د غزني اوسېدونکي وايي چې وسلهوالو طالبانو د کابل-کندهار پر لویه لاره څو پلونه الوزولي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو درې پُلچکونه او یو لوی پُل په ماینونو ویجاړ کړي دي چې له کبلهیې د کابل-کندهار پر لویه لاره تګ راتګ له خنډ سره مخامخ شوی دی.
ښاغلی نوري همداراز وايي چې امنیتي ځواکونه په تصفیوي عملیاتو بوخت دي.
له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال عصمت څاروان مرکه کې کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: