د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

نیویارک ټایمز: افغانستان د روغتیايي کارکوونکو لپاره له خطرناکو هېوادونو دی


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د مرستندویو روغتیايي ډلو خوندیتوب ته د جګړې د ښکېلو اړخونو د پاملرنې لپاره د ملګرو ملتونو د غوښتنې په اړه یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه لیکي، افغانستان د روغتیايي کارکوونکو لپاره اوس هم د نړۍ د درېیو ډېرو خطرناکو هېوادونو په ډله کې دی او په دې هېواد کې په دې وروستیو کې د تشدد پراخېدل ډېر وخت د دې باعث کېږي چې ملکي وګړو ته د مرستو د رسولو مهمې چارې له خنډ سره مخ شي.

نیویارک ټایمز لیکي، ملګري ملتونه د روغتیايي ډلو د خوندیتوب غوښتنه په داسې حال کې کوي چې مرستندویو ټولنو غرني ښار ته چې د څو ورځو لپاره د طالبانو په محاصره کې و، د مرستو رسول پیل کړي دي.

ویل کېږي چې د غزني روغتونونه د جګړې په ټپیانو ډک دي او په دې ښار کې برښنا او نور خدمات نه‌شته.

نیویارک ټایمز د مطلب په دوام لیکي چې د افغانستان د خلکو پر روانو دردونو سربېره سږ کال وچکالي هم د دې هېواد له درېیو دوه برخې سیمې ځپلې دي.

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د هغو ارقامو یادونه کوي چې وايي، د افغانستان له دوه میلیونه زیات وګړي ښايي د دې وچکالۍ له کبله، د خوړو له کمښت سره مخ شي.

د دې ارقامو له مخې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپاره کړي، د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو خلک به تر ټولو زیات زیان وویني چې په دې ترڅ کې یوازې له دوو ولایتونو څخه له ۲۰ زرو زیات خلک لا دمخه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

  • واشنګټن پوسټ

بلې امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د یوه امریکايي پوځي روزونکي وژل کېدو ته د اشارې په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکا ستراتېژي څېړلې ده.

امریکایي افسر جوزف ماسیل چې د امریکايي سلاکارانو د لوا په تشکیل کې اوس اوس افغانستان ته استول شوی و، د شنبې په ورځ د یوه افغان سرتېري له‌خوا چې ده روزنه ورکوله، په ډزو ووژل شو.

ورځپاڼه لیکي، دا لوا د افغانستان د جګړې لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتېژۍ په ترڅ کې د روان کال په پیل کې افغانستان ته استول شوې او د ورځپاڼې په وینا، دنده‌یې د ملي اردو او ملي پولیسو د سرتېرو روزنه وه.

د امریکا د پوځ چارواکي وايي، ماسیل د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې په یوه وسله‌واله حمله کې سخت ټپي شوی و چې وروسته‌یې ساه ورکړه.

د امریکا د پوځ ویاند ویلي چې په دې حمله کې دوه نور امریکايي سرتېري هم ټپیان شوي چې حالت‌یې د اندېښنې وړ نه‌دی.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د دې سرتېري وژل کېدل به د پنټاګون هغه پلان چې له نوې ستراتېژۍ سره سم غواړي امریکايي پوځیان د متعارفو سلاکارانو په توګه له افغان ځواکونو سره په نږدې ساحو کې په دنده وګماري، له نویو مخالفتونو سره مخامخ کړي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې افغان او امریکايي پوځیانو پخوا هم په ګډه ګزمې او عملیات کول، خو وروسته له دې چې په افغانستان کې د دېره امریکايي سرتېرو شمېر د پخواني ولسمشر بارک اوباما ادارې راکم کړ، نو د دوی ګډ عملیات هم راکم شول.

XS
SM
MD
LG