د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث مو د کندهار ولایت انتخاباتو ته ځانګړی کړی.
د میزان په ۲۸مه له غزني او کندهار ولایتونو پرته په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول.
د ځینو مرکزونو په ځنډ خلاصېدل، د بایو مټریک سیستم او د نوملړ د ستونزې له امله دغه انتخابات په یو شمېر ولایتونو کې دوهمې ورځې ته وغځېدل چې بیا هم پهکې د تېرې ورځې ستونزې تکرار شوې.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په تېرو انتخاباتو کې ستونزې مني او ټینګار کوي چې دغه ستونزې به د شنبې په ورځ د کندهار ولایت په انتخاباتو کې تکرار نهشي.
دغه پروګرام رحمتالله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: