د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰
ارشیف
ارشیف

په خوست کې د ملي اردو د لواء دننه چاودنې له ۳۰ زیات کسان وژلي

نن د جمعې د لمانځه پر مهال په خوست کې د ملي اردو د لواء په جومات کې چاودنه شوې ده.

نن د جمعې د لمانځه پر مهال په خوست کې د ملي اردو د لواء په جومات کې چاودنه شوې ده.

د خوست ولایت چارواکو یاده پېښه تأیید کړې خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د ملي اردو یوې امنیتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخېستل شي، ازادي راډیو ته ویلي چې په دې پېښه کې شاوخوا لس کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د پيښې وژل شوي او ټپیان د خوست ولایتي روغتون او نورو خصوصي وغتونونو ته د لیږدولو په حال کې دي.

نور معلومات وروسته

د خوست ولایت چارواکي وايي چې د ملي اردو د اولې لوا په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه شوې چې د ملي اردو ۱۲ منسوبین پکې وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د خوست والي حکم خان حبیبي د جمعې د ورځې په مازیګر په ولایتي روغتون کې د پېښې له ټپیانو د لیدنې پرمهال ازادي راډيو ته وویل چې ممکن دا یو ځانمرګی برید وي.

د ده په وینا، د پېښې عاجل ټپیان د ملي اردو د چورلکو په واسطه کابل ته انتقال شول او پاتې نور ټپیان د خوست په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

دا چې دا پېښه څرنګه رامنځته شوې، یا ځانمرګی څنګه توانېدلی چې د ملي اردو د ګارنیزیون منځ ته ځان ورسوي، ده وویل چې دا یو څه پېچلې مسئله ده، خو د پېښې د څرنګوالي د معلولو لپاره هم د ملي دفاع وزارت تخنیکي پلاوی خوست ته رسېدلی دی.

ځينو سرچینو چې نه يې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې په وژل شویو کسانو
کې د لوا ځیني لوړ پوړي افسران هم پکې دي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکتر ګل احمدشاه وویل چې ولایتي روغتون ته د پېښې له ځایه ۴۰ ټپیان او دوه د وژل شویو سرتېرو جسدونه ور وړل شوي دي.

د ده په وینا:

"د ۳ سرتېرو روغتیایي حالت نازک و، یوه سرتېري ته جراحي عملیات وشول، ۳۳ تنه د درملنې لپاره مرکز کابل ته ولېږدول شول او ۱۲ تنه په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي."

بل لوري ته روغتون ته لسګونه ځوانان هم د ویني ورکولو لپاره ورغلي وو او ويې ویل چې غواړي اړو ټپي شویو سرتيرو او افسرانو ته وینې ورکړي، ځکه د دوی په خبره، د هېواد او ولس له امن څخه ساتنه کوي.

یو شمېر نورو سرچینو د تلفاتو شمېر تر دې زیات ښيي، خو د خوست چارواکو تأیید نه کړل.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د یاد برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

بل لوري ته له ارګه په دې باب خپرې شوې رسنیزې اعلامیې کې ولسمشر محمد اشرف غني یاد برید په سختو ټکو غندلی او هغه يې جنایتکارانه او اسلام ضد عمل بللی دی.

افغان ولسمشر مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د پېښې څرنګوالی په هر اړخیزه توګه وارزوي او وظیفوي غفلت کوونکي دې تر پېژندلو وروسته مجازات شي.

دغه راز جمهور رئیس د خوست ولایت مقاماتو او اړوندو مسؤلینو ته هم لارښوونه کړې چې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو استفاده وکړي او د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته هم بېړنۍ رسېده ګي وکړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

په خوست کې د ملي اردو د لواء په جومات کې ۴۵ سرتېرو او افسرانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خوست ولایت چارواکي وايي چې د ملي اردو د اولې لواء په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه شوې چې د ملي اردو ۱۲ منسوبین په کې وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د خوست والي حکم خان حبیبي نن مازدیګر په ولایتي روغتون کې د پيښې له ټپیانو څخه د لیدنې پرمهال ازادي راډیو ته وویل چې ممکن دا یو ځانمرګی برید وي.

د ده په وینا د پيښې عاجل ټپیان د ملي اردو د هلیکوپټرو په واسطه کابل ته انتقال شول او پاتې نور ټپیان دلته د خوست په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

دا چې دا پيښه څرنګه رامنځته شوې، یا ځانمرګی څنګه توانیدلی چې د ملي اردو د ګارنیزیون منځته ځان ورسوي، ده وویل چې دا یو څه پیچلې مسله ده، خو د پيښې د څرنګوالي د مالولو لپاره هم د ملي دفاع وزارت تخنیکي پلاوی خوست ته رسیدلی دی.

ځينو سرچینو چې نه يې غوښتل نوم واخیستل شي، ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د لواء ځینې لوړ پوړي افسران هم په کې دي.

یو شمېر نورو سرچینو د تلفاتو شمېر تر دې زیات ښيي، خو د خوست چارواکو تاید نه کړل.

د خوست ځايي چارواکي وايي، په‌دغه ولایت کې د ملي اردو د يوه لوا په جومات کې په يوه چاودنه کې تر ۳۰ کسانو زیات وژل شوي او ټپيان شوي دي.

دا چاودنه په اسماعیل‌خېلو ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه.

د خوست د والي وياند طالب منګل ازادي راډيو ته وويل چې د لومړي معلوماتو له مخې په‌دې پېښه کې نهه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

رويټرز بیا د خوست د ځايي چارواکو له قوله ليکلي چې په‌دې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او پنځوس نور ټپیان شوي دي.

د دې چاودنې څرنګوالی تر اوسه نه‌دی معلوم او تر اوسه کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG