طبي ډاکټران وايي چې له نشې څخه ځان ساتنه يا وقایه په کوم ځانګړي عمر پورې اړه نهلري، باید له نوي زوکړې ماشوم څخه نيولې بيا تر سپين ږيریتوب پورې دوام وکړي.
دا چې وقايه کوم ډولونه لري:
- بايد د وقايې په برخه کې کومې طبقې ته لومړيتوب ورکړل شي؟
- له نشې څخه د ځان ساتلو لارې چارې کومې دي؟
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال محمدایاز ترنک له ډاکټر واحدالله کوشان سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې سړی څنګه ځان له نشو څخه ساتلای شي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: