فرزانه کوچۍ چې په بغلان ولایت کې د کوچیانو په یوه ځانګړې کورنۍ کې پیدا شوې له محدود شمېر هغو کوچیانو څخه ده چې د زدهکړې، تحصیل او کار زمینه ورته برابره ده او اوس هڅه کوي چې د کوچیانو او بېوزله ماشومانو لپاره په حکومتي او نړیواله کچه د دوی د حقوقو غږ پورته کړي.
هغې د کوچیانو د ژوند د ښه کېدو لپاره د کوچیانو د خپلواک ریاست لپاره او ان څو ځلې مخامخ افغان ولسمشر ته طرحې وړاندې کړي.
د فرزانې کوچۍ د وړتیاوو سره مو د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ د مخکښې ښځې په دې خپرونه کې اشنا کوي.
تاسې دا خپرونه چې هره دوشنبه دوه بجې له ازادي راډیو څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي دلته د لاندې لېنک له لارې اورېدلای شئ: