د نیمې نړۍ پهدې خپرونه کې د هغو ښځو د ژوند ترخې کیسې اورو چې د واده په لومړۍ شپه د جنسي اړیکې له کبله مړې شوي یا ځورېدلي دي.
- ولې ځینې نجونې د واده په لومړۍ شپه د جنسي اړیکې له کبله مري؟
- کوم عمر کې نجلۍ له طبي اړخه، واده کولو ته چمتو ده؟
- که د واده په لومړۍ شپه له تاوتریخوالي ډکه اړیکه ونیول شي، نو رواني او روحي اغېزې یې کومې دي او د ښځې خاوند په راتلونکي ژوند څه تأثیر لري؟
- اسلام پهدې اړه څه وایي؟
- حللارې یې څه دي؟
په خپرونه کې د راپور تر څنګ د نسایي ولادي برخې ډاکترې مرکه هم لرو.
دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
جوړونکې: فرشته غني