خبرونه
د چين پولیسو یو موټر چلوونکی نيولی چې موټر يې ۵ زده کوونکي وژلي
د چين پولیس یو موټر چلوونکی نيولی چې موټر يې د یوه ښوونځي مخکې پر ماشومانو ور وست او لږ تر لږه پنځه ماشومان يې ووژل او ۱۸ کسان يې ټپيان کړل.
چيني رسنیو نن خبر ورکړی چې دا پېښه د شمال ختيځ چین ليو اووننګ ايالت په هولوداو ښار کې شوې ده.
دا روښانه نهده چې موټر چلوونکی ولې کوچنيان هدف وګرځول؟
ويډيوګانې ښکاروي چې یو موټر د ناسم لور پر خوا روان دی او مستقیم د کوچنیانو یوه ډله وهي.
په چين کې ټرافیکې پېښې زیاتې دي او د دې هېواد د ټرانسپورټ وزارت وايي چې د خلکو د خونديتوب او ټرافيکې پېښو کمولو په خاطر يې د ترافيکو جدي لارښود عملي کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او بنګله دېش د ټیستلوبې دوهمه ورځ: افغانستان توپ وهنه کوي
د افغانستان او بنګله دېش د ټیستلوبې په دوهمه ورځ د افغانستان لوبډله توپ وهنه کوي.
نن د بنګله دېش د پاتې دوو لوبغاړو له سوځېدو وروسته افغان لوبډلې بیټنګ یا توپ وهنه پیل کړه.
بنګله دېش چې د لوبې پچه ګټلې وه، پرون توپ وهنه یا بیټنګ غوره کړ او نن وروسته له دې چې ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، د خپلې لومړۍ پاڼۍ د منډو شمېر یې ۳۴۶ ته ورساوه.
د افغان باولرانو یا توپ اچونکو په منځ کې د سیال ټیم تر ټولو ډېر لوبغاړي محمد سلیم وسوځول. ده څلو، یامین احمدزي درې، عصمت عالم دوه او قیس احمد یو لوبغاړی وسوځول.
د یمن حکومتي ځواکونه د بابالمندب تنګي د بېرته نیولو هڅه کوي
د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن حکومتي ځواکونو د ستراتیژیک بابالمندب تنګي د بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي.
د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف وايي، د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې یې د دې ډلې ۱۳۶ پوځي هدفونه ویجاړ کړي دي.
د ائتلاف ویاند ترکی المالکي نن (شنبې) وویل، بریدونه د حوثیانو پوځي وړتیاوې په نښه کوي او ائتلاف شپه او ورځ د یمن د حکومتي ځواکونو هوايي ملاتړ کوي. په ورته وخت کې، حوثي رسنیو د یمن په شمال کې د صعده ولایت پر یو شمېر سیمو د سعودي د توغندويي بریدونو خبر ورکړی دی.
دا نښتې څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې حوثیانو د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر او د سعودي هوايي شرکت پر یوې الوتکې د برید مسوولیت ومانه. د سعودي چارواکو ویلي، په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي، چې یو یې پیلوټ و، او د توغندیو د شنډولو پاتې شونو یوه وړکتون او روغتیايي مرکز ته هم زیان اړولی دی.
د حوثیانو رسنیو همداراز ویلي، د یمن پر پلازمېنه صنعا د سعودي په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي دي. د یمن حکومتي ځواکونه ادعا کوي چې د سره سمندرګي د ساحل ځینې برخې او د بابالمندب تنګي شاوخوا سیمې یې بېرته نیولې دي، خو حوثیان دا ادعا ردوي.
پوځي سرچینې وايي، جګړه لا روانه ده او د حکومتي ځواکونو پرمختګ محدود دی. د جګړې د ښکېلو خواوو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
ټرمپ د روسیې د ډیزلو پر صادراتو محدودیتونه نرموي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره یې هوکړه کړې چې د سونتوکو د بیو د کمولو لپاره به د روسیې د ډیزلو پر صادراتو محدودیتونه موقناً نرم کړي.
ټرمپ ویلي، روسیه به سمدستي څه باندې ۳۰۰ زره ټنه ډیزل، په نومبر کې ۵۰۰ زره ټنه او ورپسې یو میلیون ټنه ډیزل نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.
د امریکا د خزانې وزارت هم موقتي جواز صادر کړی چې له مخې به یې د روسیې د ډیزلو پلور، لېږد او واردات د ۲۰۲۷ کال د اپرېل تر اوومې پورې، په محدودو شرایطو کې، اجازه ولري.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې واشنګټن تر دې مخکې د اوکراین پر وړاندې د جګړې د تمویل لپاره د مسکو د انرژۍ پر عوایدو بندیزونه لګولي وو.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي دا پرېکړه پوتین ته «ډالۍ» بللې او ویلي یې دي چې د روسیې د تېلو د محصولاتو پلور ته اجازه ورکول د هغې جګړې د دوام لپاره پانګونه ده چې باید پای ته ورسېږي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله عمان ته ځي
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله نن «د اکتوبر په ۱۰مه» عمان ته سفر کوي، څو له عمان او بنګلهدېش سره اووه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، دا سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلونو نارینهوو اسیا جام ته د لوبډلې د چمتووالي په هدف ترسره کېږي.
د سفر لپاره په اعلان شوي نوملړ کې سهیل خان د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.
ټرمپ: له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې له ایران سره جګړه به په هره بڼه چې وي، ډېر ژر پای ته ورسېږي.
ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، امریکا د اتومي وسلو په ترلاسه کولو کې د ایران مخه نیولې او د تېلو بیې به هم په څرګند ډول راټیټې شي. هغه زیاته کړه چې جګړه ښايي په ډیپلوماسۍ یا له پوځي لارې پای ته ورسېږي.
ټرمپ ادعا وکړه چې ایران نور سمندري او هوايي ځواک او د هوايي دفاع سیستمونه نه لري. نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د ډیزلو د بیو په اړه مهم خبرونه اعلان کړي.
د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې (G7) هم هوکړه کړې چې د سونتوکو د بیو د راکمولو لپاره له خپلو بېړنیو زېرمو څخه د ۱۰۰ میلیون بېرله اومه تېل او ډیزل بازار ته وړاندې کړي.
د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر په دوو بریدونو کې درې کسان وژل شوي
د سعودي عربستان چارواکو پرون (جمعه) وویل چې د دغه هېواد د پلازمېنې ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو په دوو بریدونو کې درې سعودي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
حوثیانو هم د دې برید مسؤلیت منلی دی.
د راپورونو له مخې، په بریدونو کې یوې مسافر وړونکې الوتکې ته هم زیان اوښتی او د نړیوالو الوتنو بهیر له پراخو ګډوډیو سره مخامخ شو.
د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې وویل چې هوايي ډګر د پنجشنبې په ورځ دوه ځله په نښه شوی و.
د دې ادارې په وینا، په لومړي برید کې د هوايي ډګر تأسیسات او په دوهم برید کې د سعودي د دولتي هوايي شرکت «سعودیه» یوه الوتکه په نښه شوې ده.
افغانستان او بنګلهدېش ټېسټ لوبه؛ بنګلهدېش په لومړۍ ورځ ۳۱۷ منډې وکړې
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د بنګلهدېش لوبډلې ۳۱۷ منډې په داسې حال کې وکړې چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
دا سیالي، د متحده عربي اماراتو د ابوظبي په لوبغالي کې کېږي او د افغانستان د لوبډلې کپټاني رحمت شاه کوي.
پخوا د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو لوبډلو کپټاني د حشمتالله شهیدي په غاړه وه.
د افغانستان په لوبډله کې د راشد خان او رحمانالله ګربز په شمول ډېر تجربهکاره لوبغاړي نهشته.
افغانستان تر دې وړاندې له بنګلهدېش سره دوه ټېسټ لوبې کړي چې یوهیې ګټلې او بلهیې بایللې ده.
د بنګلهدېش لوبډلې چې نجمالحسین شانتو یې لوبډلمشر دی، سږ کال استرالیا ته په یوه ټېسټلوبه کې ماتې ورکړې وه.
نن به بنګلهدېش چې دوه توپ وهونکي لا لري، خپلې لومړۍ پاڼۍ ته دوام ورکړي.
۱۹ افغانان ایران ته د غیر قانوني اوښتو په تور نیول شوي
د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو رسنیز دفتر وايي، ۱۹ افغانانیې چې غوښتلیې په غیر قانوني ډول ایران ته واوړي، نیولي دي.
د دې قول اردو دفتر د جمعې په ورځ «د تلې په ۱۷مه» په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په موسیاباد سیمه کې هغه مهال ونیول شول چې غوښتلیې په قاچاقي ډول د افغانستان له سرحدي سیمو ایران ته واوړي.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان د غوریان ولسوالۍ مسئولانو ته سپارل شوي دي.
طالبان ادعا کوي چې دوی په تېرو میاشتو کې لسګونه بېاسناده افغانان ایران ته له ناقانونه اوښتو منع کړي دي.
روسي پوځي سپوږمکیو د اوکراین ملاتړ کوونکې سپوږمکۍ څارلي
د جرمني د پوځ د فضايي ځواک قوماندان مایکل تراوت وايي، د روان کال په مې میاشت کې د روسیې څلورو پوځي سپوږمکیو د فنلنډ د «ایسيای» شرکت یوه سوداګریزه سپوږمکۍ څارلې ده.
دا اقدام ښايي د ستارلېنک په ګډون د سوداګریزو سپوږمکیو شبکو ته ګواښ پېښ کړي.
روېټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ «د تلې په ۱۷مه» د مایکل تراوت له قوله راپور ورکړی چې دا فعالیتونه ښيي روسیه داسې وړتیاوې لري چې د سپوږمکیو د لویو شبکو پر وړاندې په کارولو سره، ان له مستقیم برید پرته هم د سپوږمکیو کاري موده او د هغوی د خدمتونو کیفیت کمولای شي.
لوېدیځ پوځي چارواکي وايي، په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین د روسیې له برید راهیسې د لوېدیځو فضايي سیستمونو پر وړاندې د مسکو فعالیتونه زیات شوي دي.
په دغو فعالیتونو کې د سپوږمکیو په اړیکو کې ګډوډي رامنځته کول او د معلوماتو راټولولو په هدف د ځمکې په مدار کې د هغوی څارل شامل دي.
روسیې د روېټرز پوښتنو ته په دې اړه ځواب نهدی ورکړی، خو تر دې مخکې یې خبرداری ورکړی و چې هغه لوېدیځې سوداګریزې سپوږمکۍ چې له اوکراین سره مرسته کوي، ښايي په وړاندې یې غچ اخیستونکي اقدامات وکړي.
د سپېساېکس شرکت هم په دې اړه د روېټرز پوښتنې ته ځواب نهدی ویلی.
د نوبل د سولې سږنۍ جایزه د جنوبي افریقا د حقوقپوهې ناوي پیلای په برخه شوه
د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزه د جنوبي افریقا د ۸۵ کلنې حقوقپوهې ناوي پیلای په برخه شوه.
نوموړې چې پخوا د ملګرو ملتونو دبشري حقونو عالي کمشنره وه دغه جایزه ورته د نړیوالو قوانینو څخه د دفاع او په نړۍ کې دسولې لپاره د هلوځلو له کبله ورکړل شوه.
د ناروې د نوبل کمېټې د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، اعلان وکړ چې دغه جایزه اغلې پیلای ته د نړیوالو حقوقي بنسټونو د پیاوړتیا او د جنګي جنایتونو، د بشریت ضد جنایتونو او نسل وژنې د عاملانو د محاسبې په برخه کې د هغې د څو لسیزو فعالیتونو له امله ورکړل شوې ده.
د نوبل کمېټې مشر، یورګن واتنه فریدنس، د جایزې د ګټونکې د نوم د اعلان پر مهال وویل، د سږ کال جایزه داسې کس ته ورکول کېږي چې په نړۍ کې یې د یوه پراخ حقوقي نظام د رامنځته کولو لپاره په «استثنايي زړورتیا او رښتینولۍ» لاره هواره کړې ده.
کمېټې په خپله اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې د جګړو او شخړو د زیاتېدو له امله، د نړیوالو قوانینو قاضیان او بنسټونه تر بل هر وخت ډېر د سیاسي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
ناوانتم پیلای، چې په ناوي پیلای مشهوره ده، په ۱۹۴۱ کال کې د جنوبي افریقا په دوربان ښار کې په یوې هنديالاصله کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغې خپل مسلکي فعالیتونه د اپارتاید یا نژادي توپیر د واکمنۍپه دوران کې پیل کړل.