د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

په انتخاباتو کې د بایومټریک سیسټم د دستګاوو څرنګوالی!


د افغانستان د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مه انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه زما حق» ځانګړې خپرونې، د دې اوونۍ بحث مو په انتخاباتو کې د بایومټریک سیسټم دستګاوو څرنګوالي ته ځانګړی کړی.

د یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو له غوښتنې وروسته حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ومنله چې د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې د بایومټریک له سیستم نه کار اخلي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د بایومټریک سیسټم ټولې دستګاوې او لوازم دوی ته سپارل شوي او هم ولایتونو او ولسوالیو ته د انتقال لړۍ روانه ده.

خو یو شمېر کسان انتقاد کوي چې ممکن دغه دستګاوې څه ډول چې لازمه ده د انتخاباتو په ورځ هسې کار ونه کړي.

دغه پروګرام رحمت الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG