افغانستان
د سولې شورا: د طالبانو د استازو او د خلیلزاد کتنه مهم پرمختګ دی
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په قطر کې د طالبانو د استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کتنه د سولې لپاره مهم پرمختګ دی.
د دې شورا مرستیالې حبیبې سرابي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال طالبان نور په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره ښه پلمه نه لري.
حبیبه سرابي وایي:
"موږ دې ته د پرمتخګ په توګه ګورو او هرګام ته چې د سولې او د افغانانو د ښې راتلونکې لپاره ايښودل کېږي، د قدرت په سترګه ګورو."
د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په یوه بیان کې تأیید کړه چې زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ د دوی له استازو سره په قطر کې کتلي دي.
خو په کابل کې د امریکا سفارت پرون په یوه بیان کې چې د زلمي خلیلزاد خبرې يې خپرې کړې، په قطر کې د طالبانو له استازو سره د هغه کتنه نه ده تأیید کړې.
په بیان کې د زلمي خلیلزاد په حواله لیکل شوي:
"د امریکا متحدایالات د ټولو افغانانو دې غوښتنې ته چې په افغانستان کې سوله وي او ټول افغانان ځان په کې شریک وګڼي، انعکاس ورکوي."
خلیلزاد ویلي چې د افغانستان ټول وګړي باید د روغې جوړې په پروسه کې شامل وي.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، زلمي خلیلزاد د خپل سفر په پای کې پرون د افغانستان ولسمشر او د حکومت اجرائیه رئیس ته د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
لیتوانیا له بیلاروس سره پر پوله ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي
لیتوانیا له بیلاروس سره پر پوله ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي دي.
د لیتوانیا د سرحدي ساتنې دولتي ادارې اعلان کړی چې دغه کډوال د پنجشنبې په ماښام د کاترا په نوم سیمه کې هغه مهال ونیول شول چې غوښتل يې د لتیوانیا خاورې ته واوړي.
د دې ادارې په خبره، د کډوالو د نیولو په دې عملیاتو کې هېلوکوپټرو، روزل شویو سپیو او د سرحدي ساتنې ځانګړو ځواکونو برخه اخیستې وه.
د چارواکو په خبره، نیول کسان ټول ځوانان دي.
د لیتوانیا د سرحدي ساتنې ادارې ویلي چې د دغو نیول شویو کسانو له ډلې ۲۹تنه يې بیرته بیلاورس ته ستانه کړاي شوي دي.
لیتوانیا وايي، د روان کال له پیل راهیسې يې د بیلاروس له پولې د ۱۶۶۱ ناقانونه کډوالو د راوښتو مخه نیولې ده.
په کابل کې د روسیې سفارت پر هلمند او کونړ ولایتونو د پاکستان وروستي بریدونه غندلي
په کابل کې د روسیې سفارت پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او د ملکیانو پر مرګژوبلې يې ژور خپګان ښودلې ده.
دې سفارت د شنبې په ورځ د (میزان/تلې۱۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
پاکستان درې ورځې وړاندې د (میزان په ۹مه) پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل چې د یوناما په خبره لږترلږ لس ملکیان په کې ووژل شول او نهه نور په کې ټپیان شول.
یوناما ویلي چې په وژل شویو کې ډیر شمیر يې ماشومان دي.
پاکستان بیا ادعا کړې وه چې د وسله والو مرکزونه يې په نښه کړي وو او ۲۲ وسله وال يې وژلي دي.
د پاکستان دغو وروستیو بریدونو پراخ غبرګونونه پارولي وو.
د پاکستان په بریدونو کې د ملیکانو د وژل کېدو په اړه د اروپايي ټولنې اندېښنه
اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند ولایتونو په تازه هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګژوبلې اندېښنه ښودلې ده.
دې ټولنې د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) په یوه بیان کې پر افغانستان له واکمنو طالبانو او پاکستاني لوري غوښتي چې روانه شخړه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
پاکستان د پنجشنبې په ورځ پر کونړ او هلمند ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت، یوناما په دې بریدونو کې د لږترلږ ۱۰ ملکي وکړو وژل کېدل او د نهو نورو ټپي کېدل تأیید کړي دي.
یوناما همداراز ویلي چې د وژل شویو ډېری ماشومان دي.
پاکستان بیا ادعا کړې چې بریدونهیې د وسلهوالو پر پټنځایونو کړي او ۲۲ وسلهوالیې وژلي دي.
د اروپايي ټولنې په بیان کې وړاندې راغلي چې ټولې خواوې باید نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیسي.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ دغه بریدونه غندلي و او د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو یې د حساب ورکولو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان پوځ: د کندهار والي له بهرنیو وسلهوالو سره لیدلي؛ طالبانیې ردوي
د طالبانو د کندهار د والي دفتر د پاکستان د پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دې ولایت والي ملا شیرین له بهرنیو وسلهوالو سره غونډه کړې وه.
د دې ولایت مقام د جعمې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پاکستان حکومت په دې ډول ادعاوو سره غواړي چې په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونو ته توجیه پیدا کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې ادعا کړې وه چې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د تحریک طالبان پاکستان، بلوڅو وسلهوالو او القاعده ډلې له یو شمېرو وسلهوالو سره غونډه کړې وه.
د چودري په ټکو، دا غونډه د روان کال د اګسټ په ۲۶مه جوړه شوې وه.
د پاکستان د پوځ د ویاند دا ادعاوې په داسې حال کې دي چې د پنجشنبې په ورځ پاکستان د افغانستان پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
یوناما په دې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون د لږترلږه ۱۰ کسانو وژل کېدل تأیید کړي دي.
بل پلو، د تېرې شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د وسلهوالو په یو برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.
پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان دننه ترهګرو وسلهوالو ډلو ته خوندي پناهځایونه ورکړي، خو طالبانو په ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې هېچا ته اجازه نهورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
افغان ښځو او نجونو کې د خوړو د نهخوندیتوب د پراخېدو په اړه د م. م خبرداری
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نوې موندې ښيي چې په افغانستان کې ۶۰ سلنه ښځې او نجونې د خوړو له نهخوندیتوب سره مخ دي.
دې څانګې د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) پر خپلې وېبپاڼې د یوه تحلیلي راپور په خپرولو سره ویلي چې د منځني خیتځ جګړې په ۲۸ هېوادونو کې د ښځو او نجونو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د راپور له مخې، "د روان کال تر ډسمبره ښايي ۱۱،۷ میلیونه ښځې او نجونې په دغو ۲۸ هېوادونو کې په جدي توګه اغېزمنې شي".
د راپور پر اساس، د منځني ختیځ جګړو د هغو هېوادونو ښځې په جدي توګه د خوړو له نهخوندیتوب سره مخ کړي چې د کاري ځواک برخه نهدي.
په راپور کې وړاندې راغلي چې دا مهال په افغانستان کې ۹۵ سلنه ښځې کار نهکوي او په نارینهوو متکي دي.
له افغانستان وروسته یمن، سوډان، سوریه، عراق، مصر او فلسطین هغه هېوادونه یاد شوي چې ښځې او نجونې پهکې په لوړه کچه د خوړو له نهخوندیتوب سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د خوړو د نهخوندیتوب خبرداری ورکوي چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو یو شمېر نورو ادارو ویلي و چې په افغانستان کې په میلیونو خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ځان ته درې وخته ډوډۍ نهشي پیدا کولای.
د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش اعلان شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۷ کال په نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش خپور کړی دی.
کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) لیکلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې له استرالیا، هند، پاکستان او زېمبابوې سره په لومړي ګروپ کې ده.
د مهالوېش له مخې افغان لوبډله به د ۲۰۲۷ کال د کرکټ په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۸مه نېټه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.
تر اوسه کرکټ بورډ دغو سیالیو ته افغان لوبډله نهده اعلان کړې.
قزاقستان، ازبکستان او امارات د افغانستان له لارې د رېلګاډي پټلۍ جوړوي
قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو د «کاسا» پروژې په چوکاټ کې د یوې نوې رېللارې د جوړولو لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د صدراعظم دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا رېللار به قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان سره ونښلوي او د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته به د منځنۍ اسیا د هېوادونو د توکو د لېږد زمینه برابره کړي.
درې واړه هېوادونه به د پروژې د تخنیکي او اقتصادي امکانسنجۍ ترڅنګ د تمویل لارې هم وڅېړي او د تخنیکي، اقتصادي او مالي چارو لپاره د ګډې کاري ډلې د جوړولو پلان لري. د قزاقستان د حکومت په وینا، دغه مسیر په کال کې تر ۱۰ میلیونه ټنو بار لېږد وړتیا لرلی شي.
بېنېټ په کونړ او هلمند کې د ملکي مرګ ژوبلو د حساب غوښتنه وکړه
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، په کونړ او هلمند کې د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.
بېنېټ ویلي، په بریدونو کې ډېری وژل شوي کسان ماشومان دي او دغه بریدونه ښايي د بشري حقونو او نړیوال بشردوستانه قانون خلاف وي. هغه ویلي، ملکي وګړو ته د نه جبرانېدونکي زیان رسولو لپاره هېڅ توجیه نشته.
یوناما ویلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. پاکستان بیا ادعا کړې چې بریدونه یې د وسلهوالو پر پټنځایونو کړي او ۲۲ وسلهوال یې وژلي دي.
فایق: افغان ملکي وګړي باید د پاکستان او طالبانو د شخړې بیه پرې نهکړي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، وايي افغان ملکي وګړي باید د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پر سر د شخړې بیه پرې نهکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر تأیید کړه چې پر کونړ او هلمند د پاکستان د پنجشنبې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي چې ډېری یې ماشومان وو، وژل شوي دي.
ښاغلي فایق د پنجشنبې په ورځ د پاکستان دغه هوايي بریدونه وغندل او له کرښې پورې غاړه د بریدونو د سمدستي درولو، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نړیوالو قوانینو د بشپړ رعایت غوښتنهیې وکړه.
فایق هغه څه هم وغندل چې د طالبانو لهخوا یې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د «ترهګرو ډلو» ملاتړ وباله او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول تګلارې افغانستان او سیمه له خطر سره مخامخوي، خو طالبانو تل دا ډول تورونه رد کړي دي.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویلي و چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې په هلمند او کونړ کې نهه کسان وژل شوي دي، خو اسلاماباد ویلي چې په دغو بریدونو کې چې د پاکستاني چارواکو په وینا د «ترهګرو» پټنځایونه په نښه شوي، ۲۲ تنه وژل شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې له درېیو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ نښتې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.
یوناما: له ایران او پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو بهیر څارو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون، په هرات کې د اسلام کلا له پولې لیدنه کړې او له افغان راستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو پر مرستو یې ټینګار کړی دی.
یوناما د پنجشنبې په ورځ «د تلې په نهمه» په خپله فېسبوک پاڼه د دې لیدنې وېډیو خپره کړې ده.
دغه سازمان وايي، د دې سفر هدف له ایران او پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو د رسولو د بهیر ارزول و.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ملګرو ملتونو سږ کال له ایران او پاکستانه د شاوخوا ۲.۷ میلیونه راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره د ۵۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تر دې مخکې ویلي و چې په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي او دغه بهیر یې بېساری بللی و.