستان د سولې په برخه کې يې د پاکستان د زياتو همکاریو غوښتنه کړې ده.
د واشنګټن پُسټ په وينا، کابل او واشنګټن تورونه پورې کوي چې پاکستان د دې هېواد په شمال لويديځ کې د طالبانو د مشرتابه حضور ناليدلی ګڼي.
افغانستان او امریکا همدا راز پر پاکستان تور پورې کړی چې د طالبانو ملاتړ کوي خو پاکستان دا تورونه ردوي.
- سټارز اينډ سټرايپس
سټارز اينډ سټرايپس ورځپاڼې د افغانستان اړوند د امریکا په کانګرس کې د بحث په اړه مقاله خپره کړې ده.
د سې شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس سناتورانو د سنا د وسله والو خدماتو کميټې ته په وينا کې د افغانستان د اوږدې جګړې په اړه ناهيلي څرګنده کړه.
د غونډه یوه برخه پر دې متمرکزه وه چې د مرکزي قوماندې او ځانګړو عملیاتو د مشرۍ لپاره له نوماندانو واوري.
مرکزي قوماندې او د ځانګړو عملیاتو څانګې په دې وروستیو کې په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې درې کسان له لاسه ورکړي.
تورن جنرال ريچارد کلارک د مرکزي قومندې او ځانګړو عملیاتو د مشرۍ لپاره نوماند دی. مقاله د کلارک له قوله لیکي چې وايي طالبان شپېته زره جنګيالي لري او دا د امریکا د پوځ له خوا تر اټکل شوي شمېر زيات دی.
ده په يوه مخکينۍ غونډه کې ويلي وو چې طالبان شل زره دي خو د سې شنبې په غونډه کې يې خپله خبره سمه کړه او دا شمېر یې شپېته زره وښود.
په افغانستان کې نوې ستراتيژي دا ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې پيل شي.
په غونډه کې يادونه وشوه چې که څه هم امریکايي ځواکونه په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي خو دوی اوس له سخت دريځو سره په مخامخ جګړه کې ګډون نه کوي. په غونډه کې دا هم وويل شول چې په افغانستان کې نوې ستراتيژي دا ده چې له طالبانو سره د سولې خبرې پيل شي تر څو د افغانستان جګړې ته یو سياسي حل را وايستل شي.