د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

د پکتیا مرکز کې د بڼوالو او صنعتکارانو د خپلو محصولاتو نندارتون

د سویل ختیځو ولایتونو یو شمېر نارینه او ښځینه بڼوالو او صنعتکارانو خپلو محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره په ګردېز کې یو، یو ورځنی نندارتون جوړ کړ.

په دې نندارتون کې مڼې، شات، مربا، اچار او وچه او تازه مېوه او نورو محصولات نندارې ته وړاندې شول چې سلګونه خلکو ورڅخه لیدنه وکړه.

د پکتیا د کرنې رئیس ښاغلي ولید احمد تسل پرون د نندارتون د پرانيستې پرمهال وویل، سږکال د دې سیمې اوسېدوونکو زرګونه ټنه مڼې، جلغوزي او شات بهرنیو هېوادونو ته د صادرولو لپاره چمتو کړي دي.

له بڼوالو سره په دغه نندارتون کې د چارواکو ژمنې دا وې چې د دوی د محصولاتو لپاره به د هېواد په دننه او له هېواده بهر بازار موندنه کوي او هم به د سړو خونو په جوړولو کې جدي اقدام کوي.

د دې ترڅنګ د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د نورو چارواکو په ملتیا په پکتیا کې د وچو او تازه مېوو د پروسس او بسته بندۍ د مرکز پرانیسته هم وکړه.

انځوریز راپور یې له سیمې اصیل ځاځي جوړ کړی.

XS
SM
MD
LG