یو شمېر نړيوالو رسنیو د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي سلاکار په توګه د زلمي خليلزاد ګومارل کېدو ته کتلي دي.
- والسټريټ ژورنال
والسټريټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي، د امريکا د بهرنیو چارو وزير مايک پامپيو د سې شنبې په ورځ اسلاماباد ته د رسېدو پر مهال خليلزاد د افغانستان د سولې د استازي په توګه معرفي کړ.
والسټريټ ژورنال لیکلي چې د ۲۰۰۳م کال څخه تر ۲۰۰۵م کال پورې په کابل کې د امریکا پخوانی سفير زلمی خليلزاد د اتيایمې لسيزې راهيسې په افغانستان کې د امریکا په بهرنیو پالېسیو کې دخيل وو.
د مقالې په باور، د افغانستان لپاره د ښاغلي خليلزاد د سفارت د دورې پر مهال ډېر مهم وو، له هغو کارونو څخه يو مهم دا وو چې ده د افغانستان د اساسي قانون په جوړولو کې ډېرې هڅې وکړې.
د امریکا د بهرنيو چارو وزیر اعلان کړی چې زلمی خليلزاد به په کابل کې د امریکا د سفير جان بس او د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې الېس ولز سره نږدې کار کوي.
د والسټريټ ژورنال په وينا، ولسمشر محمد اشرف غني او زلمی خليلزاد هم په بيروت کې د امریکايي پوهنتون له زدهکړو راهیسې یو بل له نږدې پېژني.
والسټريټ ژورنال: د ښاغلي خليلزاد ګومارنه د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د قوي پيغام څرګندونه کوي.
لوريل ميلر چې د ۲۰۱۷م کال تر جون مياشتې پورې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د استازي په توګه کار کړی، وايي چې د ښاغلي خليلزاد ګومارنه د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د قوي پيغام څرګندونه کوي.
والسټريټ ژورنال ليکلي چې د افغانستان په سياسي صحنه کې د زلمي خليلزاد د رول په اړه ځيني انتقادونه مطرح شوي ځکه دی د پاکستان له سرسختو منتقدينو څخه دی، خو د ښاغلي خليلزاد پلويان وايي چې د ده هر ډول دريځ د پاکستان پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دريځ څرګندوي.
- واشنګټن پُسټ
واشنګټن پُسټ ورځپاڼې يوې بلې موضوع ته کتلي او ليکلي دي، د افغانستان د ملي شورا انتخاباتو ته څو اوونۍ پاتې دي، خو د درغليو د ادعاوو او تاوتريخوالي تهديدونه زیات شوي دي.
ورځپاڼې همداراز هغو کسانو ته پام کړی چې د ميزان د ۲۸مې په انتخاباتو کې په نوماندۍ کې پاتې راغلي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د تخنیکي دلايلو لکه تر ۲۵ کلنۍ کم عمر او يا له دولتي دندو نه لیري کېدلو له کبله تر ۱۰۰ زیات کسانو نومونه د انتخاباتو د نوماندانو له لېسته لیرې شول.
واشنګټن پُسټ ورځپاڼې ليکلي چې د انتخاباتو یو شمېر څارونکو ويلي، ناوړه پېښې د افغانستان انتخابات ډېر ضعيف کولای شي.
په دې اړه اندېښنې په داسې حال کې مطرح شوي چې شپږ اوونۍ وروسته ټاکل شوې ده د ملي شورا او پاتې ولسوالیو شوراګانو انتخابات وشي او تر اوسه د انتخاباتو تخنیکي مسايل نهدي بشپړ شوي.