د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

پر جعلي تذکرو د سټېکرونو د لګېدلو سپیناوی!


د افغانستان لوی ملي ائتلاف له لوري تېره اوونۍ شااوخوا زرګونه داسې تذکرې چې سټیکرونه هم پرې لګېدلي وو او په خبره‌یې چې جعلي دي نندارې ته وړاندې شوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رایه زما حق» د دې اوونۍ پروګرام بحث د همدې موضوع سپیناوي ته ځانګړی کړی.

بل‌خوا د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره وايي، د افغانستان لوی ملي ائتلاف له لوري چې کومې تذکرې نندارې ته وړاندې شوي ځینې یې جعلي وې.

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له عدلي او قضايي بنسټونو غواړي چې دغه موضوع جدي وڅېړي، څو په خبره‌یې د انتخاباتو د ملي پروسې د ثبوتاژ مخه ونیول شي.

دغه پروګرام رحمت‌الله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG