د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۱

په هرات کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژلي


پرون پنجشنبه په هرات ښار کې یوې چاودنې د دوو ماشومانو په ګډون څلور ملکیان وژلي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې چادونه مازیګر شپږ بجې په یو موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو په وسیله شوې ده. د نوموړي په وینا په ټپیانو کې هم یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.

ښاغلي فرهاد د چاودنې د هدف په اړه وویل:

” ددې چاودنې هدف په شینډنډ ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو پخوانی قومندان ملا امیر و، چې هغه په چاودنه کې برسیرن ټپي شوی دی. له بده مرغه د څلورو ټپیانو روغتیايي وضیعت خراب دی.“

په هرات ښار کې دا چاودنه په داسې حال کې کیږي چې په همدې ورځ ددې ولایت د اوبه ولسوالۍ د امنیې قومندان له یو برید روغ ووت.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې چاودیدونکي مواد د امنیې قومندان په رینجر موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې چاودنې یې یو سرتیري برسیرن ټپي کړی او بل چاته یې زیان نه دی رسولی.

XS
SM
MD
LG