افغانستان
ملي امنیت د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د داعش ۴ کسیزه ډله نیولې
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې يې د داعش یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
ملي امنیت نن په یوه بیان کې ویلي، دې کسانو په ظاهره د ټکسي چلوونکو په توګه کار کاوه، خو د داعش ډلې لپارهيې د وسلو او مهماتو په ساتلو او دې ډلې تهيې د خلکو د جذبولو په برخه کې فعال رول لوباوه.
داعش ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې د موعود په نامه پر ښوونیز مرکز د برید چې لسګونه زدهکوونکي پهکې ووژل شول، مسؤلیت منلی دی.
ملي امنیت وايي، دې څلور کسیزه ډلې د کابل په قرغه کې یو پټن ځای درلود چې د ځانګړو ځواکونو لهخوا ترې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم دهند په وړاندې لوبو لپاره خپل تمرینات پیل کړل
د افغانستان د کریکټ ملي ټیم دهند په وړاندې لوبو ته چتموالي لپاره پرون ماښام خپل تمرینات پیل کړل.
د افغانستان کریکټ بورډ په خپله فیسبوکپاڼه ددغه خبر په خپرولو سره دهند په وړاندې شل اوریزې لوبې سترې او زړه راښکونکې بللي دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان په کوربتوب د دریو شل اوریزو لوبو دغه لوبړۍ د راتلونکې یکشنبې په ورځ دهند پلازمینه نوي ډهلي کې پیل شي.
که څه هم افغانستان له څو کلونو راهیسې خپلې نړیوالې سیالۍ په عربي متحدو اماراتو او هند کې ترسره کوي خو دا به لومړی ځل وي چې یو هېواد د هند پر خپله خاوره کې د دې هیواد د ملي لوبډلې کوربه توب کوي.
قطر په افغانستان د خپل رول په دوام ټینګار کوي
قطر په افغانستان کې د فعال نړیوال شریک په توګه پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.
په جینیوا کې د ملګرو ملتونو دفتر کې د قطر دایمي استازي عبدالله بن علي بهزاد دبشري حقوقو د شورا غونډې ته ویلي چې دوحه د منځګړیتوب د هڅو او د افغانستان په اړه د خبرو اترو او غونډو د کوربهتوب له لارې د یوه فعال نړیوال شریک په توګه خپل رول ته دوام ورکوي.
هغه ویلي چې قطر غواړي په دې توګه د نړیوالې اجماع په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او د خبرو اترو او همغږۍ لپاره زمینه برابره کړي.
د قطر استازي ټینګار کړی چې باید یوه هراړخیزه تګلاره غوره شي چې بشري مرستې له مسؤولانه سیاسي تعامل سره یوځای کړي، څو د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره د افغان ولس هیلې او غوښتنې ترسره شي.
قطر په تیرو دوه لسیزو کې دافغانستان په سیاسي ، دیپلوماتیکو او بشري چارو کې فعال رول لوبولی دی. د ۲۰۲۰ کال په فبروری کې د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې لپاره تړون په دوحه کې لاس لیک شو او ترهغه وروسته د قطر پلازمینه د بین الافغاني خبرو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دغونډو کوربه وه.
ګڼو لویدیځو هیوادونو په ۲۰۲۱ کال واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته افغانستان کې خپل سفارتونه تړلي او ددغه هیواد اړوند چارې له دوحې سمبالوي.
د سواد زدهکړې نړیواله ورځ؛ افغانستان لاهم د بېسوادۍ له پراخ کړکېچ سره مخ دی
د سپټمبر اتمه د سواد د زدهکړې نړیواله ورځ ده.
دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ترڅنګ چې له سواد څخه بېبرخې دي، نجونې هم له شپږم ټولګي پورته د خپلو زدهکړو له دوام څخه محرومې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د شمېرو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې د خپلو زدهکړو د دوام څخه محرومې شوې دي.
که څه هم په افغانستان کې د بېسواده کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نهشته، خو شاوخوا یو کال وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغه وخت ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا، ویلي و چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د بېسوادۍ کچه پهکې ډېره لوړه ده.
هغې ویلي و چې په افغانستان کې یوازې ۵۰ سلنه نارینه او ۲۰ سلنه ښځې د لوستلو او لیکلو وړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د نړیوالې سواد زدهکړې ورځې په مناسبت ویلي چې زدهکړه د هر انسان حق دی او اوسمهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۳۹ میلیونه کسان لا هم د سواد له لومړنیو مهارتونو څخه بېبرخې دي.
په افغانستان کې د فستولا د درملنې خدمات پراخ شوي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په افغانستان کې ویلي چې د فستولا د وړیا درملنې خدماتیې پراخ کړي دي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر ۷مه» په خپله اېکسپاڼه کې د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي چې له دې وروسته د فستولا ناروغې ښځې کولای شي د درملنې لپاره په کابل کې رابعه بلخي روغتون او په کندهار کې میرویس حوزوي روغتون ته مراجعه وکړي.
فستولا یوه روغتیايي ستونزه ده چې ډېری وخت د زېږون پر مهال روغتیايي خدمتونو ته د نهلاسرسي له امله رامنځته کېږي.
د دې ناروغۍ په پایله کې ناروغې ته د ادرار یا غایطه موادو بېاختیاري او نورې روغتیايي ستونزې رامنځته کېږي.
خو په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله، په دې ناروغۍ اخته ښځې ډېری وخت له نورو سره د خپلې ناروغۍ په اړه خبرې نهکوي او په ډېرو مواردو کې له ټولنې منزوي کېږي.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (یو اېن اېف پي اې) د جولای په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې د موجودو اټکلونو له مخې، ښايي په افغانستان کې له ۱۵ زرو څخه ډېرې ښځې له داسې فستولا سره ژوند کوي چې درملنهیې نهده شوې.
افغانستان په نړۍ کې د دې ناروغۍ د لوړې کچې لرونکو پنځو هېوادونو څخه یو دی.
طالبانو له یوه سعودي شرکت سره د کشک-تېرپُل نفتي حوزې قرارداد وکړ
افغانستان کې د طالبانو حکومت د کشک-تېرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد له یوه سعودي شرکت سره لاسلیک کړ.
دا قرارداد د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر ۷مه» په رسمي مراسمو کې چې د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پهکې ګډون درلود، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د ډېلټا انټرنشنل شرکت د مسؤلینو ترمنځ لاسلیک شو.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د قرارداد له مخې، ډېلټا انټرنشنل شرکت به په لومړي پړاو کې د کشک-تېرپُل د نفتي حوزې د اوو ګازي بلاکونو د اکتشاف او استخراج لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم حاضر و.
د کشک-تېرپُل نفتي حوزه د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ موقعیت او شاوخوا ۲۲ زره مربع کیلومتره مساحت لري.
انتونیو ګوتیریش: واکمن چارواکي دې پرافغان ښځو او نجونو لګول شوي ټول بندیزونه لیرې کړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د دوامداره توپیري چلندونو په اړه چې د هغوی د ژوند پر ټولو اړخونو اغېزه کوي، ژوره اندیښنه ښکاره کړې. په هغې خبرپاڼه کې چې د هغه د ویاند سټیفن دوجاریک له خوا د سپټمبرپه ۶ خپره شوې، ویل شوي چې د عامه ژوند، ښوونې او روزنې او همدارنګه د کار په ډیری برخو کې د ښځو پر بشپړ ګډون محدودیتونه د دوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات اوهم په نړیواله ټولنه کې د دې هېواد د بیا ادغام پر وړاندې لا هم یو مهم خنډ دی. په خبرپاڼه کې د سپټمبر اومې ته په اشاره ویل شوي چې یو کال پوره کیږي چې افغان میرمنې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له لاسرسي څخه منع شوې دي. د خبرپاڼې له مخې دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د دې سازمان وړتیا افغان ولس ته د ژوند ژغورنې او نورو مرستو رسولو په برخه کې کمزوري کوي. هغه هم په داسې وخت کې چې اړتیاوې لا هم ډېرې دي. د ملګروملتونو سرمنشي پرافغانستان له واکمنو چارواکو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي ټول بندیزونه لرې کړي او د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې د دوی حقونه په بشپړه، مساوي او اغېزمنه توګه خوندي کړي.
په بغلان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې ۴ تنه مړه شوي دي
سیمه ییز چارواکي په بغلان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د څلورو کسانو د مړه کیدو خبر ورکوي.
په بغلان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وینا دا پیښه د یکشنبې په ورځ د تاله و برفک ولسوالۍ په یوه کان کې د ګازو د خپریدو له امله رامنځته شوې ده. د دې ادارې ریس سید مصطفي هاشمي فرانسپرس آژانس ته ویلي چې دغه کان د خوندیتوب له پلوه له معیارونو سره برابر نه وو.
هغه وویل: "دغو کسانو د ډبرو سکاره ایستل، چې له بده مرغه دا پېښه رامنځته شوه. دوی ګازو نیولي وو او مړه شول."
د تېر کال په جولای میاشت کې هم په بغلان کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله شپږ کان کیندونکي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي وو.
برهام صالح: د افغان ښځو او نجونو حقونه باید رعایت شي
د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنر برهام صالح وایي، د افغان ښځو او نجونو حقونه باید رعایت شي.
صالح د یکشنبې په ورځ د سپټبمرپه ۶ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، یو کال کېږي چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کارکولو منع شوي او د هغوی حقونه او ازادۍ لا هم په منظم ډول محدودېږي. زه هم له انتونیو ګوتېرېش سره یوځای غوښتنه کوم چې دغه توپیري چلند پای ته ورسول شي. د افغان ښځو او نجونو حقونه، کرامت او راتلونکی باید خوندي او رعایت شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د یکشنبې په ورځ د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د دوامداره توپیري چلندونو په اړه چې د هغوی د ژوند پر ټولو اړخونو اغېزه کوي، ژوره اندیښنه ښکاره کړه او له واکمنو چارواکو یې وغوښتل چې پرښځو او نجونو ټول محدودیتونه لیرې کړي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د سختو چلندونو په ترڅ کې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبرپه ۷ د ملګروملتونو په ادارو کې افغان ښځینه کارکونکې هم له کارکولو منع کړې.
د ډله ییز امنیتي تړون غړي د افغانستان جنوبي پولو ته څېرمه پوځي تمرینونه کوي
د ډله ییز امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه به د «۲۰۲۶ سرحدونه» په نوم د سپټمبر له ۱۲مې تر ۱۹مې پورې په قزاقستان کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي. د دغو تمرینونو هدف د پولو د امنیت او د ګډو پوځي عملیاتو د همغږۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.
د قزاقستان دفاع وزارت ویلي، د تمرینونو اصلي پړاو به د ژېتېسو سیمې په کوکتال پوځي روزنیز ډګر کې ترسره شي. د ډله ییز امنیتي تړون غړي هېوادونه به په دغو تمرینونو کې د ځواکونو د چټک ځای پر ځای کولو، ګډې قوماندې او کنټرول او له پولې هاخوا د احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ګډو پوځي عملیاتو تمرین وکړي.
دا تمرینونه په داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان له وضعیت سره تړلو امنیتي اندېښنو له امله د منځنۍاسیا هېوادونه خپلې جنوبي پولې له نژدې څاري. د دې تړون په وینا، له افغانستان څخه د وسلوالو ډلو د احتمالي اوښتو، د وسلو قاچاق او د نشهيي توکو قاچاق د سیمې له مهمو امنیتي ګواښونو څخه دي.
د م.م. د بشري حقونو د شورا په غونډه کې پر افغانستان خبرې کېږي
د ملګروملتو د بشري حقونو شورا به نن (دوشنبه) په جینیوا کې په خپله ۶۳ مه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ دې غونډې ته د افغانستان د بشری حقونو د وضعیت به اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د بشري حقونو شورا په ۲۰۰۶ کال کې له جوړېدا وروسته په دې برخه کې د څو اړخیزو نړیوالو بحثونو پر یوه مهم فورم بدله شوې ده.
د بشري حقونو نړیواله شورا د افغانستان د وضعیت په ګډون د هغو هېوادونو لپاره چې خلک یې له جدي سرغړونو او د ظلمونو له خطر سره مخ دي، د څار، راپور ورکولو او نړیوال فشار له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.