د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۳۶

په امریکا کې بې اجازې یوه الوځلول شوې الوتکه نسکوره شوې


د متحدایالاتو د شمال لويدیځ ایالت واشنګټن د هوايي ډګر یوه کاروکونکي پرون یوه تشه الوتکه بې اجازې والوځوله چې وروسته بیا نسکوره شوه.

د سیاتل د تاکوما هوايي ډګر چارواکي وايي، دا الوتکه پرون له دې ډګر څخه والوته او په پوګېټ پانډ کې نسکوره شوه.

پولیس وايي، د الوتکې پیلوټ ځان وژنې ته تمایل درلود او ښايي په پېښه کې وژل شوی وي.

د دوی په وینا، داسې شواهد یې نه دي موندلي چې دا به کوم ترورېستي عمل و.

الاسکا ایرلاینز ویلي دي چې د دې الوتکې د اړوندو چارو مدیریت د هورایزن ایر شرکت په غاړه و.

د راپورونو له مخې، د امریکا د پوځ دوو جنګي الوتکو دا تښتول شوې الوتکه تعقیبوله، خو د هغې په نسکورولو کې یې ونډه نه درلوده.

XS
SM
MD
LG