خبرونه
په کابل کې د جمناسټیک سیالۍ پیل شوې
په کابل کې د جمناسټیک سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ د بدني روزنې او سپورټ ریاست له خوا په لاره اچول شوي چې د کابل ښار د ۲۵ جمناسټیک کلپونو ۱۵۰هلکان او نجونۍ ګډون لري.
سیالۍ به په درېیو کټه ګوریو کې د دوو ورځو لپاره ترسره شي.
د بدني روزنې او ورزش ریاست په وینا د دغو سیالیو هدف د کابل منتخب ټيم ته د غړیو ټاکل ښودل شوي دي.
د یادو سیالیو په پایله کې ۶۰ غوره لوبغاړي د کابل منتخب تیم ته معرفي کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
زلمي خلیلزاد د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.
بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، دواړو خواوو "په بیلابیلو برخو کې د شته فرصتونو" په اړه خبرې وکړې.
خلیلزاد تراوسه پر خپلې ایکس پاڼې له متقي سره د دې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.
خلیلزاد له دې مخکې د طالبانو له بنده د امریکايي وګړو د خوشي په برخه کې افغانستان ته سفرونه درلودل.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد له متقي سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او "رغونکي تعامل" په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.
امیرخان متقي څه موده مخکې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان د کانونو، بنسټیزو تاسیساتو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د متقي د دې غوښتني په ځواب کې امریکا غږ ته وویل،" د بهرنیو چارو وزارت هیڅ داسې برنامه نه لري چې په افغانستان کې د کانونو د پراختیا په برخه کې له طالبانو، په ځانګړې توګه یوې نړیوالې ترهګرې ډلې سره تعامل وکړي".
د ایران سپاه پاسدارن ځواکونه ادعا کوي چې د امریکا بې عملې پوځي کښتۍ يې په نښه کړې
د ایران سپاه پاسدارن ځواکونه ادعا کوي چې د امریکا هغه بې عملې پوځي کښتۍ يې په نښه کړې چې هڅه يې کوله د "هرمز تنګي خوندي سیمې" ته ننوځي.
د دې ځواکونو په اعلامیه کې چې ایسنا خبري اژانس خپره کړې، د پوځي کښتۍ د زیان د کچې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
امریکا تراوسه د ایران د دې نوې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
دا ادعا څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې امریکا او ایران پر یو بل متقابل بریدونه وکړل.
له دې مخکې په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی و چې پرون يې پر درېو ایراني تیل وړونکو بیړیو بریدونه کړي دي.
ایران د دې بریدونو په ځواب کې دوه امریکايي جنګي بیړۍ وویشتې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پیټ هګسټ پرون پر خپلې ایکس پاڼې لیکي و،" که چیرته ایران پر امریکايي کښتو بریدونه وکړي موږ به د دوی تیل وړونکې کښتۍ ډوبې کړو".
د ایران په همدان ښار کې د تیلو په یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱ کسان مړه شوي
د ایران په همدان ښار کې د تیلو په یوه ټانکر کې د اورلګېدنې له کبله ۱۱ کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د ایران ایسنا خبري اژانس ویلي چې پېښه پرون ماښام د همدان - سنندج په لویه لاره رامنځته شوې ده.
د ایسنا د راپور له مخې، د ټانکر له اور اخیستنې وروسته څو نورو موټرو هم اور اخیستی دی.
پولیس وايي، تراوسه د پېښې لامل معلوم نه دی خو په اړه يې څيړنې پیل شوي دي.
عدلیې وزارت د بګرامۍ ولسوالۍ د احسان مېنې ښارګوټي ۶۹ جریبه ځمکه امارتي اعلان کړه
د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت د کابل په بګرامېو ولسوالۍ کې د احسان مېنې په نوم د یوه ښارګوټي نژدې ۷۰ جریبه ځمکه امارتي اعلان کړه.
دغه وزارت نن یکشنبه د (سنبلې۱۵مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ ځانګړې محکمې له ارزونې وروسته دا پریکړه کړې.
د یوشمېر دولتي اعلان شویو ښارګوټو اوسیدونکو تر دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي چې دغه ډول پریکړو سرګردانه کړي، ځکه دوی وایي چې د ښارګوټو ځمکې یې په شخصي پیسو او شرعي قبالو اخیستي دي.
د طالبانو د حکومت د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون په وروستیو کې ویلي، له ۳۰ څخه په زیاتو ښارګوټو کې يې څه باندې ۵۰میلیون جریبه ځمکه امارتي اعلان کړې ده.
دې کمېسیون ویلي چې دا لړۍ به روانه وي.
نن یکشنبه د افغانستان په یولسو ولایتونو کې د شدید باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو اټکل شوی
نن یکشنبه د (سنبلې۱۵مه) د افغانستان په یولسو ولایتونو کې د شدید باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو اټکل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، کابل، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د بارانونو د وریدو او له کبله يې د سیلونو د راوتو وړاندوینه کړې ده.
دې ریاست د افغانستان په لویدیځو، خیتځو، سویل ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تیزو بادونو او دوړو د را الوتو خبرداری هم ورکړی دی.
په وروستیو کې موسمي سیلابونو د افغانستان په خیتځ په ځانګړې توګه نورستان ولایت کې خلکو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه ورسول.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: روسیه له دې سره هم نظره ده چې د مسکو او کابل ترمنځ د د اړیکو پیاوړتیا د دواړو لورو په ګټه ده
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې د روسیې له سفیردیمیتري ژیرنوف سره د بهرنیو چارو د وزیرامیرخان متقي په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګاروشو.
د طالبانو ترکنټرول لاندې باخترخبري آژانس د راپورله مخې په دې کتنه کې دواړو لورو د سیمې د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل او ټینګار وشو چې د سیمې وضعیت ته په کتو د افغانستان او روسیې ترمنځ دوامداره اړیکې د دواړو هیوادونو په ګټه دي.
روسیه یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دي. د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې چې طالبان بیا پرافغانستان واکمن شول، روسیه له څو محدودو هیوادونه څخه وه چې په کابل کې یې خپل سفارت بند نکړ. روسیه د طالبانو له حکومت سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو سربیره په امنیتي او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې هم همکاري کوي. په ځانګړې توګه روسیه د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې له پلوه چې په افغانستان کې په بریدونو سربیره په ۲۰۲۴ کال کې یې مسکو ته نژدې د موسیقۍ پریوه سالون هم د خونړي برید مسولیت ومانه، ګواښونو ته اندیښمنه ده.
یکشنبې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو اټکل شوی دی
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د یکشنبې په ورځ د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې د بارانونو، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د دې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو احتمال شته دی. د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې او همدارنګه په لوېدیځو، جنوب ختیځو، ختيځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو خبرداری ورکړل شوی دی. په ځینو سیمو کې به د باد سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.
په دې وروستیو کې شدیدو بارانونو او سیلونو د نورستان په ګډون په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیان رسولی وو.
د راپورونو له مخې یو اسټرالیایي سیلاني په بدخشان کې مړ شوی دی
د راپورونو له مخې یو بهرنی سیلاني به بدخشان مړشوی دی.
د طالبانو حکومت ته نژدې د حریت راډیو د خبر له مخې د افغان توردولتي شرکت د مسولینو په خبره د چارلز په نوم دغه بهرنی سیلاني چې د اسټرالیا تبعه و، د زړه د دریدو له امله مړ شوی دی. د خبر له مخې مسولینو ویلي چې دغه سیلاني د واخان او پامیرڅخه د لیدو نیت درلود، خو دوه ورځې وړاندې پرې واخان کې د زړه حمله راغله او مړشو. په دې وروستیو کې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی او د بدخشان غرني ولایت چې لیرې پرتو ولسوالیو ته یې تراوسه سم سړکونه ندي غځیدلي، سفرکول هم له ډیرو کړاوونو سره مل دی.
د هند د کرکټ پخواني لوبډلمشر سریکانټ له افغانستان سره د راتلونکو سیالیو لپاره د هند پر غوره شوې پیاوړې ډلې نیوکه کړې
د هند پخواني لوبډلمشر کرېس سریکانټ د افغانستان پر وړاندې د هند د درې شلاوریزو لوبو لپاره د پیاوړې لوبډلې پرغوره کولو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هند باید د ځوانو لوبغاړو د ازمېښت لپاره له دې لړۍ ګټه اخیستې وای.
سریکانټ وايي، هند د ایرلنډ او انګلستان په وړاندې له وروستیو پرله پسې ماتو وروسته د بلې ناکامۍ له وېرې خپل تر ټولو پیاوړي لوبغاړي بللي او پیاوړه لوبډله یې غوره کړې ده. هغه دا پرېکړه «تېروتنه» بللې ده.
د افغانستان او هند ترمنځ درې شل اوریزې لوبې د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۷مې په نوي ډیلي کې ترسره کېږي. د هند په لوبډله کې جسپرېت بومرا، سنجو سمسون، ایشان کیشن او نور مخکښ لوبغاړي شامل دي. د افغانستان په کوربتوب دې لوبو لپاره د کرکټ بورډ له لوري له مخکې د رحمت شاه په مشرۍ لوبډله غوره شوې ده.
د ایران د بشري حقونو سازمان: په اګسټ کې ۸۲ کسان په ایران کې اعدام شوي دي
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې په تیره اګسټ میاشت کې په ایران کې لږترلږه ۸۲ کسان اعدام شوي دي.
دې سازمان د شنبې په ورځ د سپټمبر په ۵ په خپله ویبپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په دغو اعدام شویو کې ۴۰ کسان د وژنو، ۳۴ کسان د نشه يي توکو اړوند جرمونو او اته کسان د امنیتي قضیو په جرم اعدام شوي دي. په اعدام شویو کسانو کې شپږ ښځې هم شاملې وې، چې د دې سازمان په خبره دا په ۲۰۲۶ کال کې په یوه میاشت کې د ښځینه وو د اعدام تر ټولو لوړه شمېره بلل کېږي. همدارنګه درې هغه معترضان چې د جنورۍ په میاشت کې د هېواد په کچه د ترسره شویو لاریونونو په تړاو نیول شوي وو، د اعدام شویو کسانو په ډله کې شامل وو. دې سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې په دې هیواد کې ۵۲۸ اعدامونه ثبت شوي چې اتلس ښځې، شل بهرني اتباع او ۹۱ قومي لږکیو اړوند کسان پکې شامل وو. که څه هم د اعدام شویو بهرنیانو په اړه څه ندي ویل شوي خو تردې مخکې په ایران کې یو زیات شمیرافغانان اعدام شوي دي.