د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

ایکانومیک ټایمز: واشنګتن غواړي طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي


  • ایکانومیک ټایمز

ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې اسلام‌اباد ته د زلمي خلیل‌زاد پر سفر لیکنه خپره کړې ده.

خلیل‌زاد تېره میاشت د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړی استازی وټاکل شو.

دی د سې شنبې په ورځ پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره‌یې وکتل.

ایکانومیک ټایمز لیکي چې د خلیل‌زاد له ټاکلو دا څرګنده شوه چې واشنګټن غواړي طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

تر دې دمه طالبانو بیا بیا د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې رد کړې دي.

خلیل‌زاد د یکشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره د سولې پر مسئلې خبرې وکړې او ایکانومیک ټایمز لیکي چې په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان همکاري ډېره مهمه ده.

ایکانومیک ټایمز: د پاکستان پوځ په سیمه کې د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره له افغان طالبانو سره خپل نږدې روابط ساتلي دي.

​ورځپاڼه لیکي، داسې باور کېږي چې د پاکستان پیاوړی پوځ په سیمه کې د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره له افغان طالبانو سره خپل نږدې روابط ساتلي دي.

خلیل‌زاد به له پاکستانه، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته هم ولاړ شي.

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې، ازبکستان د افغانستان بې‌ثباتۍ ته څومره اندېښمن دی؟

د افغانستان د سولې په خبرو کې د سیمې یو بل هېواد ازبکستان دی چې روان کال د دې خبرو لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه و.

خپرونه لیکي، کله چې شوکت میرضیایف د ازبکستان ولسمشر شو د ده نظر د افغانستان په اړه د پخواني ولسمشر په پرتله ډېر توپير درلود.

مخکې تر دې چې میرضیایف د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې رسماً ولسمشر شي د ده ادارې دا وړاندیز وکړ چې خاوره‌یې د افغانستان او طالبانو د سولې لپاره چمتو ده.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

کله چې بیا د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ازبکستان ته ولاړ د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ۲۰ ډېر تړونونه د اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ او له ازبکستانه د برښنا د انتقال، روغتیا او تعلیم په برخو کې لاسلیک شول.

همداراز د همدې سفر پر مهال تر ۴۰ ډېر قراردادونه لاسلیک شول چې تر ۵۰۰ میلیونه ډالر ډېر ارزښت‌یې درلود.

خپرونه بیا د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې د افغانستان لپاره د سولې غونډې ته اشاره کوي چې تاشکند یې کوربه و.

ډیپلومات لیکي چې دغه هلې ځلې په تېرو دوو کلونو کې د دې څرګندونه کوي چې تاشکند دې ته پاملرنه کړې چې له افغانستان سره څه کولای شي او اوس د میرضیایف اداره دې ته لېواله ده چې د افغانستان په بیارغونه کې رغنده ونډه ولري.

د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې د افغانستان لپاره د سولې غونډه چې تاشکند یې کوربه و.
د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې د افغانستان لپاره د سولې غونډه چې تاشکند یې کوربه و.

خپرونه بیا لیکي چې ولسمشر میرضیایف د سیمې نور هېوادونه هم هڅولي دي چې په افغانستان کې اقتصادي پروژې پلې کړي او د سولې په هڅو کې مرسته وکړي.

میرضیایف: په ښو وسلو سمبال ترهګر چې مالي ملاتړ یې هم کېږي له منځني ختیځه افغانستان ته روان دي.

​ډیپلومات بیا لیکي چې په وروستیو کې د ګډو ګټو د هېوادونو غونډې ته په وینا کې د میرضیایف د خبرو یوه اصلي مسئله د افغانستان وه او ده هغو ګواښونو ته اندېښنه ښکاره کړه چې له افغانستانه نورو ته متوجې دي.

میرضیایف دې غونډې ته وویل چې په ښو وسلو سمبال ترهګر چې مالي ملاتړ یې هم کېږي له منځني ختیځه افغانستان ته روان دي.

XS
SM
MD
LG