د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

یو اېس اې ټوډې: د افغانستان په جګړه کې تر اوسه ۲۲۰۰ امریکایان قرباني شوي


  • یو اېس اې ټوډې

یو اېس اې ټوډې ورځپاڼې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې نیټې پر پېښه لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، څو میاشتې وروسته به د امریکا په متحده ایالاتو کې په زرګونه کسان چې تر اوسه ۱۷ کلن دي د پوځ په لیکو کې د خدمت لپاره نومونه ثبت کړي.

یو اېس اې ټوډې لیکي، دا هغه کسان دي چې کله د افغانستان جګړه پیلېده، نو دوی لا زېږېدلي نه‌و.

ورځپاڼه څرګندوي، د افغانستان جګړه په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې تر بریدونو یوه میاشت وروسته پیل شوه چې په څو اوونیو کې طالبان په‌کې بې‌واکه شول، خو دا جګړه لاهم روانه ده.

په دې جګړه کې له پيله تر اوسه ۲۲۰۰ امریکایان قرباني شوي چې په دې شمېره کې هغه شپږ تنه هم شامل دي چې روان کال په افغانستان کې وژل شوي.

یو اېس اې ټودې: د افغانستان جګړه په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې تر بریدونو یوه میاشت وروسته پیل شوه.
یو اېس اې ټودې: د افغانستان جګړه په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې تر بریدونو یوه میاشت وروسته پیل شوه.

یو اېس اې ټودې لیکي، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د وتلو له مسئلې رانیولې تر دې پورې بحثونه شوي دي چې د دې جګړې واک خصوصي امنیتي شرکتونو ته وسپارل شي، خو بالاخره نتیجه دا شوه چې تېر کال د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان لپاره نوې ستراتېژي اعلان کړه او دا یې څرګنده کړه چې واشنګټن به پرې نه‌ږدي چې طالبان بیا واک ترلاسه کړي.

  • واشنګتن پُسټ

بلې امریکایۍ ورځپاڼې واشنګتن پُسټ بیا لیکي دي چې خصوصي امنیتي کمپنیو ته د افغانستان د جګړې د سپارلو بحثونه لا هم روان دي.

واشنګتن پُسټ: خصوصي امنیتي کمپنیو ته د افغانستان د جګړې د سپارلو بحثونه لا هم روان دي.

خو ورځپاڼه لیکي په پوځي برخه کې د امریکا یو شمېر با تجربه کسان لکه مک مسټر، جېمز مټېس او جاني کیلي چې په خپله پوځي تجربې لري تېر کال له دې پلان سره مخالفت کړی وو او د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په وروستیو کې هم په یوې خبرې غونډه کې وویل چې دا ښه نظر نه‌دی.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د طالبانو له لوري د لسګونه افغان پوځیانو او پولیسو د وژلو مسئلې ته اشاره کړې ده او لیکي چې دا امنیتي ځواکونه د دوشنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې د څلورو حملو پر مهال وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز: وروسته تر دې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېره هم لوړه شوه.
نیویارک ټایمز: وروسته تر دې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېره هم لوړه شوه.

د ورځپاڼې په باور وروسته تر دې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل او امنیتي مسؤلیت‌یې په بشپړ ډول افغان ځواکونو ته وسپاره د دغو ځواکونو د تلفاتو شمېره هم لوړه شوه.

XS
SM
MD
LG