نړۍ
پاکستان په اسلاماباد کې د امریکا د سفارت شارژدافیر احضار کړ
د پاکستان حکومت د امریکا د ولسمشر د وروستیو خبرو په وړاندې په غبرګون کې نن سې شنبه د نومبر ۲۰مه، په اسلاماباد کې د امریکا د سفارت شارژدافیر، پاول جونز وراحضار کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو او له ترورېزم سره په مبارزه کې د خپل رول په اړه د ډونالد ټرمپ له وروستیو خبرو سره خپل اعتراضیې پاول جونز ته سپارلی دی.
داسې ګڼل کېږي چې له دې سره به د امریکا او پاکستان په سیاسي اړیکو کې کړکېچ لازیات شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ډونالد ټرمپ د غیر مؤجه او غیر مؤثقو تورونو پر ضد یې خپل شدید اعتراض څرګند کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ډونالډ ټرمپ: هر کله چې وغواړو پر ایران برید کولای شو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هر کله چې وغواړي پر ایران برید کولای شي.
ټرمپ پرون چهارشنبې په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل،" د ایران خلاف به پوځي عملیات ډیر دوام ونه کړي، خو هرکله چې وغواړو بیا پر ایران برید کولی شو".
د هغه په ټکو،"د ایران حکومت ورځ تر بلې کمروزی کیږي".
ولسمشر ټرمپ وړاندې وویل،" د ایران ټول پوځي او دفاعي تجهیزات مو له منځه یوړل".
د امریکا پوځ د تیرې سه شنبې په ورځ د ایران پر یو شمیر جنوبي ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
ایراني چارواکو ویلي و چې په دغو بریدونو کې په لسګونه ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
خو د امریکا پوځ بیا پر ملکیانو هر ډول بریدونه رد کړي دي.
د امریکا پوځ ایران کې پر یوه واده د برید ادعا رد کړه
وروسته له دې چې ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د سې شنبې په ماښام د ایران په جنوب کې د یوه واده په مراسمو بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي، د امریکا پوځ پر ملکي وګړو د برید ادعا رد کړه.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند ټیم هاوکینز، د ازادي راډیو ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي: "موږ له هغو راپورونو خبر یو چې سرچینهیې ایراني دولتي رسنۍ دي. د پاسدارانو برعکس، د امریکا پوځ هېڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوي."
د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په بندر کوهستک کې د د یوه واده پر مراسمو د امریکا برید کې د یو ماشوم په شمول څلور کسان، وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد په جنوبي سیمو د امریکا بریدونه غندلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ ویلي و چې په اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د راکټي برید په غبرګون کې به پر ایران سخت بریدونه وکړي.
خیبر پښتونخوا ښځینه محصلینو او کارکوونکو ته وړیا برقي موټرسایکلونه ورکوي
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت یو پلان تصویب کړی چې له مخې یې ښځینه محصلینو او کارکوونکو ښځو ته برقي موټرسایکلونه وړیا ورکول کېږي.
پېښور ښار د پلان د لومړي پړاو د پلي کېدو لپاره ټاکل شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا طرحه د چهارشنبې په ورځ «د وږې ۱۱مه» د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي په مشرۍ په یوه غونډه کې تصویب شوه.
ویل شوي چې په لومړي پړاو کې به په پېښور ښار کې نجونو او ښځو ته برقي موټرسایکلونه ورکړل شي، څو ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو او کاري ځایونو تهیې ورځنی تګ راتګ اسانه شي.
چارواکو ویلي چې په راتلونکو پړاوونو کې به دا پلان د خیبر پښتونخوا نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
سنتکام: امریکايي ځواکونو په ایران کې د سپاه پاسداران پوځي هدفونه ویشتلي
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د سېشنبې شپې په ترڅ کې په ایران کې د سپاه پاسداران پر یو شمېر پوځي هدفونو پراخ بریدونه په بریالیتوب ترسره کړي دي.
سنتکام ویلي چې په دغو بریدونو کې د هوايي دفاع مرکزونه، راداري سیستمونه، سمندري تجهیزات او تاسیسات، د سمندري ماینونو اېښودلو وړتیاوې او د اړیکو مرکزونه په نښه شوي دي.
د امریکا پوځ وايي، دا بریدونه د سپاه پاسداران له خوا په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو او امریکايي ځواکونو د احتمالي بریدونو په غبرګون کې شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګواښ کړی چې که ایران د دغو بریدونو په ځواب کې غچ اخیستونکی برید وکړي، امریکا به پر ایران لا سخت او پراخ برید وکړي.
ټرمپ ویلي، دا بریدونه په هرمز تنګي کې د ایران د سمندري ماینونو د اېښودلو د ناکامې هڅې او په اردن کې د یوه امریکايي پوځي مرکز پر لور د اتو توغندیو د توغولو په غبرګون کې شوي دي. د اردن چارواکو مخکې ویلي وو چې اته توغندي یې شنډ کړي دي.
جرمني روسیه د لایپزیګ هوايي ډګر په ناکام برید کې په لاس لرلو تورنه کړه
د جرمني حکومت روسیه په اګست میاشت کې د لایپزیګ ستراتیژیک هوايي ډګر ته د چاودېدونکو توکو د لېږدوونکي بېپیلوټه الوتکې په وسیله د یوې ناکامې «هایبرډي حملې» په ترسره کولو کې په لاس لرلو تورنه کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادهفول ویلي، برلین به د سپټمبر تر پایه په بن ښار کې د روسیې قونسلګري وتړي او په برلین کې به د «روسیې کور» د فرهنګي مرکز تړون لغوه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې جرمني به د روسي وګړو پر داخلېدو کنټرولونه سخت کړي او د اروپايي ټولنې له لوري به د بندیزونو په نوملړ کې د نورو روسي وګړو د شاملولو غوښتنه وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې په برلین کې د روسیې سفیر هم احضار کړی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جرمني دغه اقدامات «یوه بله جدي تېروتنه» بللې ده.
د لایپزیګ هوايي ډګر د جرمني او ناټو د پوځي تجهیزاتو د لېږد په برخه کې مهم رول لري او د اوکراین د «انتونوف» هوايي شرکت یوه اډه هم پکې ده.
امریکا د ایران په جنوب کې دوه ایراني تېلوړونکي بېړۍ ویشتي
د اکسیوس ویبپاڼې د راپور له مخې، د امریکا پوځ د سېشنبې شپې د بریدونو په ترڅ کې د ایران جنوبي ساحل ته څېرمه د ایران دوې دولتي تېلوړونکي بېړۍ په نښه کړې دي.
د راپور له مخې، امریکايي بېپیلوټه الوتکو پر دغو بېړیو توغندي ویشتلي او د هغو انجنونه یې په نښه کړې دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په خپله رسمي خبرپاڼه کې د تېلوړونکو بېړیو د برید په اړه مشخص څه نه دي ویلي، خو په خپرو شویو ویډیوګانو کې پر یوې تېلوړونکې بېړۍ د توغندي لګېدل ښکاري.
اکسیوس وايي، دا لومړی ځل دی چې امریکا د ایران پر تېلوړونکو بېړیو د سمندري محاصرې د ماتولو د مخنیوي پر ځای، د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو بېړیو د ایران د بریدونو په غبرګون کې برید کوي.
د یوه امریکايي چارواکي په وینا، دا اقدام د ایران د تېلوړونکو بېړیو پر وړاندې د نوې تګلارې برخه ده چې د ایران د نورو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تصویب کړې ده.
بشکېک د شانګهای د همکارۍ سازمان مشري اسلاماباد ته ورکړه
قرغزستان د شانګهای د همکارۍ سازمان مشري پاکستان ته وسپارله.
د راپورونو له مخې د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف چې د دې سازمان د ۲۶مې سرمشریزې کوربه و، د سې شنبې په ورځ پاکستان ته د مشرۍ د سپارلو سره سم د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته د بریا هیله کړې او ډاډ یې ورکړی چې قرغزستان بهیې بشپړ ملاتړ وکړي.
پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې د دې سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او په راتلونکي ۲۰۲۷ کال بهیې پلازمېنه اسلاماباد د بلې سرمشریزې کوربه وي.
چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان، ایران او بلاروس د دې سازمان ۱۰ غړي دي او افغانستان او منګولیا یې څارونکي غړیتوب لري.
د دې سازمان په سږنۍ سرمشریزه کې د افغانستان استازي ګډون نهو کړی.
د امریکا د خزانې وزیر: هرمز تنګی به تر دوو کلونو خپل ستراتېژیک اهمیت وبایلي
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ د سې شنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی به تر دوو کلونو خپل ستراتېژیک اهمیت له لاسه ورکړي.
نوموړي د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د «جي۲۰» د مالي ډلې د غونډې په درشل کې چې امریکا بهیې کوربهتوب کوي، وویل چې پر ایران د سختو اقتصادي بندیزونو په لړ کې به دا اوونۍ د ایران پر یوه بانک او پر یوه بل هم راتلونکې اوونۍ بندیزونه اعلان کړي.
هغه زیاته کړه چې په هغو هڅو کې به هېڅکله زړه نازړه نهشي چې له اقتصادي پلوه ایران په ګونډو کوي.
د امریکا د خزانې وزیر هرمز تنګي ته په اشاره وویل چې ایرانیان کوښښ کوي له دغه تنګي د یوې مهمې وسیلې په توګه کار واخلي، خو هغه ښایي د نورو هېوادو لپاره وي، نه د امریکا لپاره او زیاتهیې کړه چې "دا ستونزه به په راتلونکو دوو کلونو کې لهمنځه یووړل شي. په راتلونکو دوو کلونو کې به هرمز تنګی په یوه بېارزښته سیمه بدل شي. تېل به د هغو نللیکو له لارې ولېږدول شي چې د ځمکنیو مسیرونو له لارې تېرېږي".
لیونل مسي نړیوالې لوبې پریښودې
لیونل مسي له نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه.
د فوټبال دغه نړیوال ستوري دوشنبه ناوخته په خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل چې دا یوه سخته پرېکړه وه خو وخت یې و چې وشي.
هغه ویلي چې د ارجنټاین لپاره یې ډېرې هڅې وکړې او اوس غواړي نویو ځوانانو ته فرصت ورکړي.
۳۹ کلن لیونل مسي په ۲۰۰۵ کال کې د ارجنټاین لپاره لوبې پیل کړې.
دی د ارجنټاین لپاره په شپږو نړیوالو جامونو کې ولوبېد او ترمشرۍ لاندې یې ارجنتاین ټیم په ۲۰۲۲ کال نړیوال جام وګاټه.
اروپايي ټولنې پر ایران د فشار د دوام هرکلی وکړ
اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ وویل چې له امریکا، نورو نړیوالو شریکانو او (جي۷) یا اوو پرمختللیو صنعتي هېوادونو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي، څو "پر ایران فشار وساتل شي او د کړکېچونو په کمولو او د سیمې د ثبات په ټینګښت کې مرسته وشي".
اعلامیه وايي: "اروپايي ټولنه د هغو هڅو هرکلی کوي چې ډاډ ترلاسه شي ایران خپل بېثباته کوونکي فعالیتونه دروي او د سولې په خبرو کې به په ښه نیت ګډون وکړي، په دې هڅو کې د لا زیاتو اقتصادي فشارونو، د امریکا په مشرۍ د اقتصادي فشار، کارول هم شامل دي."
امریکايي چارواکو د "اقتصادي طرد" تر عنوان لاندې پر ایران باندې د اقتصادي فشار نوې هلې ځلې پیل کړې دي.
د اروپايي ټولنې دغه اعلامیه متحده ایالاتو کې د «جي۲۰» یا ۲۰ هېوادونو د ډلې له غوندې مخکې خپره شوې ده.