د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۱

افغانستان

افغان چارواکي په فاریاب کې د ۲۵ سرتېرو وژل او د ۱۶ یرغمل ردوي

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي هغه راپورونه ردوي چې ګوندې په فاریاب کې د ملي اردو د سرتېرو پر یوه کتار د وسله‌والو طالبانو په کمین او بریدونو کې دې د ملي اردو شااوخوا ۲۵ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور دې یرغمل شوي وي.

د ملي اردو سرتېرو ته د اوښتو تلفاتو او یرغمل کېدو ادعاوې د فاریاب د ولایتي شورا دوو غړو کړې وې او ویلي یې وو چې دا پېښه پرون هغه مهال وشوه چې شااوخوا ۳۰۰ افغان سرتېري د فاریاب له غورماچ ولسوالۍ څخه میمنې ته په لاره وو چې په قیصار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له یوه کمین سره مخامخ شول.

د دغې قول اردو ویاند حنیف رضایي ازادي راډیو ته د دغو ادعاوو په ردولو سره د دغې پېښې په اړه وویل:

"پرون په هماغې لومړۍ مرحله کې د ترهګرو طالبانو ۷۳ تنه ووژل شول او ۳۱ یې هم ټپیان شول، په خواشینۍ سره د افغان امنیتي ځواکونو ۴ غړي هم شهیدان او نهه نور ټپیان شوي دي، زموږ کتار له سیمې تېر شو او په قیصار ولسوالۍ کې دېره د ملي اردو اډې ته ورسېد."

د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي نادر سعیدي دغه‌راز وویل چې غورماچ ولسوالۍ چې له څو ورځو راهیسې محاصره وه، اوس په بشپړ ډول د طالبانو په کنټرول کې ده.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

  • پخواني معلومات

د راپورونو له مخې، په فاریاب کې د ملي اردو د سرتېرو پر یوه کتار د وسله‌والو طالبانو په برید کې شااوخوا ۲۵ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور یرغمل شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا دوو غړو دا پېښه تأیید کړې او ويلي یې دي چې پرون شااوخوا ۳۰۰ افغان سرتېري چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې دېره وو، له خپلې قرارګاه څخه ووتل او میمنې ته په لاره په قیصار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له یوه کمین سره مخ شول.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ۲۰ نور سرتېري ټپیان شوي او له ۱۰ تر ۲۰ پورې پوځي عرادې او د سرتېرو مړي د پېښې په ځای کې پاتې دي.

د ولایتي شورا یوه بل غړي نادر سعیدي وویل چې د پېښې په ځای کې پرېښودل شوي پوځي وسایل په هوایي بمبارۍ کې له‌منځه وړل شوي او غورماچ ولسوالۍ اوس په بشپړ ډول د طالبانو په کنټرول کې ده.

خو په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا د فاریاب په قیصار، غورماچ او کوهستان ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او له وسله‌والو طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو په نښتو کې د طالبانو د څو مهمو قوماندانانو په ګډون، د نږدې ۱۵۰ وسله‌والو د وژل کېدو او د ۴۴ نورو د ټپي کېدو ادعا شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طلوع نیوز د خپلو دوو خبریالانو نیول کیدل تایید کړل

له تلوع نیوز څخه اخیستل شوي تصویرونه
له تلوع نیوز څخه اخیستل شوي تصویرونه

طلوع نیوزخصوصي رسنۍ تایید کړه چې دوه خبریالان یې په کابل کې د طالبانو د چارواکو له خوا نیول شوي دي.

دې رسنۍ پرخپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې یوازې دومره ویلي چې چارواکو ورته ویلي چې د اړوندو قانوني پروسو له بشپړیدو وروسته به په دې اړه نور جزیات له دوی سره شریک کړي. طلوع نیوز د نیول شویو خبریالانو نومونه عمران دانش او منصورنیازي یاد کړي چې د نیازي د نیول کیدو راپورونه له تیرو دوو ورځو پرخواله رسنیو کې خپاره شوي و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مې په درېیمه، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو د زیاتېدو او د خبریالانو د پراخو نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي وچې په تېر یوه کال کې لږ تر لږه د خبریالانو د ګواښ ۱۲۷ پېښې او د هغوی د نیولو ۲۰ پېښې ثبت شوې دي، چې یو شمېر یې د طالبانو د حکومت د رسنیزو پالیسیو د نه پلي کولو یا ترې د سرغړونې په تور نیول شوي وو.

بنو کې موټر بم او ډله ییز برید ۱۴ پولیس وژلي دي

ارشیف
ارشیف

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوه مرکز موټربم او ډله ییز برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د پولیسو د یوه مسول سجاد خان په حواله دغه ارقام خپاره کړي.

راپورونه وایي برید پرون شنبه د پولیسو د مرکز مخته په موټربم سره پيل شو او وروسته یوه ډله نور وسله وال د پولیسو مرکز ته دننه شول.

برید کې د لږ تر لږه ۳ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.

د اتحاد المجاهدین په نوم یوې وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی.

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې دوې ورځې پرله پسې د ورښتونو او سیلونو اټکل شوې

ارشیف- افغانستان
ارشیف- افغانستان

ټاکل شوې ده چې یکشنبه او دوشنبه د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او د سیلونو د بهیدو امکانات شته.

دا وړاندوینه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بیان کې د شنبې په ورځ وکړه.
د دې بیان له مخې په بلخ، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندز او بغلان کې د ورښتونو امکانات شته.

په ځینو ولایتونو کې د لسو او په ځینو نورو کې تر دیرش ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو اټکل شوی دی.

کرزی: پاکستان د ډیورنډ کرښې د رسمیت پیژندنې هڅې کوي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د ډیورنډ کرښې ته نژدې پر کلیو بانډو د پاکستان له خوا پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شوي او داسې ښکاري چې د دې فشارونو هدف دا دی چې سیمه ییز خلک وهڅوي چې د امنیتي ستونزو او نورو مسایلو د حل لپاره اړوندو پاکستاني ادارو ته مراجعه وکړي.

ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې دا هم ولیکل چې د وضعیت په پایله کې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د یو شمیر قومي مشرانو ترمنځ د "سولې تړون" په نوم اسناد لاسلیک شول، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د دې تړون تایید او هرکلی وکړ.

کرزی وایي چې دا پرمختګونه د پاکستان لخوا د ډیورنډ فرضي کرښې د مشروعیت لپاره یوه هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد یو عمل دی.

د نورستان او د ډیورنډ کرښې پورې غاړې قومي مشرانو د وري په څلرویشتمه جرګه وکړه، بیا دوې اونۍ وروسته د کونړ او د باجوړ او مومندو مشرانو جرګه وکړه. په دې جرګو کې پریکړه وشوه چې په سیمه کې به اوربند وي او د افغانستان او پاکستان ځواکونه به سرغړونه نه کوي.

د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم عمره لوبډله تاجکستان ته ولاړه

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه

د افغانستان د فوټبال له ۲۰ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د شنبې په ورځ په فیسبوک کې ولیکل چې دا لوبډله به د مرکزي اسیا « کافا» د ۲۰۲۶ کال د ۲۰ کلنو کم عمره اتلولۍ په سیالیو کې برخه واخلي.

دغه سیالۍ د تاجیکستان په کوربتوب ‌ د مې له ۱۲مې تر ۱۷مې ترسره کېږي چې د افغانستان، ترکمنستان، تاجیکستان، اوزبېکستان او قرغزستان لوبډلې پکې ګډون کوي.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ له ترکمنستان سره وکړي.

د بریتانیا د سیمه ییزو شوراګانو په انتخاباتو کې ۴ افغانان بریالي شوي

د درو ښځو په ګډون ۴ افغانان د بریتانیا د سیمه ییزو شوراګانو په انتخاباتو کې بریالي شوي دي.

د کارګر ګوند غړي پیمانه اسد، رابعه نسیمي او شهیره کریمي د لندن او عبدال بوستاني د ګلاسګو د سیمه‌ییزې شورا په ټاکنو کې بریالي شوي دي.

د لندن د سیمه ییزې شورا انتخابات د پنجشنبې په ورځ وشول.

پیمانه اسد له هغو رایه ورکوونکو مننه کړې چې د درېیم ځل لپاره یې بیا هغې ته رایه ورکړه.

هغې د دغو ټاکنو د ستونزو په اړه لیکلي: «ځینو خلکو به راته ویل چې زه ریښتینې مسلمانه نه یم، ځکه چې د دوو دولتونو پر حللارې باور لرم. ما ته به یې صهیونیسته ویل، او ځکه چې پلار مې د افغانستان پښتون دی، طالبان به یې راته ویل. همداراز، د بهرني سیاست په اړه د خبرو کولو له امله به یې د چوپولو لپاره د مرګ ګواښونه راته استول.»

مېرمن اسد ټینګار کړی: «ما دا ټول بریدونه وزغمل او د درېیم ځل بریا مې ترلاسه کړه. ان تر دې چې د تر ټولو ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره د نوملړ په سر کې راغلم.»

د بریتانیا د پنجشنبې ورځې د ټاکنو پایلې ښيي چې د صدراعظم کی‌یر سټارمر په مشرۍ کارګر ګوند، د انګلستان په سیمه‌ییزو شوراګانو او د سکاټلنډ او وېلز په رایه‌اچونو کې له پراخې ماتې سره مخ شوی دی.

په مقابل کې، د «ریفرم یوکې»، د سکاټلنډ ملي ګوند، د وېلز «پلاید کامري» ګوند او زرغون ګوند په یو شمېر حوزو کې پرمختګ کړی دی.

دا ټاکنې د انګلستان د ۱۳۶ سیمه‌ییزو شوراګانو او د سکاټلنډ او وېلز د سیمه‌ییزو پارلمانونو لپاره ترسره شوې وې، او د ۲۰۲۹ کال تر عمومي ټاکنو مخکې د کارګر حکومت لپاره د عامه افکارو تر ټولو مهمه ازموینه بلل کېږي.

( یو این ایچ سي ار): افغانستان ته د ګڼ شمیر کډوالو ستنېدنه هم خطرناکه ده او هم ګټوره

UNHCR and IOM
UNHCR and IOM

د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمشنري استازی وایي، افغانستان ته د میلیونونو کډوالو ستنیدل ښایي په دغه هیواد کې د بې ثباتۍ سبب شي، خو عرفات جمال زیاته کړه چې د افغانستان بې ثباتي په سیمه کې د هیچا په ګټه نه ده او که داسې څه وشي ښایي د ټولې سیمې لپاره دا ګډوډي خطرناکه وي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه دا هم وویل چې ممکن افغانستان ته د ډيرو کډوالو ستنیدنه د دغهَ هیواد د اقتصادي ودي سبب هم شي او دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې غواړي.

د ملګرو ملتو د شمیرو له مخې تیرمیلادي کال دوه میلیونه او اته لکه افغانان له پاکستان او ایرانه خپله هیواد ته ستانه شول چې روان کال تر دې دمه د تیرکال په پرتله د کډوالو د ستنیدو بهیر ګړندی شوی دی.

پنځه افغانان چې په غلا حج ته تلل، نیول شوي

عرفات غونډۍ- ارشیف
عرفات غونډۍ- ارشیف

په سعودي عربستان کې پنځه افغانان په دې تور نیول شوي چې په پټه یې غوښتل چې د حج په سږنیو مراسمو کې ګډون وکړي.

سعودي رسنۍ راپور ورکوي چې دې کسانو هڅه کوله چې د دښتې له لارې په پښو مکې مکرمې ته ولاړ شي.

د سعودي عربستان دولت هر کال د خپل هیواد دننه او بهر د مسلمانانو لپاره په حج کې د ګډون په خاطر مشخصه سهیمه اعلانوي.

له افغانستانه په سږني حج کې دیرش زره کسان برخه اخلي.

د حج مراسم د روانې مې میاشتې په وروستیو کې پيلیږي.

د ازادو مبارزو یو افغان لوبغاړی له خپل ارجنټایني سیال سره مسابقه کوي

د کرویشیا پلازمېنه، زاغرب
د کرویشیا پلازمېنه، زاغرب

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی واحد اله نژند د شنبې په ورځ ( د مې ۹ مه) له خپل ارجنټایني سیال لوریانو ستاروپولي سره لوبه کوي.

واحد اله نژند او ستاروپولي د اووه اویا کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په کورایشیا کې سره مخامخیږي.

نژند تر اوسه لس ځله خپل سیالان مات کړي او دوه ځله یې شکست په برخه شوی، ستاروپولي بیا دیارلس لوبې ګټلي او په اوو کې یې ماته خوړلې.

هرات کې مسافروړونکی بس اوښتی لږ تر لږه ۲ کسان مړه او ۵۱ نور ټپيان دي

د کابل - هرات لویه لار
د کابل - هرات لویه لار

د هرات په ادرسکن کې د یوه مسافر وړونکي بس د اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۲ کسان مړه او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپيان دي.

پولیس راډیو چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړونده رسنۍ ده نن د پېښې په اړه راپور ورکړی.
د راپور په اساس بېګا ناوخته د هرات ادرسکن ولسوالۍ سره په لویه لار ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس چپه شوی او مسافرو ته یې مرګژوبله اوښتې ده.

ټپيان نږدې روغتونو ته وړل شوي.

د افغانستان لویې لارې په تېره د کابل – کندهار – هرات لویه لار تل د خونړیو ټرافیکي پېښو شاهدې دي چې هر کال پکې سلګونو کسانو ته مرګژوبلې اوړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG