د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۷

نړۍ

راپور: په پاکستان کې د رسنیو ازادي محدوده شوې

په پاکستان کې د خبریالانو د دفاع کمېټې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د رسنیو آزادي بدتره شوې ده، ځکه د دوی په وینا د پاکستان پوځ په خاموشانه خو اغېزمن ډول په فشار راوړلو، ګواښونو او نورو اقداماتو سره د خبرونو خپرول محدود کړي دي.

په هغه راپور کې چې نن د سپتمبر ۱۲ خپور شو راغلي چې د پاکستان پوځ معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي د مخنیوي، د ځان سانسور کولو هڅونې او نورو مستقیم او غیر مستقیم ګواښوونکو فعالیتونو په لړ کې یې د خبریالانو د فعالیتونو مخه نیولې ده.

د دې راپور له مخې هغه خبریالان چې پر چارواکو انتقاد کوي، تر برید لاندې راځي او حتی توقیف کېږي.

دغه راپور په روان کال کې په پاکستان کې د یو شمېر خبریالانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ: د هرمز له تنګي مو د تیلو لیږد بیسارې کچې ته رسولی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هرمز له تنګي څخه د تېلو لېږد بې‌ ساري کچې ته رسېدلی او ان له ایران سره د جګړې تر پیل مخکې وخت په پرتله هم زیات شوی دی.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، تېره شپه له هرمز تنګي څخه د تېلو د لېږد نوی ریکارډ جوړ شو. خو هغه ونه ویل چې په دقیق ډول څومره تېل له دې مهمې سمندري لارې تېر شوي دي.

تېره اوونۍ د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنټکام ویلي وو چې د امریکا پوځ په وروستیو میاشتو کې له هرمز تنګي څخه له ایران پرته د خلیج د هېوادونو د شاوخوا یو میلیارډ بېرله تېلو په تېرېدو کې مرسته کړې ده.

عراقچي: تر اوسه یې د خپلې طرحې په اړه د امریکا رسمي ځواب ندی ترلاسه کړی

ایران د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له امریکا او اسرائیل سره یې روانه شخړه یوازې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي. دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د ایران وړاندیز رد کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خواله رسنیو کې لیکلي: "زموږ شرایط روښانه دي او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره هر ډول اقدام د دغو شرایطو په پوره کېدو پورې تړلی دی." له دې مخکې عراقچي په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي و چې ایران د قطر لارې امریکا ته " یوه مشخصه اووه ورځنۍ طرحه " وړاندې کړې ده.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "هغوی غواړي ژر تر ژره د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره موافقه وکړي، ځکه وضعیت یې ډېر خراب دی."

خو عراقچي وویل، د ټرمپ له عامه څرګندونو سره سره، تراوسه منځګړو ورته په رسمي ډول نه دي ویلي چې امریکا دغه طرحه رد کړې ده.

د هغه په خبره د امریکا وروستي او قطعي رسمي دریځ ته منتظر دي او بیا به یې پراساس پرېکړه وکړي.

اوکرایني چارواکي د روسیې په تازه بریدونو کې د لږترلږه درې کسانو د وژل کیدو خبر ورکوي

د اوکراین چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد پر بېلابېلو ښارونو د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا، په شمالي سومي ښار کې د کورنیو د ملاتړ یوه مرکز ته نږدې هدایت شوي درې بمونه لګېدلي چې په نتیجه کې یې دوه کسان وژل شوي دي. په خارکیف ښار کې بیا یوې بې‌ پیلوټه الوتکې پر یوه موټر برید کړی او چلوونکی یې وژلی دی.

د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، یوې بې ‌پیلوټه الوتکې د استوګنې یوه لوړپوړې ودانۍ په نښه کړې وه چې له امله په ودانۍ اورلګیدلی او یو کس یې ټپي کړی دی. د کییف په څو نورو سیمو کې هم د بې ‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله زیانونه اوښتي، خو د نورو مرګ ‌ژوبلو راپور نه دی ورکړل شوی. چارواکو همدارنګه ویلي چې روسیه اوس ډیرځلې د ورځې له خوا هم بریدونه ترسره کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي دسملاسي پرانیستلو وړاندیز رد کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي دسملاسي پرانیستلو وړاندیز رد کړی.

ولسمشر ټرمپ پرون شنبې د (میزان۴مه) د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې په کې د هرمز تنګي د سمدستي پرانیستلو غوښتنه شوې وه.

ټرمپ په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل،" ما د هغوي وړاندیز رد کړ، هغوی داسې هوکړه غواړي چې له مخې يې د هرمز تنګي د سملاسي پرانیستو غوښتنه شوې، هغوي د ماتې په حال کې دي".

د ټرمپ زیاته کړې،"موږ د بریا په حال کې یو" او په خبره یې د هرموز تنګی واک د دوی په لاس کې دی.

امریکا او ایران دواړه د هرمز تنګي د کنټرول ادعا لري.

له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي و چې ایران د قطر لارې امریکا ته " یو مشخص اووه ورځنی پلان " وړاندې کړی دی.

عراقچي وړاندې ویلي و چې که د تهران غوښتل شوي شرایط ومنل شي د هرمز په تنګی کې به د اوو ورځو په جریان کې د بیړو تګ راتګ عادي شي.

پولنډ په خپله خاوره کې د امریکايي پوځیانو د اډې د جوړېدو لپاره د امتیاز ورکولو وړاندیز وکړ

پولنډ د دې لپاره چې په خپله خاوره کې یې امریکايي ځواکونه دایمي پوځي اډه جوړه کړي، امریکا ته د مالي امتیازاتو وړاندیز کړی دی.

د پولنډ دفاع وزارت یوه مرستیال وزیر پاول زالېفسکي د ازادې اروپا/ ازادی راډیو ته ویلي، وارسا وړاندیز کوي چې په پولنډ کې هر مېشتېدونکي امریکايي سرتېري ته په کال کې ۱۵ زره ډالر ورکړي او د پوځي اډې د زیربناوو لګښتونه هم پر غاړه واخلي.

هغه ویلي، د واشنګټن او وارسا خبرې اوس د دې طرحې پر عملي کولو، د امریکايي ځواکونو پر شمېر، د هغوی پر وړتیاوو او د اډې پر احتمالي ځایونو متمرکزې دي.

د پولنډ حکومت مخکې هم ویلي چې غواړي په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو د دایمي حضور لپاره اډه جوړه کړي، او د دې پروژې د لګښت یوه لویه برخه به پولنډ ورکوي.

عراق د ایران د الوتنو د بیا پیل لپاره له امریکا سره خبرې کوي

د عراق حکومت وايي، له امریکا سره خبرې کوي چې د دغه هېواد ځینې هوايي ډګرونه له هغه بندیزه معاف کړي چې د ایران د هوايي شرکتونو پر الوتکو لګېدلی دی.

د عراق د صدراعظم دفتر ویلي، بغداد له واشنګټن سره په مستقیمو خبرو کې دی، څو د درملنې، زده‌کړو او زیارتونو په ګډون د بشري موخو لپاره د ایران ځینې الوتنې بېرته پیل شي.

د ایران د هوايي شرکتونو الوتنې د سپټمبر له ۲۳مې بغداد او وروسته نجف، اربیل او سلیمانیې ته هم درول شوې دي. امریکا مخکې د ایران هوايي شرکتونه د بندیزونو په تور لېست کې شامل کړي او د هغوی خدمت کوونکو بهرنیو شرکتونو ته یې د بندیز خبرداری ورکړی دی.

د ډیره اسماعیل خان په چاودنه کې د ژغورنې دوه کارکوونکي وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان کې د یوې مرګونې چاودنې د قربانیانو د لېږد پر مهال پر امبولانسونو وسله‌وال برید شوی چې په کې د ژغورنې ادارې دوه کارکوونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ژغورنې ۱۱۲۲ ادارې مشر عمران فیضي ازادي راډیو ته ویلي، وسله‌والو هغه مهال پر امبولانسونو ډزې وکړې چې د درازندې د «امن مېلې» پر پوسته د چاودنې ټپیان او مړي یې روغتون ته لېږدول.

د ژغورنې ۱۱۲۲ د درازندې ساحوي مشر هستي خان شیراني ویلي، امبولانسونه د درابن پر لاره وو چې وسله‌والو پرې مخامخ برید وکړ.

د چارواکو په وینا، د لومړنۍ چاودنې او وروسته وسله‌والو بریدونو په پایله کې ټولټال ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي چې د ډیره اسماعیل خان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ژغورنې ۱۱۲۲ ویاند د برید مسوولیت پر تحریک طالبان پاکستان اچولی، خو تر اوسه د دې ډلې له لوري په دې اړه کوم دریځ نه دی خپور شوی.

د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان کې چاودنې لږترلږه یولس کسان وژلي او تر ۳۰ ډیر يې ټپیان کړي

د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان چاودنه
د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان چاودنه

د خیبرپښتونخوا په ډیری اسماعیل خان سیمه کې نن مازیګر د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې په چاودنه کې لږترلږه یولس کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډیر ټپیان شوي دي.

د پولیسو چارواکو په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته تایید کړې چې چاودنه درازنده سیمه کې امن میلې امنیتي پوستې ته نژدې شوې ده.

دا سیمه د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ترمنځ لویه لار ده.

لومړني راپورونه ښيۍ چې له چاودونکو توکو ډک موټر د پولیسو پر پوسته ورغلی او چاودنه يې کړې ده.

دا پوسته په سیمه کې یو ګمرګ ته نژدې ده.

د ۱۱۲۲ په نوم د ژغورنې اداره وايي چې په وژل شویو کې د ګمرګ شپږ کارکوونکي، او پنځه ملکیان چې دوه تنه يې ښځې، دوه يې نارینه او یو ماشوم شامل دي.

دې ادارې ویلي چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران په ملاتړ لاریونونه د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شول

په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران په ملاتړ لاریونونه د یوې اوونۍ لپاره وځنډول شول.

رویترز خبري اژانس نن شنبه د (سپټمبر۲۶مه) د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر او د تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) غړي سهیل افریدې په حواله ویلي،"د لاریونونو ځنډول زموږ د ستراتیژي یوه برخه ده، موږ باید د پاکستان فډرالي حکومت ستړی کړو".

افریدې وړاندې ویلي چې دغه لاریونونه د اکټوبر۴مې ته ځنډول شوي دي.

پي ټي ای د عمران په ملاتړ سبا یکشنبې د اسلام اباد په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې پراخ لاریونونه پلان کړي وو.

پاکستاني چارواکو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې لاریونونو لپاره يې په اسلام اباد کې ۲۲زره امنیتي ځواکونه او دوه پوړییز کانتیرونه ځای پرځای کړي دي.

د چارواکو په خبره، د پېښور او اسلام اباد ترمنځ ټولې لارې تړل شوي او د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی.

۷۳کلن عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې د مالي فساد، د حکومت ضد د خلکو پارولو او یو شمیر نورو قضیو په تور په زندان کې دی.

عمران خان پر ځان لګیدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې دا قضیې سیاسي انګیزه لري.

سنټکام: په هرمز تنګي کې ۱۲۲ سوداګریزې بیړۍ اړ شوي چې خپل مسیر بدل کړي

هرمز تنګی
هرمز تنګی

په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) پرون جمعه وویل، د ایران د سمندري محاصرې د دویم پړاو له پیل راهیسې يې ۱۲۲ سوداګریزې بیړۍ اړ کړي چې خپل مسیر بدل کړي.

د سنټکام دې اقدام د ایران د تیلو صادرات تقریبا په ټپه درولي دي.

امریکا د ایران د سمندري محاصرې دویم پړاو په تیره سرطان میاشت کې وروسته له هغه پیل کړ چې په هرمز تنګي کې د تیلو پر څو ټانګرونو بریدونه وشول.

په عین حال کې یو امریکايي چارواکي رویترز خبري اژانس ته ویلي چې د میزان له پیل راهیسې شاوخوا۶۰ سوداګریزې بیړۍ له هرمز تنګي تیرې شوي دي.

د دغه چارواکي په خبره، په وروستیو میاشتو کې دا لومړی ځل و چې په دې شمیر د خامو تیلو ډیرې سوداګریزې کښتۍ له دې تنګي تیرې شوې.

ایران او امریکا دواړه پر هرمز تنګي د کنټرول ادعا لري.

پر ایران د امریکا له بریدونو مخکې له تنګي د نړۍ نژدې یوه پر پنځمه برخه تیل تیریدل.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG