په دې اړه نننۍ خپرونې ته ستاسې نظرونه په ۰۷۹۶۰۶۱۰۶۱ شمېره را رسېږي.
د یو کلي زرغږونو په ۲۶۱ ډرمه کې مو واورېدل چې د کلي مولوي صاحب وخت نا وخت خپلو کلیوالو ته د ولور د حرامولي، میراث او د مهر د حق خبرې کوي.
ایا ستاسې په سیمو خلک پوهېږي چې ولور حرام خو مهر د ښځې حق دی؟
په همدې اړه نن پنجشنبه ۱۲:۳۰ د یو کلي زرغږونو ډرامه او ورپسې د موضوع په اړه ژوندی بحث لرو چې ستاسې نظرونه هم درته په کې خپروو.
دا ډرامه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: