وکيل سلام امنيه قوماندان ته شکايت کوي چې د دوی په سيمه کې غلاوې ډېرې شوي.
امنيه قوماندان ژمنه ورسره کوي چې د غلو مخه به نیسي او د دې ستونزې علت به هم پيدا کوي.
- دا چې د وکيل سلام دوی په سيمه کې ولې غلاوې ډېرې شوي؟
- پوليس بهيې څنګه مخه ونيسي؟
- وروسته به څه پېښه شي؟
دا به په ډرامه کې واورو چې د ازادي راډیو خبریال عبدالنافع همت چمتو کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: