افغانستان
میدان وردګ: په سیداباد ولسوالۍ کې ۳ عسکر وژل شوي
په میدان وردګ ولایت کې چارواکي وايي چې په سیداباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې درې عسکر وژل شوي او اووه تنه زخمیان دي.
د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمن منګل نن پنجشنبه د نوومبر۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې په دې حمله کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه زخمیان شوي دي.
منګل وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ د ماشین کلا او مامر پر امنیتي پوستو حمله کړې وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو په اړه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو خبرداری
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو سره د اړیکو او تعامل د عادي کېدو په اړه خبرداری ورکړی.
دې کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ د (اګسټ ۱۳مه) په یو راپور کې ویلي، "له طالبانو سره د تعامل او راکړې ورکړې لړۍ په داسې حال کې د عادي کېدو په لور روانه ده چې په میلیونو نجونې او ښځې له زدهکړو او کاره راګرځول شوې دي".
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له دولتونو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې مؤثر اقدامات وکړي او د جنسیت پر بنسټ له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژني.
له دې مخکې یو شمېر دولتونو او نړیوالو سازمانونو په ځلونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې له ښځو د طالبانو چلند د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژندل شي.
د افغان پناه غوښتونکي محاکمه؛ له ماشومې ناوړه جنسي استفادهیې رد کړه
په بریټانیا کې یو افغان پناه غوښتونکي هغه تورونه رد کړل چې ګواکې له یوې کم عمره نجلۍ يې ناوړه جنسي استفاده کړې ده.
دغه ۲۰ کلن افغان چې بلال شینواری نومېږي د پنجشنبې په ورځ د (اګسټ ۱۴مه) د سکاټلنډ په نورویچ محکمه کې حاضر شوی و.
د نورفوک د پولیسو په خبره، "له ماشومانو د ډلهییزې ناوړه استفادې" په تور د بلال په ګډون اته نور افغان پناه غوښتونکي نیول شوي وو چې ټوليې تنکي ځوانان دي.
دغه تورن کسان د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د شویو جنسي استفادې په تور نیول شوي وو.
د پولیسو په وینا، تورن کسان ټول په قاچاقي توګه بریټانیا ته داخل شوي دي.
دا افغان پناه غوښتونکي وروسته له هغه ونیول شول چې دوه تنکي ځوانو نجونو د ناوړه جنسي استفادې قضیه له پولیسو سره ثبت کړه.
د طالبانو پنځه کاله واکمني؛ یو شمېر ښځو اعتراضونه پیل کړي
یو شمېر ښځو پر افغاستان د طالبانو د بېرته واکمنېدو د پنځم کال په مناسبت په ټولنیزو رسنیو کې اعتراضونه پیل کړي.
د دې ښځو په خبره، "د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې یوه تیاره ورځ ده چې میلیونه نجونې او ښځې يې بېبرخلیکه کړې".
دغو ښځو ویلي، "افغانان دې د طالبانو لهخوا پر ښځو د ځپونکو قوانیو خلاف غږ پورته کړي".
دوی په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو خلاف د اعتراضونو د پیل هدف نړیوالې ټولنې ته د ښځو د غږ رسول یاد کړي.
د اګسټ ۱۵مه هغه ورځ ده چې طالبان له تېر جمهوریت سره له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د ۲۰۲۱ کال په همدې نېټه بېرته واک ته راستانه شول.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې نجونې او ښځې له زدهکړو او کار منعه کړې او د ښځو پر ژوند د محدودیتونو لپارهیې تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ایرلنډ سره خپله وروستۍ لوبه کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ د (اګسټ ۱۵مه) له ایرلنډ سره لوبه لري.
لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳ بجو او ۱۵ دقیقو پیلېږي.
دا لوبه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو ۵۰ اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالۍ ده.
لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه، خو پاتې درې نورې لوبې افغانستان په لوی توپیر وګټلې.
تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو کوربهتوب وکړي.
د خبریالانو دساتنې کمیټه افغانستان کې له چارواکو غواړي چې د خبریالانو له ځپنې لاس واخلي
د خبریالانو دساتنې کمیټه،(CPJ)، افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کالیزې په مناسبت د رسنیو او په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د ځپنې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
په نیویارک کې دغه کمیټه له طالبانو دا هم غواړي چې هغه پراخ محدودیتونه دې لرې کړي چې خپلواکو معلوماتو ته د لاسرسي مخه یې نیولې او د تبلیغاتي فضا د پراخېدو زمینه یې برابره کړې ده.
طالبانو دخبریالانو د ساتنې د کمیټې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او د خبریالانو د فعالیت ملاتړ ته ژمن دي.
تاجیکستان ددغه هیواد په هوايي حریم د تیري له امله کابل ته احتجاج لیک سپارلی دی
تاجیکستان د بدخشان په سرحدي سیمو کې د نښتو په ترځ کې ددغه هیواد په هوايي حریم د تیري ، د پولې پورې غاړه کورونو ته دزیان اوښتو او دیوه ولسي وګړي د وژل کیدو له امله کابل ته احتجاج لیک سپارلی دی.
د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايی د تاجیکستان پولو ته نږدې وسله والو نښتو ددغه هیواد امنیت ګواښلی او نړیوال قوانین مات کړي دي.
دوشنبه افغانستان کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې د پولو درناوی وکړي او د تیریو مخه ونیسي.
په عین حال کې ،د اسیا – پلاس رسنۍ د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې په ډزو کې په یوه سرحدي کلي کې یوه امیندواره ښځه لګیدلې او مړه شوې ده.
رپوټونه وايي د بدخشان نسی ولسوالۍ کې د طالب ځواکونو او ددوی دیو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د پلویانو ترمینځ نښتې درې ورځې مخکې پیل شوي دي چې په ترځ کې یې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو یوه هیلي کوپټر هم نسکوره شوې ده.
افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تاییدوي چې یوه هیلي کوپټر یې بدخشان کې نسکوره شوې
افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تایید کړه چې یوه هیلي کوپټر یې بدخشان کې نسکوره شوې ده.
ددفاع وزارت څو ساعته مخکې په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه الوتکه د ناستې په مهال دیوې تخنیکي تیروتنې له امله نسکوره شوې خو پیښه کې چاته زیان نه دی رسیدلی.
تر دې مخکې سرچینو د ازادي راډیو تاجیکستاني څانګې ته ویلي وو چې هیلي کوپټر په نسی ولسوالۍ کې د طالبانو د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د پلویانو د ډزو په نتیجه کې نسکوره شوې ده.
سرچینو داهم ویلي وو چې هیلي کوپټر د ټپیانو د انتقال په حال کې وه چې په یوه کور را پریوتله او په پیښه کې د هیلي کوپټر د اوه کسه سپرلیو سربیره په ځمکه هم یو ماشوم مړه شوی او څلور کسه نور ټپيان شوي دي.
د جمعه خان فاتح او طالب ځواکونو ترمینځ نښتې درې ورځې مخکې پیل شوي دي.
په یو بل خبر کې پرون د فیض اباد لپاره د طالبانو د حکومت ښاروال حبیب الرحمن منصور په یوه چاودنه کې چې مسئولیت یې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» په نامه د طالبانو یوې مخالفې ډلې په غاړه واخیست ووژل شو .
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ له ایرلنډ سره وروستۍ لوبه لري
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ د (اګست۱۵مه) له ایرلنډ سره لوبه لري.
لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳ بجو او ۱۵ دقیقو پیلږي.
دا لوبه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو پنځوس اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالۍ ده.
لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
د روانې لوبلړۍ لومړی لوبه د باران له کبله لغوه شوه خو پاتې درې نورې لوبې افغانستان په لوی توپیر وګټلې.
تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو کوربتوب وکړي.
یوناما: طالبان دې د افغانستان د پرمختګ لپاره پر ښځو او نجونو لګیدلي بندیزونه لیرې کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدوی ماموریت یوناما وايي، پر افغانو ښځو او نجونو د لګیدلو بندیزونو لیرې کیدل د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهم اقدام دی.
یوناما نن پنجشنبه د (اګست۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي،" پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو په نړیواله کچه د افغانستان د پرمختګ او له نورو هېوادونو سره د تعامل مخه نیولې او د هېواد دننه يې د ترهګرۍ د پراخیدو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي".
یوناما له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګیدلي بندیزونه لغوه کړي.
د یوناما په بیان راغلي، په وروستیو کلونو کې د امنیت له ښه کیدو سره د بیارغونې او اقتصادي همکاریو زمینه برابره شوې ده.
خو په افغانستان کې د یوناما سرپرسته مرسیتاله جورجیت ګانیون وايي،" سوله یوازې د جګړې د نشتون په مانا نه ده، د افغانستان راتلونکې د داسې ټولنې له رامنځته کیدو سره تړلې ده چې په کې د ټولو افغانانو ظرفیتونه او حقونه خوندي او ادارې ځواب ویونکې او مسولیت منونکې وي".
هغې تاکید وکړ چې پر ښځو او نجونو د بندیزونو دوام به د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او په اوږد مهال کې به د افغانانو لپاره نه جبرانیدونکې پایلې ولري.
د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د دې اعلامیې ته غبرګون ښودلی نه دی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان: په هر لسو افغان ماشومانو کې یو تنه يې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دی
د ماشومانو د ژغورنې سازمان (Save the Children) وايي،"په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره په هرو لسو ماشومانو کې یو يې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دی".
دغه سازمان نن پنجشنبه پر خپلې ویب پاڼې په یو راپور کې ویلي،" په تیرو څلورو کلونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې ۱۴سلنه خوارځواکي زیاته شوې ده".
د دې سازمان په ټکو،" ۳.۷میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي".
دغه سازمان د مرستو کمیدل، د روغتیايي کلینیکونو تړل کیدل، لوږه او بې وزلي، د کډوالو راستنیدل او وچکالي په ماشومانو کې د خوارځواکي لوی لاملونه یاد کړې دي.
له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي بحراني کچې ته رسیدلې ده.
دې سازمان ویلي و،" روغتیایي کارکوونکي له هرو اوو ماشومانو او میندو چې مرستو ته اړتیا لري یوازې یوه کس ته مرستې رسولای شي".