د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، که څه هم ناامنۍ د انتخاباتو په وړاندې لا هم ستره ستونزه بلل کېږي خو بیا هم باید خلک په انتخاباتو کې برخه کې واخلي او د کمېسیون سره د شفافیت په برخه کې مرسته وکړي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید سره اکرام الله اکرام مرکه کړې او په سر کې يې ترې په ولایتونو کې د عملیاتي او تخینکي کارونو د خلاصېدو په اړه پوښتنه کړې ده.