د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

خبرونه

پوتین پر مسکو د امریکا له لوري ممکنه بندیزونه غیرقانوني بللي

د روسیې ولسمشر او د روسیې د امنیت شورا پر مسکو د امریکا له لوري ممکن بندیزونه "په بشپړډول غیرقانوني" بللي دي.

د روسیې خبري اژانسونو د کرېملېن د ویاند، دېمېتري پېسکوف په حواله دا وینا خپره کړې ده.

پېسکوف پرون جمعه ویلي چې پوتین د روسیې د امنیت شورا له غړو سره غونډه کړې او د "واشنګټن له لوري د نورو ممکنو غیردوستانه " اقداماتو پر څرنګوالي یې خبرې کړې دي.

پېسکوف رسنیوته ویلي چې په دې غونډه کې ټینګار شوی چې "داسې اقدامات د نړیوالو قوانینو پر اساس، په یومخیز ډول غیر مشروع" دي.

د روسیې دبهرنیوچارو وزیر، سرګې لاوروف هم پرون د امریکا دبهرنیو چارو له وزیر، مایک پومپئو سره په ټلیفون ږغېدلی او ورته ویلي یې دي چې مسکو د امریکا د بندیزونو وروستی پلان رد کړی دی.

تردې وړاندې، د روسیې صدراعظم دېمېتري میدویدف وویل چې که واشنګټن د روسیې پر بانکونکو ولګوي مسکو به يې "د اقتصادي جنګ" اعلان وګڼي او په مقابل کې به یې له "اقتصادي، سیاسي او نورو" لارو وروته اقدام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ وویل چې په بریتانیې کې د پخواني روسي جاسوس، سرګې سکرېپال د مسمولو په پېښه کې د روسې د لاس درلودلو له امله به پر مسکو بندیزونه ولګوي.

سپینې ماڼۍ پرون یو وار بیا پر سرګې سکرېپال د کیمیاوي موادو حمله وغندله.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملګرو ملتونو د افغانستان له داخلي بېځایه شویو سره د چین د مرستو مننه کړې

ارشیف: په کابل کې د بېځایه شویو کډوالو د یوه کمپ څنډه
ارشیف: په کابل کې د بېځایه شویو کډوالو د یوه کمپ څنډه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د چین د دولت مننه کړې چې په افغانستان کې له داخلي بېځایه شویو سره د بشري مرستو په رسولو کې همکاري کوي.

دغې ادارې نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "ستاسو ملاتړ له موږ سره مرسته کوي چې په افغانستان کې یو شمېر زیانګالو خلکو ته امېد او مرسته چمتو کړو."

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو شمېر درې میلیونه او دوه نیم لکه دی او پنځه میلیونه او درې لکه نور افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو په توګه ثبت شوي دي.

که څه هم ژمی ختم شوی، خو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې اورښتونه روان دي چې د دغو بېځایه شویو ژوند یې هم اغېزمن کړی دی.

اسراییل د سوریې یو پوځي بنسټ ویشتی

ارشیف
ارشیف

د اسراییل په نننیو حملو کې د سوریې په جنوب کې د سوریې یو پوځي بنسټ ویشتل شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د سوریې د سویدا او درعا ولایتونو ترمنځ په دې حمله کې چې ګومان کېږي د اسراییل له خوا شوې، د سوریې د پوځ د رادار تاسیستات په نښه شوي دي.

د سوریې دولتي اژانس سانا د پوځ د اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، اسراییل د سوریې په جنوب کې د هوايي مدافع یوه قطعه ویشتلې او مالي زیانونه یې اړولي دي.

زیلینسکي یو وار بیا له لوېدیځو متحدانو د نورو هوايي مدافع دستګاوو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي یو وار بیا د اوکراین له لوېدیځو متحدانو وغوښتل چې کییف ته د هوايي مدافع نورې دستګاوې ورکړي.

دا غوښتنه داسې وخت کېږي چې د روسیې د میزاییلو په نننیو خونړیو حملو کې هم د اوکراین ښارونه او د انرژۍ مهم بنسټونه په نښه شوي دي.

زیلینسکي نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي: "هر هېواد چې اوکراین ته د هوايي مدافع دستګاوې ورکوي او هر رهبر چې زموږ شریکان هڅوي، څو د هوايي مدافع دستګاوې باید په تحویلخانو کې خوندي نه شي بلکې باید په هغو ښارونو کې ځای پر ځای شي چې له ترور سره مخامخ دي، دا د ژوند د خوندي کولو یو ملاتړ دی."

نن سهار وختي د اوکراین پر دنیپرو سیمه د روسیې د میزاییلو په حمله کې لږ تر لږه ۲ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

غچ اخيستنه؛ اسراییل په ایران هوايي برید کړی

د اسراییلو يوه الوتکه د بمبار پر مهال
د اسراییلو يوه الوتکه د بمبار پر مهال

د راپورونو له مخې اسراییلو د ایران د بریدونو په غچ په ایران باندې هوايي برید کړی دی.

دا خبره اې بي سي امریکايي تلوېزیون ته یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي تایید کړې ده.

یو شمېر رسنیو بیا د ایران له اصفهانه د درنو چاودنو د غږونو د اورېدو راپورونه ورکړي.

د ایران فارس خبري اژانس هم د جزییاتو له ورکړې پرته تایید کړې چې د اصفهان په ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

اصفهان کې د ایران ګڼې اټومي تاسیسات پراته دي چې تر ټولو مهم یې د نطنز بټۍ او د یورانیمو د بډاینې مرکز دی.

اسراییلو تر دې مخکې خبرداری ورکړی وو چې د ایران د توغندیزو بریدونو ځواب به ورکړي.

اخوا د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چې په ګڼو ښارونو کې یې د جمعې په ورځ د هوايي دفاع سیستمونه فعاله کړي دي.

د تهران د پلازمېنې امام هوايي ډګر پروازونه هم تر سهاره پورې ځنډېدلي دي.

په پاکستان کې سختو ورښتونو او سېلابونو تر ۴۰ زیات کسان مړه کړي

په خيبرپښتونخوا کې وروستيو سېلابونو هم خلکو ته زيانونه اړولي.
په خيبرپښتونخوا کې وروستيو سېلابونو هم خلکو ته زيانونه اړولي.

د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سختو ورښتونو او د سېلابونو راوتلو تر ۴۰ زیات کسان مړه کړي دي.

ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۸مه پر ايکس پاڼه ویلي چې په بارانونو او سېلابونو کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۶ ژوبل دي.

پي ډي اېم اې وايي چې په وروستیو ورښتونو او سېلابونو کې ۳۲۶ کورونه او ودانۍ بشپړې ړنګې شوي.

د بلوچستان حکومتي چارواکو هم ویلي دي چې په هغه صوبه کې د ورښتونو پر مهال په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر اتو ته رسېدلی او نهه تنه ژوبل دي.

اخوا د پاکستان صدراعظم شهبازشریف په ورښتونو کې د پېښو او سېلابونو پر مهال د وژل شویو کورنیو ته ۲۰، ۲۰ لکه او ژوبلو کسانو ته د پنځه لکه روپیو ورکولو اعلان کړی دی.

د بریتانیا سنا رونډا ته د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د لېږلو پلان رد کړ

د بریتانیا پارلمان او د دې هېواد بیرغ
د بریتانیا پارلمان او د دې هېواد بیرغ

د بریتانیا مشرانو جرګې رونډا ته د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د لېږلو پلان رد کړ.

د بریتانیا حکومت په پام کې لرل چې یو شمېر افغان کډوال، چې پخوا یې په افغانستان کې له برتانوي پوځیانو یا حکومتي موسسو سره همکاري کړې وه، رونډا ته واستوي.

خو پرون پنجشنبې سنا جرګې د حکومت دا طرحه د ۱۹۵ مخالفو رایو په وړاندې په ۲۴۷ موافقو رایو رد کړه.

طالبان: پاکستان د افغان ملي بانک د غصب شویو جایدادونو په ورستنولو کې همکاري نه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د حکومت کونسل عبدالجبار تخاري وايي، د پاکستان حکومت د افغان ملي بانک د غصب شویو جایدادونو په ورستنولو کې مرسته نه کوي.

ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې له هلوځلو سره سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پولیس د افغان ملي بانک د شتمنیو په بېرته ورسپارلو کې همکاري نه ده کړې.

تخاري زیاته کړې، لا هم د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره خبرو ته دوام ورکوي چې د افغان ملي بانک غصب شوي جایدادونه خلاص کړي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ترکیې ځواکونو د ایوالیک په ساحل کې ۴۰ افغان کډوال نیولي

ارشیف: د ترکیې پولیسو د بېلابېلو هېوادونو کډوال نیولي
ارشیف: د ترکیې پولیسو د بېلابېلو هېوادونو کډوال نیولي

د ترکیې ساحلي ساتونکي وايي چې ۴۰ افغان کډوال یې د ایوالیک ښار په ساحل کې نیولي دي.

د ترکیې رسنیو پرون پنجشنبه راپور ورکړ چې دا کډوال، چې په یوه بېړۍ کې سپاره وو، له نیول کېدو وروسته په ایوالیک ښار کې د کډوالو د بیرته ستنېدو مرکز ته وسپارل شول.

اکثره افغانان له ترکیې څخه یونان او نورو اروپايي هېوادونو ته ځي.

په وروستیو کې د ترکیې پولیسو د غیرقانوني کډوالو نیونې ډ‌ېرې کړي دي.

دغه هېواد زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.

د اسیا فوټسال سیالۍ؛ افغانستان له کویټ سره سیالي لري

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د اسیا د فوټسال د سیالیو په دوام کې د افغانستان لوبډله سبا شنبې له کویټ سره مخامخ کېږي.

دا سیالي به د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه په تایلنډ کې پیل شي.

پرون افغانستان خپله لومړۍ لوبه پر ایران درې پر یو وبایلله.

د افغانستان درېیمه سیالي به د دوشنبې په ورځ له بحرین سره وي.

دا سیالۍ د اپرېل په ۲۸مه پای ته رسېږي.

طالبان: د ترکیې د ډاکترانو یوه ډله افغانستان ته راغلې

د ترکیې د ډاکترانو ډله چې افغانستان ته رسېدلې ده.
د ترکیې د ډاکترانو ډله چې افغانستان ته رسېدلې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ترکیې د ډاکترانو یوه ډله افغانستان ته ورغلې ده.

دغه وزارت پرون پنجشنبې پر خپله ایکسپاڼه خبر ورکړ چې د ترکیې د ډاکترانو ډله به د افغان ډاکترانو په همکارۍ د کابل په اتاترک روغتون کې د ماشومانو د یورولوژۍ پېچلي او اختلاطي جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره کړي.

دا ډله به همداراز له افغان ډاکترانو سره د یورولوژۍ په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې ۲۰۲۴م کال به د افغانستان لپاره په روغتیايي سکتور کې له ستونزو ډک کال وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG