د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

نيويارک ټايمز: افغانانو د ناامنيو له اندېښنو سره- سره خپلې رأی وکارولې


د نړۍ ګڼو معتبرو خپرونو او ورځپاڼو په افغانستان کې د ولسي جرګې پر پرونيو انتخاباتو ليکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • نيويارک ټايمز «New York Times»

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز ليکلي چې افغانانو د ناامنيو او درغليو له اندېښنو سره- سره په دغو انتخاباتو کې خپلې رأی وکارولې.

د ورځپاڼې په ليکنه په ټول افغانستان کې خلکو د وسله والو طالبانو ګواښونه له پامه وغورځول او د ولسي جرګې په پرونيو انتخاباتو کې يې برخه واخېستله.

دغه انتخابات چې درې کاله ځنډېدلي وو، د افغان امنيتي ځواکونو د ظرفيت لپاره په يوه ازموينه بدل شوي وو چې دغه پروسه د طالبانو له حملو خوندي کړي.

له يوې خوا طالبانو ويلي وو چې د رأی اچونې مخه به نيسي، له بلې خوا په داعش پورې تړلو وسله والو په وروستيو مياشتو کې د ځينو خونړيو حملو مسووليت منلى دى.

د نيويارک ټايمز په ليکنه، د افغان امنيتي ځواکونو شاو خوا ٧٠زره غړي چې له مخکې هم د طالبانو له‌خوا له حملو سره مخامخ وو، د انتخاباتو د امن لپاره ګمارل شوي وو.

د کانديدانو د ابتدائيه لېست تر خپرېدو وروسته په بېلابېلو حملو کې د ولسي جرګې ١٠ کانديدان وژل شوي دي.

د ورځپاڼې په حواله د رأی ورکولو يو پر درېيمه برخه مرکزونه په هغو سيمو کې بند وو چې د طالبانو په کنټرول کې دي، يا ورباندې نفوذ لري.

د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق تر وژل کېدو وروسته انتخابات يوه اوونۍ وځنډېدل، په غزني کې هم د ځينو ستونزو له کبله دغه انتخابات پرون ونه شول.

په ليکنه کې د انتخاباتو پر مهال ځينو ګډوډيو او بې نظميو ته هم پام اړول شوى، د ساري په توګه پر وخت د انتخاباتي مرکزونو نه پرانېستل کېدل، په ځينو مرکزونو کې د بايومټريک دستګاوو کار نه ورکول او په ځينو نورومرکزونو کې په لېستونو کې د رأيه ورکوونکو د نومونو نشتوالى.

  • ګارډين «Guardian»

بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډين ليکلي چې د پرونيو انتخاباتو پر مهال د ګڼو امنيتي پېښو راپور ورکړل شوى، په عين حال کې د هرات، ارزګان، کابل او څو نورو ولايتونو په ځينو انتخاباتي مرکزونو تخنيکي ستونزې موجودې وې.

د ليکنې په پيل کې راغلي چې په ارزګان کې د بايومټريک دستګاوو د کار نه ورکولو له کبله ځينې رايه ورکوونکي چې اوږد انتظار يې کړى و، په غوسه وو او غوښتل يې دغه دستګاوې ماتې کړي. په دې تړاو د ١٥ کسانو د نيول کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د ګارډين په حواله د بايومټريک سيسټم چې مخکې په افغانستان کې د انتخاباتو پر مهال نه و کارل شوى، هدف يې په انتخاباتو کې د درغلۍ مخنيوى دى.

ګارډين ليکلي، انتخاباتو ته لږې ورځې پاتې وې چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د بايومټريک سيسټم د کارونې پرېکړه وشوه.

د ګارډين ورځپاڼې په باور د افغانستان د انتخاباتو بهرنيو شريکانو ويلي، د دغه سيسټم د تنظيم او ورباندې د تجربې لپاره کافي وخت ورسره نه و.

د ورځپاڼې د ليکنې په يوه برخه کې لولو:

د افغانستان د رأی ورکولو په ګڼو مرکزونو کې له دغو ستونزو سره- سره خلک هيله مند دي چې رأيه به يې د ژوند له ښه کولو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG