د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

په جوزجان کې د هېواد د خپلواکۍ په مناسبت بېلابېلې لوبې کېږي


د جوزجان د بدني روزنې امر وايي، د اسد د ۲۸ یا د هېواد د خپلواکۍ د لماځلو په مناسبت ۲۰ فدراسیونونو د بېلابېلو لوبو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیولی.

صدیق فایز نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې به د جوزجان په بخدي پارک کې ترسره شي.

نوموړي وویل، سیالیو لپاره تر اتیا سلنې چمتووالۍ نیول شوی او هېله مند دی چې په ډېر شمېر کې نندارچیان به له دغو لوبو لېدنه وکړي.

ښاغلی فایز وايي، دوی تر ډېره هڅه کوي چې د افغانستان دودیزې لوبې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG