د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۰ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۰۱

په امریکا کې چاودنو يو تن وژلى او ١٠ تنه نور یې ټپيان کړي


Ukraine -- Policemen speak to a man as they guard the US Embassy complex in Kyiv, June 8, 2017

د امريکا شمال ختيځ ښار باستُن ته نږدې يو لړ چاودنو يو تن وژلى او ١٠ تنه نور ټپيان کړي دي.

چارواکي وايي پرون د ګازو په نل کې چاودنې نږدې په ٤٠ کورونو کې د اورلګېدو سبب شوې، د سيمې اوسېدونکي يې مجبوره کړل چې له خپلو کورونو ووځي.

د اوروژنې مامورين وروسته سيمې ته ورسېدل د اور د وژلو او د ګازو د جريان د بندېدو هڅه يې وکړه.

چارواکي په دغو چاودنو کې د يوه زلمي د مړه کېدو خبر هم ورکړى دى.

د مساچوسيت ايالت والي چارلي بېکر وويل، ايالتي او محلي چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي، خو ده وويل، د پېښې د علت معلومول به څو ورځې او اوونۍ وخت ونيسي.

XS
SM
MD
LG