د نیمې نړۍ په دې خپرونه کې به هغه سیار یا ګرځنده رسټورانټ ته ولاړ شو چې د کابل پوهنتون ښځینه محصلینو جوړ کړی دی.
تاسې به مخکې تر دې هم په کابل او ولایتونو کې د افغان ښځو له خوا د جوړو شویو رسټورانټونو او هوټلونو په اړه اورېدلي وي، په دې وروستیو کې یوه ډله نجونو یو سیار رسټورانټ جوړ کړی چې یو څو نورو کسانو ته هم پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
هغو نجونو چې دغه سیار رسټوانټ جوړ کړی، څه اهداف او لاسته راوړنې لري؟
د ټولنې وګړي د دغه سیار رسټورانټ جوړېدو ته په کومه سترګه ګوري؟
دغه خپرونه د لاندې لینک په کېکاږلو اورېدلای شئ.
جوړوونکې: فرشته غني