د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

د کابل چاپ ورځپاڼو نننۍ چاپ شوې ګڼې څه وایي؟


د کابل ورځپاڼو نن خپل اکثره مطالب د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو او د افغانستان د جګړی د خصوصي کولو مسئلې ته ځانګړي کړي دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستی اقرار ښیي چې په افغانستان کې جګړه بې ګټې ده، دا ځکه چې د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي او پکار ده چې پر اصلي ځای تمرکز وشي.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اوس اوس په خپلو څرګندونو کې دا ومنله چې پاکستاني پوځي جنرالانو او ای اېس ای د پاکستان د ملي ګټو لپاره د طالبانو ملاتړ کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي قریشي دا هم ویلي دي چې طالبان اوس په دې پوه شوي دي چې په افغانستان کې حالاتو بدلون موندلی دی او که چېری ورته لږ قناعت هم ورکړای شي، نو لېری نه ده چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي چې پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې ناسم سیاست کارولی او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې پر افغانانو سیاسي او پوځي فشار راوړی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې که د پاکستان حکومت پر دغو وروستیو څرګندونو ولاړ وي، نو لومړی دې د طالبانو له ملاتړه لاس پر سر شي او له افغان امنیتي ځواکونو سره د جګړو د تنظیم لپاره دې خپل جنرالان نه را استوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا پرته له دې چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته کومه اشاره وکړي، د زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي دي چې طالبان د وسله والو فعالیتونو له لارې خپل هدف نشي ترلاسه کولای.

ورځپاڼه لیکي چې زلمی خلیلزاد اوس اوس د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له خوا د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي خلیلزاد په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره کړې چې پخوا به دوی د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو لپاره له مخکې شرایط ټاکل، خو اوس له خبرو مخکې شرط ایښودل نه غواړي چې د ده په وینا، دا خپله لوی بدلون دی.

د کابل ځینو نورو ورځپاڼو بیا د افغان جګړې د خصوصي کولو په موضوع بحث کړی دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې په افغانستان کې د امریکا هڅې ناکامې بللې دي او لیکلي یې دي چې داسی مهال چې په افغانستان کې روانه وضعه ورځ تر بلې خرابېږي، له څو میاشتو راهيسې په واشنګټن کې دا بحثونه روان دي چې د افغانستان جګړه دې د څو میلیاردو ډالرو په بدل کې یوه خصوصي شرکت (بلک واټر) ته وسپارل شي.

ورځپاڼه لیکي چې بلک واټر په عراق او سوریه کې د جګړی له تجربې سره غواړي، د افغانستان جګړه پر مخ یوسي چې د ورځپاڼې په وینا، یوه تېروتنه ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان حکومت باید د دی کار پر وړاندې جدي مقاومت وکړي او پری نه ږدي چې بلک واټر دا قرارداد ترلاسه کړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا د مشرانو جرګې په حواله لیکلي دي چې د افغانستان د جګړې خصوصي کول به حالات لا خراب کړي چې دا د خلکو لپاره دردوونکې او د منلو نه ده.

ورځپاڼه د مشرانو جرګې د غړو په حواله لیکي چې دوی له امریکا او ناټو سره امنیتي تړون لاسلیک کړی، نه له کوم خصوصي شرکت سره.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د جرګې غړو له افغان حکومته غوښتي دي چې بلک واټر ته د دې جګړې د سپارلو پر وړاندې خنډ شي.

XS
SM
MD
LG