د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۰۴

افغانستان

رايان: د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ د قدر وړ دي

د امریکا د کانګرس استازو جرګې رئیس وايي، د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ د قدر وړ دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د کانګرس استازو جرګې له رئیس پاول رايان او ورسره پلاوي سره وکتل په ارګ کې وکتل.

په دې غونډه کې چې د چهارشنبې په ماښام جوړه شوه، د دوه اړخېزو همکاریو پر پراخولو، له ترورېزم سره مبارزه، سيمه يیز مسايل او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتيژۍ د مثبت اغېز، د امنيتي او دفاعي سکتور د اصلاحاتو، د ولسي جرګې انتخاباتو ته د چمتوالي او د افغانانو په مشرۍ او څېښتن توب د سولې پر موضوعاتو خبرې وشوې.

پاول رايان له افغانستان سره د امريکا د ملاتړ پر دوام ټينګار وکړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په درېیو میاشتو کې نژدې ۱۸۰ زره افغانان د نري رنځ لپاره معاینه شوي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او جون ترمنځ په افغانستان کې ۱۷۹ زره او ۸۴۵ کسان د نري رنځ یا توبرکلوز لپاره معاینه شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه خبرپاڼه کې، چې نن (یکشنبه) یې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړې ده، ویلي، دا کسان د نړیوال صندوق په ملاتړ د نري رنځ د مخنیوي پروګرام له لارې معاینه شوي او د شکمنو ناروغانو لپاره د ناروغۍ د موندنې، لابراتواري ازموینو او درملنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، دغه پروګرام په ځانګړي ډول له هغو زیانګالو خلکو سره مرسته کوي چې د بېوزلۍ، بې‌ځایه کېدو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، نری رنځ په افغانستان کې یوه له جدي روغتیايي ستونزو څخه ده او د دې ناروغۍ ژر تشخیص او پر وخت درملنه د هغې د خپرېدو او مړینې د مخنیوي لپاره مهمه ده.

اروپايي ټولنې او  فاو د افغانستان د کرنې لپاره ۵ میلیون یورو ځانګړي کړل

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د کرنې د مقاومت د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیون یورو په ارزښت ګډه پروژه پیل کړې ده.

په افغانستان کې د اروپايي پلاوي دفتر نن (یکشنبه) په خپله ویبپاڼه کې لیکلي، د دې پروژې له لارې به له بزګرانو او کرنیزو سوداګریزو بنسټونو سره د بازار موندنې، کرنیزو خدمتونو او نوې ټکنالوژۍ په برخو کې مرسته وشي.

په پروژه کې د شاوخوا ۲ زره هکټاره ځنګلونو او څړځایونو بیارغونه او د ښځو او سیمه‌ییزو ټولنو په مشرۍ د ۲۵۰ نیالګیو د روزنځایونو ملاتړ هم شامل دی.

د اروپايي ټولنې او FAO په وینا، د دې نوښت موخه د افغان بزګرانو د عاید زیاتول، د کلیوالو خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د افغانستان د کرنیز سکتور د مقاومت پیاوړی کول دي.

افغانستان له هند سره د کرکټ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي

د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل‌ اوریزې لوبو لړۍ د یکشنبې په ورځ د وږي په ۲۲ په نوي ډیلي کې پیلیږي.

د افغانستان په کوربه توب د دې لړۍ لومړۍ لوبه د کابل په وخت د ماښام په ۶ نیمې بجې د نوي ډیلي په راون جیټلي لوبغالي کې پیلیږي.

دواړو لوبډلو ویلي چې دغو لوبو ته یې ښه تیاری نیولی دی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د لومړنۍ لوبې نندارې ته به له ۲۵ زره تر ۳۵ زره پورې کسان ورشي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې سیالۍ د روانې سپټمبرمیاشتې په ۱۵ او ۱۷مه ترسره کېږي.

افغانستان به له دې سیالیو وروسته له بنګله ‌دېش او زیمبابوې سره هم د کرکټ په درې فارمټونو کې څو مسابقې وکړي.

یان ایګلنډ: نړیوال دې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې حضور پیاوړی کړي

د ناروې د کډوالو شورا ریس یان ایګلنډ له اروپايي، د شمالي امریکا او نورو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او له طالب چارواکو سره تعامل وکړي. ایګلنډ د شنبې په ورځ د وږي په ۲۱ په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره تعامل د هغوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو په معنا نه دی، بلکې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د غوښتنې او له هغوی سره د مرستو لپاره اړین دی. د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته د لویدیځ اکثرو هیوادونو چې د پخواني حکومت د سیاسي او پوځي ملاتړلپاره یې په دې هیواد کې پراخ حضوردرلود، خپل سفارتونه تړلي خو د ملګروملتونو د مرستندویه ادارو له لارې یې د دې هیواد له خلکو سره د مرستو لړۍ جاري ساتلې ده. خو ایګلنډ وویل، بشري مرستندویه ادارې په افغانستان کې د بشرپالنې خدمتونو په لومړۍ کرښه کې دي او ځانونه "په بشپړه توګه یوازې" احساسوي.

د بښنې نړیوال سازمان، له پاکستاني چارواکو په هغه هیواد کې د رسنیو د دوو بې درکه شویو افغان فعالانو په اړه د څیړنې غوښتنه کړې

د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل د پاکستان له چارواکو غوښتنه کړې چې د هغو دوو افغان رسنیزو فعالانو په اړه سمدستي څیړنه وکړي چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې په هغه هیواد کې بې درکه شوي دي. د دې سازمان د جنوبي آسیا څانګې د جمعې ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې افغان خبریال سید قاسم هاشمي او عکاس او فلم جوړونکی حامد احساس چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته تښتیدلي وو، د جولای له ۴ له اسلام آباده بې درکه شوي دي. د امنیستي انټرنشنل په وینا له هغې راهیسې یې کورنۍ ندي توانیدلي چې ورسره اړیکه ټینګه کړي او د پولیسو چارواکو هم له دې ډډه کړې چې د هغوی د بې درکه کیدو دوسیه ثبت کړي. د بشري حقونو دې ډلې اندیښنه څرګنده کړې چې ښایي هغوی د جبري ورکیدنې یا خپل سرې توقیف ښکارشوي وي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستاني چارواکي باید سمدستي دغه قضیه وڅیړي، د هغوی برخلیک او ځای معلوم کړي او د کورنیو پوښتنو ته یې ځواب ووایي.

د طالبانو د دفاع وزارت ۱۳ کسیز پلاوی چین ته ولاړ

د طالبانو دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت ۱۳ کسیز پلاوی د چین پلازمېنې بیجینګ ته تللی، چې د شیانګ‌شان په ۱۳مه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

د پلاوي مشري د دفاع وزارت سرمفتش لطیف‌الله حکیمي کوي، چې ټاکل شوې په غونډه کې وینا هم وکړي. د پلاوي غړي به د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره هم وګوري.

د شیانګ‌شان سږنۍ غونډه به د سپټمبر له ۱۵مې تر ۱۷مې په بیجینګ کې جوړه شي او د امنیتي حکومتولۍ په برخه کې پر ګډ ثبات او ګډ پرمختګ به بحث وکړي.

چین د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو تجارتي اړیکې یې ورسره پراخې کړي دي.

د افغان کډوالو په اړه د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو درې‌اړخیزه ناسته

د افغانستان، ایران او ملګرو ملتونو ترمنځ د افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په اړه درې‌اړخیزه ناسته به ډېر ژر په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان کورنیو رسنیو نن د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د خبرپاڼې پر اساس ویلي، په دې اړه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت د سرپرست مولوي عبدالکبیر او په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د استازي عرفات جمال ترمنځ خبرې شوې دي.

عرفات جمال ویلي، د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د هغو د جبري ایستلو ستونزې به د اکتوبر په میاشت کې په سویس کې د جوړېدونکې نړیوالې غونډې په څنډه کې هم وڅېړل شي.

سره له دې چې په وروستیو دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه میلیونونه افغان کډوال په زور یا خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي، لا هم دا دوه هیوادونه د میلیونونو افغان کډوالو کوربانه دي.

د داعش له پلان سره د تړاو په تور افغانه مېرمن له امریکا وایستل شوه

د امریکا یوې محکمې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجی‌زاده، چې د دغه هېواد دایمي اقامت یې درلود، له امریکا وایستله.

هغې له داعش څخه په الهام اخیستو د ډله ییز برید د پلان تور منلی و.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، حاجی‌زاده له یوه بهرني ترهګریز سازمان سره د اړیکو لرل منلي او د استیناف له حقه تېره شوې ده.

د محکمې د حکم له مخې، حاجی‌زاده د سپټمبر په ۱۰مه له امریکا وایستل شوه او خپل اصلي هېواد ته ولېږدول شوه.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، دا په کابو درېیو لسیزو کې د یوه «بهرني ترهګر» د ایستلو په اړه د دې ځانګړې محکمې لومړنی حکم دی. دغه محکمه په ۱۹۹۶ کال کې جوړه شوې وه، خو شاوخوا درې لسیزې ترې استفاده نه وه شوې.

د امریکا د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي، حاجی‌زاده له داعش سره د وفادارۍ ژمنه کړې وه، د خپلو اولادونو په افراطي کولو کې یې رول درلود او په ۲۰۲۴ کال کې یې د خپل زوی او زوم د یوه تروریستي پلان ملاتړ کړی و.

د حاجی‌زاده زوی عبدالله حاجی‌زاده او زوم یې نصیر احمد توحیدي تر دې مخکې د همدې برید د پلان په تړاو نیول شوي او محکوم شوي وو.

هند ته د تازه او وچو مېوو د صادراتو د زیاتولو هڅې

ارشیف، هند ته د هوا له لارې د افغانستان صادرات
ارشیف، هند ته د هوا له لارې د افغانستان صادرات

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کابل کې د هند له سفیر یاتیندرا پاټېل سره د تازه او وچو مېوو د صادراتو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو پرون د جمعې په ورځ وویل، له ښاغلي پاټېل سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د رئیس سید کریم هاشمي په کتنه کې هند ته د تازه مېوو د لېږد لپاره د هوايي کارګو اسانتیاوو، د سوداګرو د ویزو د بهیر د ساده کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هوايي لېږد اسانتیاوې کولای شي هند ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو په زیاتېدو کې مهم رول ولري.

د هند او افغانستان د سوداګرۍ د اسانتیاوو په اړه د ګډې کاري ډلې ناسته هم د سپټمبر په لومړۍ نېټه په انلاین بڼه جوړه شوې ده.

افغانستان او هند سبا د درې شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې مخامخ کېږي

ارشیف، د هند او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي
ارشیف، د هند او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې سبا (یکشنبه) د درې ۲۰ اوره سیالیو په لومړۍ کې سره مخامخ شي.

د دې سیالۍ لپاره چې د افغانستان په کوربه‌توب د نوې ډېلي په ارون جېټلي لوبغالي کې کېږي، دواړو لوبډلو ښه تیاري نیولی دی.

هندي رسنۍ وايي، تمه کېږي چې د لوبې نندارې ته به له ۲۵ زره تر ۳۵ زره پورې کسان ورشي.

په همدې ورځ به په ډېلي کې د برېکس سرمشریزه هم روانه وي او د بهرنیو مشرانو، جګپوړو چارواکو او د ځانګړو مېلمنو د کاروانونو د تګ راتګ لپاره پراخ امنیتي او ترافیکي تدابیر نیول شوي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې سیالۍ د روان سپټمبر په ۱۵ او ۱۷مه ترسره کېږي.

افغانستان به له دې سیالیو وروسته له بنګله‌دېش او زیمبابوې سره هم د کرکټ په درې فارمټونو کې څو مسابقې وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG