افغانستان
په پنجشېر کې په بېوزلو کورنیو د شیدو غواګانې ووېشل شوې
په پنجشېر ولایت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ۵۵ بېوزلو کورنیو ته د دوی د ژوند د بساینې او اقتصادي پیاوړتیا په هدف، د شیدو غواګانې ووېشل شوې.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه غواګانې د اقتصادي پراختیا ریاست او د خوړو د خوندیتوب د پروژې له خوا د پنجشېر په مرکز او ولسوالیو کې په اړو کورنیو ووېشل شوې.
د دې تر څنګ په دغو کورنیو د شیدو د لوېشلو وسایل هم وېشل شوي دي.
د غو کورنیو ته تر دې وړاندې د غواګانو د ساتنې په برخه کې درې ورځنۍ زده کړې هم ورکړل شوې وې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له طبیعي پېښو زیانګالی افغانستان؛ د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ
نن د اکتوبر ۱۳مه، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ ده.
افغانستان د طبیعي پېښو له امله له ډېرو زیانګالو هېوادونو دی او د مرګژوبلو یو لوی عامل هم د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي کمښت بلل کېږي.
ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د اګست تر لومړیو پورې، په افغانستان کې تر ۹۲ زرو ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي دي.
وروستۍ لویه پېښه په تېر جولای میاشت کې د نورستان د سیلابونو وه چې پکې ۲۴ کسان مړه او شاوخوا ۸۰ نور ټپيان شول.
د پولیو یوه بله نوې پېښه ثبت شوې
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د یوې بلې مثبتې پېښې خبر ورکړی.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې د پولیو نوې پېښه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
په دې سره سږ ۲۰۲۶ کال تر دې دمه په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۳۶ ته رسېدلي دي.
په افغانستان کې د پولیو پېښې د تېر ۲۰۲۵ کال په نسبت لوړې شوي ځکه تېر کال ۲۱ پېښې ثبت شوې وې.
د پولیو پېښې سره له دې چې څو واره واکسیناسیونونه هم وشول پورته تللي.
د طالبانو حکومت واکسینونه د کور په کور میتود پر ځای اوس په جوماتونو او نورو مرکزونو کې ترسره کوي چې ښايي ځینې ماشومان ترې بې برخې پاتې شي.
د خیبرپښتونخوا والي وايي د دغه ایالت پالیسۍ به نور د کابل پر ځای له اسلام اباده راځي
د پاکستان د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ادعا کوي چې د دغه ایالت لپاره به پالیسۍ له «کابل، جلال اباد او کندهاره» نه راځي بلکې له اسلام اباد څخه به راځي.
کنډي د خپلې دې خبرې په اړه د شواهدو له وړاندې کولو پرته د خیبرپښتونخوا ایالتي چارواکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ټګۍ هم تورن کړل او ویې ویل د هغو ترهګرو مخه یې نه نیوله چې د ده په ادعا له افغانستانه راتلل.
په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت په اعلانېدو سره واک له ایالتي چارواکو والي ته لیږدول شوی او اعلی وزیر سهیل افریدي او د کابینې غړي یې نیول شوي.
د راپورونو په اساس په خیبرپښتونخوا کې وضعیت کړکېچن دی او حکومت په انټرنیټ باندې محدودیتونه هم لګولي دي.
د طالبانو حکومت د خیبرپښتونخوا د والي د تازه څرګندونو په باب څه نه دي ویلي خو د طالبانو یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړوند پرون نظر خپور کړی او هغه کفایت کوي.
د دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان روانې ستونزې په ټولې سیمې منفي اغیزې کوي او د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هيڅ ستونزې حل نه ده.
د اروپايي ټولنې نوي استازي خپل لومړني سفر کې له سراجالدین حقاني سره ولیدل
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې سراجالدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي ځانګړي استازي توماس فریليسن سره د افغانستان د امنیتي وضعیت، له نشهيي توکو سره د مبارزې او د سیمې د ثبات په اړه خبرې کړې دي.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دواړو لورو د افغان کډوالو او راستنېدونکو د وضعیت، بشري مسایلو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د سیمهییزو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.
توماس فریليسن چې د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو وروستهیې دا افغانستان ته لومړنی سفر دی، تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نهدي ویلي.
نوموړي د اکټوبر په نهمه د خپلې ګومارنې د اعلان په مهال ویلي و چې د ښځو او نجونو د حقونو موضوع به د اروپايي ټولنې د پاملرنې په مرکز کې پاتې شي.
د ترورېزم په اړه د طالبانو حکومت ته د اسلاماباد تازه خبرداری
د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبرداری ورکړی چې که د طالبانو حکومت د هغو ترهګرو پر ضد اقدام ونهکړي چې د ده په خبره د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، له پایلو سره بهیې مخامخ شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ډار د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» په اسلاماباد کې "په پاکستان کې د ترهګرۍ د بدلېدونکي وضعیت" په اړه یوې نړیوالې غونډې ته وویل چې پاکستان په وار وار له افغان چارواکو غوښتي چې اجازه ورنهکړي د افغانستان خاوره د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو لپاره وکارول شي.
نوموړي وویل چې اسلاماباد په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي، خو د ده په وینا، د طالبانو حکومت د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې نهدي عملي کړي.
اسحاق ډار ادعا وکړه چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا «ټيټيپي» او نورو وسلهوالو ډلو شتون د سیمې سولې ته ګواښ دی او د طالبانو له چارواکو یې وغوښتل چې له ترهګرو سره د وسلو او نورو مرستو برابرول بند کړي.
طالبانو تر اوسه د اسحاق ډار د دغو څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې رد کړي او ویلي و چې هېچا ته اجازه نهورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
طالبانو دغهراز ویلي چې پاکستاني چارواکي باید خپلې کورنۍ ناکامۍ پر افغانستان وانهچوي.
د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت له امیرخان متقي سره لیدلي
د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي همکاریو سازمان کې افغانستان په مهم ځای او له افغانستان سره د رغنده تعامل په اړه خبرې وشوې.
تېر سپټمبر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته کې له واکمنو چارواکو سره په داسې تعامل ټینګار وکړ چې د افغانانو په ګټه وي او هم د بشري چارو دوام ډاډمن کړي.
سرمنشي اسماعیل په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان د دفتر له لارې د نجونو د تعلیم، روغتیا او ټولنیز یووالي په برخو کې د ځینو هڅو یادونه هم کړې وه.
په یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی
د دوشنبې له ورځې په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او د سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی دی.
د طالبانو د اوبو او بریښنا وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په خوست، پکتیا، لوګر،میدان وردک، کاپیسا،پروان،پنجشیر،ننګرهار،لغمان،کونړ او نورستان کې د سختو اورښتونو په سبب د سیلابونو د بهېدو خطر موجود دی.
ددغو ولایتونو له اوسیدونکو غوښتل شوي چې دا خبرداری په پام کې ونیسي او رودونو او خوړونو په څېر هغو سیمو ته نږدې نه شي چې د سیلابونو د بهیدو احتمال پکې شته.
د افغانستان بیلابیلې سیمې د سیلابونو د راوتلو په سبب په وروستیو څو میاشتو کې اغېزمنې شوي چې تر ټولو لویه او مرګونې پېښه د نورستان اړوند وه.
د نورستان د مرکز پارون او اړوندو سیمو کې تېر جولای/اسد میاشت د خطرناکه سیلابونو په راوتلو سره لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او څه باندې ۸۰ نور ټپيان شول.
استرالیا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت ۲۵مه کلیزه ونمانځله
د استرالیا سلګونو وګړو، پخوانیو او اوسنیو پوځيانو او د وژل شویو سرتېرو کورنیو نن په پلازمېنه کانبرا کې په افغانستان کې د استرالیايي پوځيانو د ماموریت ۲۵مه کلیزه ونمانځله.
استرالیا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۱مه، په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له تروریستي بریدونو یوه میاشت وروسته، د القاعده او طالبانو پر ضد د نړیوالو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې افغانستان ته ځواکونه ولېږل.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیزي په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د ماموریت د کالیزې په مراسمو کې د هغو استرالیايي سرتېرو زړورتیا او قربانۍ وستایلې چې په دغه ماموریت کې یې برخه اخیستې وه. هغه وویل، استرالیا له خپل متحد، امریکا سره د ملاتړ لپاره افغانستان ته ولاړه، ځکه د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه د ژوند پر هغه ډول برید و چې د استرالیا خلکو ته هم ارزښت لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه نښته شوې
افغان طالبانو او پاکستاني پوځ تایید کړه چې پرون ناوخته دواړو خواوو د پکتیا د ډنډ پټان او د کورمې ترمنځ پر ډیورند کرښه له یو بل سره نښته کړې ده.
د طالبانو ۲۰۳ منصوري قول اردو د شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د دې قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې او افغان ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې.
خو د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې نن (یکشنبه) ویلي چې د دوی ځواکونو ۱۲ پاکستاني او افغان طالبان هغه مهال وژلي چې غوښتل یې د پاکستان خوا ته ننوځي.
د پاکستان پوځ د خپل یوه پوځي افسر د وژل کېدو یادونه هم کړې ده.
پاکستان د افغانستان د طالبانو حکومت په دې تورنوي چې د پاکستان مخالفو وسله والو ډلو ته یې پناه ورکړې. د افغانستان د طالبانو حکومت بیا پاکستان تورنوي چې داعش او د طالبانو نورو وسله والو مخالفانو ته یې پناه ورکړې او د هغو ملاتړ کوي.
پاکستان له افغانستانه د وسلو د قاچاق د مخنیوي ادعا وکړه
پاکستان ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو یې د پاکستان د بلوچستان ایالت په پښین کې د عملیاتو په ترڅ کې له افغانستانه د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه نیولې ده.
پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول نن راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د سرانان په سیمه کې د یوه ګودام د پلټنې په ترڅ کې یو موټر ودراوه چې وسلې او مهمات یې لېږدول.
تر دې وړاندې طالبانو په ځلونو له پاکستان څخه افغانستان ته د وسلو د قاچاق د مخنیوي خبرونه ورکړي دي.