د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۱۷

پامپیو: کوسوو دې د صربیا او بوسنیا پر وارداتو لګولې تعرفه لغوه کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر کوسوو غږ کړی چې له صربیا او بوسنیا هرزګوېنا د تجارتي مالونو پر وارداتو لګولې تعرفه لغوه کړي.

پامپیو همداراز له کوسوو غوښتنه کړې چې له بلګراد سره د کړکېچ د کمولو لپاره کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، مایک پامپيو پرون دوشنبه په واشنګټن کې د کوسوو له ولسمشر هاشم تاچي سره وکتل.

د کوسوو حکومت د نومبر په ۲۱مه له صربیا او بوسنیا هرزګوېنا پر ټولو وارداتو ۱۰۰ فیصده مالیه ولګوله.

د کوسوو حکومت ویلي چې صربیا په نړیوال ډګر کې د دوی پر ضد له تشدده ډک سیاست غوره کړی له دې امله‌یې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د صربیا د مالونو پر وارداتو مالیه زیاته کړې ده.

XS
SM
MD
LG