د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۸ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۱۰

د روسیې او امریکا د فضايي بيړۍ په راکټ کې ستونزه وه


د روسیې او امریکا دوه کسیزه عمله بېرته هغه مهال په بېړه ځمکې ته راستنه شوه چې د فضايي بيړۍ په راکټ کې يې ستونزه رامنځته شوه.

ټاکل شوې وه دوی نړيوال فضايي تم‌ځای ته لاړ شي. دا راپور د امریکا د فضايي ادارې ټلوېزیون ورکړی.

روسي رسنيو د سرچينو له قوله ليکلي چې تر ستونزې وروسته دواړه ستورمزلي ژوندي دي.

پلټونکي ټیمونه د قزاقستان د بايکنور مرکز شاوخوا ګومارل شوي چېرته چې تمه ده د دواړو ستورمزلو بېړۍ راکښته شي.

XS
SM
MD
LG