د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۷

خبرونه

د کندهار چارواکي: د انارو صادرات د تېر کال په پرتله ۲ چنده شوي

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د انارو صادرات د تېر کال په پرتله دوه چنده شوي دي.

د دغه خونې عامل مدیر عبدالباقي نن ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه پورې څه د پاسه ۴۱ ټنه د کندهار انار پاکستان، هندوستان او دُبۍ ته صادر شوي دي.

ښاغلی باقي وايي، باغدارانو هم سږ کال د انارو د خرڅلاو له درکه ښه عاید ترلاسه کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کابل کې د کرکټ یو ستر کمپلکس جوړیږي

د افغانستان د کریکټ بورډ لوګو ، ارشیف
د افغانستان د کریکټ بورډ لوګو ، ارشیف

د افغانستان کرکټ بورډ وايي کابل کې یې دنړیوال کرکټ کمپلکس د جوړولو کار پیل کړی دی.

دغه مجمع چې د ۴۰ زرو نندارچیانو ظرفیت به ولري د ۴۵ ملیونو ډالرو په لګښت په ۸۶ جریبه ځمکه دکابل په ۱۶مه ناحیه کې جوړیږي.

خبر زیاتوي چې دغه ستر کمپلکس یا مجمع به یو عمومي او دوه فرعی لوبغالي ، ستر میلمستون، لوی جومات او نورې د اړتیا وړ اسانتیاوې ولري.

د چارواکو په وینا ټاکل شوې چې ددغې مجمع د جوړیدو کار په ۶ کلونو کې تکمیل شي.

ایران د احسان افرشته په نامه یو بل زنداني اسراییلو ته د «جاسوسي» په تور اعدام کړ

احسان افرشته چې اسراییلو ته د "جاسوسي" په تور اعدام شو. ارشیف
احسان افرشته چې اسراییلو ته د "جاسوسي" په تور اعدام شو. ارشیف

دایران حکومت د احسان افرشته په نامه یو بل زنداني اسراییلو ته د «جاسوسي» په تور اعدام کړ.

دازادې اروپا راډیو ایراني څانګه، راډیو فردا رپوټ ورکوي چې میزان نیوز چې دایران قضايي قوې ته نږدې رسنۍ ده ویلي دي چې افرشته «په نیپال کې د موساد لخوا روزل شوی و او د ایران حساس معلومات ی اسراییلو ته پلورل»، او نن چهارشنبې د غویي په ۲۳ مه اعدام شو.

په راپور کې پرته له جزییاتو ویل شوي چې افرشته «د یوه نظامي بنسټ اړوند شرکت کې د سایبري کارپوه په توګه کار کاوه».

«میزان‌نیوز» د دغه زنداني په اړه خپل رپوټ کې دا نه دي ویلي چې هغه څه وخت نیول شوی او محاکمه شوی و، او نه هم د هغه د محاکمې د جزیاتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

دایران حکومت دوه اونۍ مخکې هم د مهدي فرید په نوم یو بل زنداني اسراییلو ته د جاسوسي په تور اعدام کړی و.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې، د ایران حکومت لږ تر لږه ۲۱ کسان اعدام کړي او تر ۴۰۰۰ زیات نور یې نیولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقوقو د نورو بنسټونو د معلوماتو له مخې، ایران له چین وروسته په نړۍ کې د اعدامونو تر ټولو لوړه کچه لري.

ملګري ملتونه : تیره اونۍ زرګونه کسان افغانستان ته ستانه شوي

د هرات اسلام کلا بندر ته یوه راستنیدونکې کورنۍ ،ارشیف
د هرات اسلام کلا بندر ته یوه راستنیدونکې کورنۍ ،ارشیف

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وايي تیره اونۍ (د مې له ۳ تر ۹ ) څه دپاسه ۱۱۵۰۰ کسان له پاکستان ، ایران ،تاجکستان او نوروهیوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه اداره وايي ستنو شویو کسانو ۵۵ سلنه ښځې او ۴۵ سلنه نارینه او ۵۶ سلنه یې له اتلسو کلونو کم عمره کسان دي.

رپوټ زیاتوي چې دستنو شویو کورنیو ۴۱ سلنه داسې کورنۍ دي چې مشري یې ښځې کوي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له ګاونډیو هیوادو افغانستان ته درې میلیونه او درې لکه افغانان ستانه شوې دي.

ټرمپ چین ته د سفر په پیل کې وویل چې له خپل چینايي سیال غواړي چې خپل هیواد د امریکايي کمپنیو پرمخ پرانیزي

ولسمشر ټرمپ چین ته د روانیدو په حال کې
ولسمشر ټرمپ چین ته د روانیدو په حال کې

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چین ته د سفر په پیل کې وویل چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ څخه به وغواړي چې خپل هیواد د امریکايي کمپنیو پر مخ پرانیزي.

تمه ده چې په دې مهمه سرمشریزه غونډه کې د ایران دجګړې په هکله هم خبرې وشي.

د نیویډا او تسلا کمپنیو مشران ،جنسن هوانګ او ایلان ماسک هم ولسمشر ټرمپ سره چین ته د سفر ملګري دي.

ولسمشر ټرمپ واشنګټن څخه تر روانیدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو ولیکل :"زه به له ولسمشر شي، چې یو ډېر ممتاز مشر دی، وغواړم چې چین پرانیزي، څو دا تکړه کسان خپل استعداد وکاروي او د چین ولسي جمهوریت لا لوړې کچې ته ورسوي!"

د نورو سترو شرکتونو یو شمېر اجرائیه رئیسان، لکه د اپل مشر تیم کوک هم د دې سفر لپاره بیجینګ ته ځي. دا نږدې په لسو کلونو کې چین ته د یوه امریکايي ولسمشر لومړنی سفر دی.

ټرمپ سپینې ماڼۍ څخه د روانېدو پر مهال وویل چې تمه لري له خپل چینايي ساري سره د ایران په اړه “اوږدې خبرې” وکړي، ځکه ایران خپل زیاتره هغه تېل چې د امریکا تر بندیزونو لاندې دي، چین ته پلوري.

ټرمپ: ایران به غني شوي یورانیم وروسپاري

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، سل په سلو کې ډاډه دی چې ایران به د یورانیمو غني کیدل ودروي او زیرمه شوي یورانیم به امریکا ته وسپاري.

ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې ایرانیانو ژمنه کړې ده چې نور به یورانیم نه غني کوي او غني شوي یورانیم به موږ ته سپاري. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې بیړه پکار نه ده، موږ ایران محاصره کړی دی هغوی ته به هیڅ پیسې پاتې نه شي او موږ نه شو کولی چې دوی پریږدو چې اټومي وسلې جوړې کړي او له هغوی څخه استفاده وکړي.

ټرمپ د دوشنبې په شپه هم ویلي و چې د ایران پر اسلامي جمهوریت به تر هغو فشار روان وي چې یوه توافق ته رسیږي.

د بریکس د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په نوي ډیلي کې

په برازیل کې د بریکس هیوادو سرمشریزه-۲۰۲۵- ارشیف
په برازیل کې د بریکس هیوادو سرمشریزه-۲۰۲۵- ارشیف

ټاکل شوې ده چې پنجشنبه( د مې ۱۴ مه) په هند کې د بریکس هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرانیستل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت رویټرز اژانس ته ویلي دي چې دا دوه ورځنۍ کلنۍ غونډه به په پلازمېنې نوي ډيلي کې وي.

د بریکس سازمان په ۲۰۰۹ کال کې د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا له لورې تاسیس شو او بیا ایران، مصر، ایتوپيا، اندونیزیا، او متحده عربي امارات ورسره یوځای شول.

هند سږکال د بریکس سازمان مهالنۍ مشري کوي.

د خبریالانو د ملاتړ کمېټه: طالبان دې نیولي خبریالان دستي خوشي کړي

ارشیف- د افغانستان رسنۍ
ارشیف- د افغانستان رسنۍ

د خبریالانو د ملاتړ کمیټې په کابل کې له قید او شرط پرته د دوو نیول شویو خبریالانو د سمدستي خوشي کیدو غوښتنه کړې ده.

دې کمېټې د سې شنبې په ورځ وویل چې رسنۍ باید له مداخلو پرته فعالیت وکړي.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د عمران دانش او منصور نیازي د نیولو خبر تایید کړ. د طلوع نیوز دا دوه خبریالان څو ورځې مخکې په کابل کې د طالبانو د امنیتي ادارو له خوا نیول شوي وو.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې خبریالانو قضیه تر څېړنې لاندې ده او محکمې تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده کړې. خبیب غفران د دې خبریالانو د نیولو دلیل نه دی روښانه کړی.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان هم د دې خبریالانو د نیولو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د دوی ترڅنګ شپږ نور خبریالان هم د طالبانو په بند کې دي.

افغانستان د بې پولي خبریالانو د نړیوالو رسنیو د ازادۍ په شاخص کې د یو سل او اتیا هیوادونو په ډله کې دا اخر له خوا پنځم ځای لري.

د افغانستان د فوټبال تر ۲۰ کلونو کم عمره لوبډله له ازبکستان سره لوبه کوي

تر شل کلونو لږ عمره افغان لوبډله په ۲۰۲۲ کال کې. ارشیف
تر شل کلونو لږ عمره افغان لوبډله په ۲۰۲۲ کال کې. ارشیف

ټاکل شوې ده چې چهارشنبه( د مې ۱۳ مه) د افغانستان د فوټبال له شل کلونو کم عمره ملي لوبډله د ازبکستان له سیالې لوبډلې سره مسابقه وکړي.

دا لوبه د دوه زره شپږ ویشتم کال د مرکزي اسیا( کافا) سیالیو په لړ کې د افغانستان دوهمه لوبه ده. افغان لوبډلې لومړۍ یوه د سې شنبې په ورځ له ترکمنستان څخه درې د یوه په وړاندې ماتې وخوړه.

د کافا سیالۍ د تاجیکستان په کوربتوب ‌ د مې له ۱۲مې تر ۱۷مې ترسره کېږي چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبېکستان او قرغزستان لوبډلو پکې ګډون کړی دی.

ذکیې خدادادي د اروپا په پارا تکواندو لوبو کې اتلولي خپله کړه

ذکیه خدادادي د تکواندو لوبغاړې
ذکیه خدادادي د تکواندو لوبغاړې

ذکیې خدادادي د اروپا د پارا تکواندو په سیالیو کې د اتلولۍ مقام خپل کړ.

خدادادي چې له اصله د افغانستان ده په دې سیالیو کې د فرانسې په استازیتوب لوبه وکړه. دې د دوشنبې په ورځ په اروپایي سیالیو کې د ایتالیا، جورجیا او ترکیې لوبغاړي مات کړل او د سرو زرو میډال یې د اووه څلویښت کیلوګرامه وزن په کټګوري کې ترلاسه کړ.

د ۲۰۲۶ کال د پارا تکواندو سیالۍ د دوشنبې په ورځ د جرمني په مونیخ کې پيل شوې دي چې د پنجشنبې په ورځ پای ته رسي.

ذکیې خدادادي تر دې مخکې په ۲۰۲۳ کال کې هم د سرو زرو میډال ګټلی و.

د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د بنو خونړی برید افغانستان کې پلان شوی و

د خیبرپښتونخوا د بنو سیمه، انځور له ارشیفه
د خیبرپښتونخوا د بنو سیمه، انځور له ارشیفه

د طالبانو حکومت د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د خیبرپښتونخوا د بنو وروستی خونړی برید افغانستان کې پلان شوی و.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه ( د ثور۲۲مه) پر خپله ایکس پاڼه د پاکستان دغه ادعا بې بنسټه بللې.

د بنو په موټربم او ډله‌ییز برید کې چې د تېرې شنبې په ماښام وشو، لږ تر لږه ۱۵ پولیس ووژل شول او مسولیت یې د اتحاد المجاهدین په نوم وسله والې ډلې ومانه.

پاکستان د دغه برید په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت چارسمبالی سفیر احضار او خپل اعتراض یې وروسپاره.

د طالبانو د حکومت له بیاواکمنۍ راهیسې پاکستان تل تورپورې کوي چې هلته ترهګریز بریدونه د افغانستان له خاورې پلانېږي، خو طالب چارواکي دا تورونه ردوي او د پاکستان ناامنۍ د هغه هېواد کورنۍ مسله بولي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG