د دې حرکت ویاند، بسم الله وطندوست پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې پر ضد د کرکې څرګندولو لپاره د حرکت پنځه ویشتي غړي لڅې پښې روان شوي دي.
بسم الله وطندوست زیاته کړه:
"موږ غواړو چې خلک را ولاړ شي او ټول د جګړې پر ضد ږغ پورته کړي، دا جګړه موږ ټول له منځه وړي. یوشمېر هېوادونه دلته د قومونو، ژبو او مذهبونو ترمنځ پر تفرقې پانګونه کوي، خو هغوي به بریالي نه شي."
د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړي به تر بلخه د پلي سفر په ترڅ کې ځای – ځای له خلکو سره د خبرو لپاره تم کېږي.