د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۰ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۴

ولایتي شورا: میدان وردګو ولایت کې ۷ پولیس وژل شوي


د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د بریدونو پرمهال وسله والو طالبانو ۲ امنیتي پوستې سقوط کړي او ۷پولیس وژل شوي او یو ټپي دی.

د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه د میدان ښار اړوند د افغانانو سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو کړي چې ترسهار يې دوام وکړ.

هوتک دا ونه ویل چې دغلته وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې کنه.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دغه ولایت له امنیتي مسؤلینو سره هم خبرې وکړو خو له پوره هڅو سره سره بیاهم بریالي نه شوو.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ازادي راډيو په یو استولي برېښنالیک ویلي په دغه ولایت کې ۸پولیس وژلي.

داپه داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې وسله الو طالبانو یوځل بیا خپلو بریدنو ته زور ورکړی.

XS
SM
MD
LG