د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

د درسونو ترڅنګ نور فعالیتونه د محصلانو لپاره څومره ګټور دي؟ 


په ګڼو هېوادونو کې محصلان د دې ترڅنګ چې زده کړې کوي، د تحصیل په مهال په داسې فعالیتونو کې هم ونډه اخلي چې د دوی تجربه ورسره زیاتېږي او له دې لارې دوی په ټولنه کې ځان مطرح کولای شي.

د مثال په ډول، د ژورنالېزم پوهنځي محصلان اخبار چاپوي، د ادبیاتو پوهنځي محصلان د مشاعرو او ادبي غونډو تابیا کوي، د طب، انجینرۍ، حقوقو او نورو علومو محصلان د خپلې رشتې مطابق سیمینارونه او غونډې جوړوي او دغسې د هرې برخې محصلان د تیوريکي زده کړو ترڅنګ، د عملي زده کړو او کار زمینه هم ځان ته برابروي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ facebook.com/TandySangy:

او د همایون هېواد پر دې برښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولای شئ hewadm@rferl.org:

یادونه: "تاندې څانګې"د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې همایون هېواد یې جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ په دوه بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي.

د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:57 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG