د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

ولې د انتخاباتو کمېسیون په بیا بیا ژمنې ماتوي؟


د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه، زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث مو د ځینو ولایتونو د رأیو د لومړنیو نتایجو د اعلان څرنګوالي ته ځانګړې کړې.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د قوس په دوهمه به د ۱۰ ولایتونو د رأیو نتایج اعلان شي او په تدریجي ډول به د نورو ولایتونو د رأیو نتایج اعلان شي.

له انتخاباتي مهالوېش سره سم ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې د رأیو لومړني نتایج د عقرب په ۱۹مه اعلان شي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغه کار د قوس دوهمې ته وغځاوه.

له ژمنې سره سم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا هم ونه‌توانېد چې په همدې موده کې د ټولو ولایتونو د رأیو نتایج اعلان کړي.

  • دا چې ستونزه څه ده؟
  • ولې کمېسیون په بیا بیا ژمنې ماتوي؟
  • د دغې پروسې اوږدوالی به د انتخاباتو په شفافیت څومره اغېز ولري؟

دغه پروګرام د ازادي راډیو خبریا رحمت‌الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:33 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG