د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۰۱

پوتین پر روسیې د امریکا احتمالي بندیزونه غیرقانوني بللي


د روسیې ولسمشر او د دې هېواد امنیت شورا د امریکا له خوا پر روسیې احتمالي بندیزونه غیرقانوني بللي او غندلي یې دي.

روسي رسنیو د کرملین د ویاند دیمیتري پیسکوف له قوله راپور ورکړی چې نوموړی وايي، د روسیې د امنیت شورا له غړو سره د ولسمشر ولادیمیر پوتين په پرونۍ کتنه کې ټینګار وشو چې دا اقدامات د نړیوالو قوانینو له مخې هېڅ راز مشروعیت نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تيره اوونۍ وویل چې پر روسیې به د دې هېواد د استخباراتو د پخواني جاسوس سرګي سکريپال د مسمومېدو د قضیې په تړاو نوي بندیزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG